د شفيع اعظم لیکنی
د وحشت يوه توره را روانه څپه
پدې کې شک نشته چې په ټوليزه توګه امريکا، اروپا، سيمه او ګاونډ کې د افغان سولې اړوند يوه عمومي اجماع راغلې.
مګر د دې ټولو باوجود په پورته ټولو هیوادونو کې ځيني خاص کړۍ هم فعالې دي چې هغوی د افغان جګړې تداوم کې خپلې ګټې ويني.
امريکا کې د افغانستان جګړې مطالعاتي ګروپ له نيم نه زيات غړي د امريکا له نظامي کمپنيو امتياز اخلي او يادې کمپنۍ په هيڅ وجه د جګړې او خپل کاروبار بندول نغواړي.
د دې ترڅنګ په کابل کې وروستۍ ځنځيري وژنې د يوه منظم پلان برخه ده څو نړۍ ته وښیي چې افغانستان نا امن دی، د بهرنيو ځواکونو خروج به یې نور هم نا امن کړي. دوی د يوه منظم پلان له مخې خپلې پورته ادعا ثبوت لپاره وژنې او بريدونه کوي....
نور ولوله
يونس قانوني ويلي که دوحه کې روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد مقاومت پېلوو
يونس قانوني بي بي سي سره په مرکه کې ويلي که دوحه کې روان مذاکرات ناکام شي د طا لبانو پر ضد مقاومت پېلوو.
ته به وایې دا نولس کاله دوی ناټو او امريکا ته جنازې لېږلې او د هغوی له ضده یې طا لبانو ته انډيوالي کې اوداسه لپاره کوزې او تشناب کاغذونه نيول.
دا کم بخت دومره هېر زړی دی چې ملت یې له ټولو کارنامو خبر دی چې همدوی ول چې ناټو او امريکا سره په اوله ورځ پياده عسکر شول او پوره نولس کاله د ناټو او امريکا جان به جاني ملګرو په صفت د طا لب او ا لقا عده په نوم مطلق د پښتنو نسل کشي ته کار و وې.
نن که ناټو او امريکا د خپلې ناکامۍ خبرې کوي نو دوی د کومې بريا او بالقوه تهديد کېدو دمکۍ او پټکې کوي؟!؟! امريکا خو چې ناکامه شوه بيا خو له ...
نور ولوله
بهرنيان نشي کولای نورو ملتونو ته قهرمانان وټاکي
مسعود دلته د امريکايي او ناټو الوتکو تر وزرو لاندې د ازادۍ قهرمان او اتل معرفي شو کوم چې د وطن په لوېشت لوېشت کې خلک تر مړوندونو تړل کېدل او د ازادۍ وروستۍ سلګۍ وې.
مسعود مجاهد لږ بلکې د روسانو خلاف جهاد مهال پټ پروټوکولي او د امريکايی استعمار پر مهال یې ټول پوځ او ياران د دوی خدمتګار او امريکن مجاهدين ثابت شول.
دا ملت د مسعود، فرانسې او زمردو له پټ پروټوکول نه هم باخبر دی.
هيڅوک دې دا ډول ناکام کوښښونه نکوي او ملت به په يوه ټاکلي فرصت کې له ټولو جعلي اتلانو او قهرمانانو سره تصفیه حساب وکړي. موږ پوهېږو چې فرانس کې ولې زموږ خوږ رسول الله سپک خو داسې خلک بيا ستايل کېږي.
د وطن مالکان شته او سکو...
نور ولوله
د نظام او جمهوريت دوښمنان
قضايه قوه د نظام تر ټولو اعلی پایه ده چې حتا د ولسمشر د محاکمې او کنټرول صلاحیت لري.
داکتر غني داسې بې صلاحيته او بې اودسه کړه چې ترننه نه څوک سترې محکمې مشر پیژني نه لوی څارنوال. ښایي تر همدې شېبې یې تاسې حتا نوم هم ونه پيژنۍ چې مشران یې څوک دي. چرت مه وهه پرې یې ږده. له همدې نه یې حيثيت، سلابت، صلاحيت او رول قياس کړئ.
پارلمان د حکومت پر کړنو د نظارت لوی ولسي ادرس دی چې د نظام لويه ستن بلل کېږي.
داکټر غني په خپل دوه دوره حکومت کې داسې ذليل او بې حیثیته کړ چې نن ټول پارلمان يوه خوا او بي بي ګل چې په قانون کې ورته هيڅ صلاحيت او ادرس ندی مالوم په ګوته نڅېږي. د پارلمان تاييد وزيران يو په يو په کور کینول کېږي او د پارلما...
نور ولوله
د ارګ له دهلیزه خړوبېدونکی عليپور؛ عليپور د بهسود ولسوالي سقوط کړه
ياد ساتئ چې عليپور يو عادي کيله فروش وو دا غني وو چې هېرو یې کړ، قومندان یې کړ، وسله وال کړ او اوس دومره شو چې پخوا به یې ولسوالۍ کې پوستې وهلې او بيا به یې د عسکرو په وينو لړلې رينجرې ځان سره بېولې او نن دومره شو چې سلامته ولسوالي یې قبضه او تعمير ته یی اور ورته کړ.
عليپور کوم عادي شخص او خود سر باغي نه بلکې ارګ کې مستقيم ملاتړ لري، اروپا کې پریمانه مالي سپانسر او سيما سمر غوندې د بشر او مدني فعالو بنډلې وچې پېغلې.
نن د دوی ملا، امي، مدني، وکيل او زدني ټول په يوه خوله د عليپور نه په ملاتړ راوتي او د دوی خوني لښکر ته مزاحمت په ډیره سپين سترګي په ولسي خلکو بريد او وحشت بولي.
پټانه ته چېرته یې، جمهوريت چېرته دی، عليپور ...
نور ولوله
د ټاميانو بابا او باغي عليپور؛ دا د عللپور لښکرې دي
هماغه عليپور چې موده وړاندې د ډیرو وحشتونو اجرا وروسته زنداني او بيا په ډېر عزت د ډاکتر اشرف او دانش لخوا ازاد شو.
اوس عليپور د ځایي خلکو په شکنجه، باج ګيري، جنسي تېريو او په ځلونو یې په ځایي پوليسو او عسکرو بريد کړی او له پوستو نه یې د عسکرو له وژلو وروسته رينجرې او وسلې له ځان سره راوړي.
د دې ټول وحشت او جنایت سره ورته حکومت مړې سترګې ګوري او که د اردو کوم نابلد عسکر د ځان نه په دفاع پری يو ډز وکړي نو ټول هزاره مشران چيغه کړي چې اردو د خلکو ساتلو مسوليت لري په خپلو خلکو د وسلې استعمال جنايت او وحشت دی.
پوښتنه ده چې دا نولس کاله دې اردو له پښتون پرته الوتکې، توپونه، ټانکونه او نورې وسلې د بلچا خلاف هم کارولي که نه؟
...
نور ولوله
د يوه ملت د تباهي وروستۍ بټنه
زموږ د بانکداري يا بينکينګ يو استاد چې لومړي ځل لپاره ټولګي ته را ننوت نو سلام وروسته یې پوښتنه مطرح کړه.
"فرضا که وغواړئ يو هیواد او ملت یې د اوږدې مودې لپاره لمنځه یوسئ او له پښو وغورځي نو څه به کوئ"؟
چا ويل اټومي وسله پرې کاروو، بل ويل فلان کوو، بيستان کوو... خو استاد به سر ښوروو چې نه دا هرڅه وکړئ بيا هم ژر قابل کنټرول او ياد ملت بېرته د را پورته کېدو دی.
اخر یې کړل چې د يوه ملت او د ابدي تباهي پېل د دوی مرکزي بانک لکه زموږ (د افغانستان بانک)؛ په خپل کنټرول کې اخيستل او بيا په خاص مهارت له کاره غورځول دي.
دا د يوه هيواد او ملت د ټول اقتصادي سيستم زړه، محور او انجن دی. چې کله پ...
نور ولوله
د ټولې نړۍ هدیرې زموږ په مړو او ټولې کوڅې زموږ په کاریګرو ځوانانو ډکې دي
موږ هغه قام يو چې د بې اتفاقي او نه زغم له امله مو جنت وطن دوزخ او د نورو دوزخي وطن په خپلو مټو او بچيو په زيار د جنت يوه ټوټه کړه.
د ځان، ګاونډ او خپلو اکثريت خلکو اعمالو ته په کتو ماته ښکاري چې موږ د خدای په سخت قهر او غضب اخته يو. هسې ځان خطا باسو چې دا د خدای نعمت او رحمت دی او موږ د نړۍ ښه خلک يو د خدای دين يواځې موږ ساتو.
د دې دين ساتونکی خدای دی او دا خبره یې په صریح شکل قرآن کې کړې. خدای خو خپل دين په ماشو هم ساتلای شي او دا تل پدې مانا نده چې يواځې ماشي به د خدای ټولو مخلوقاتو کې سپېڅلی مخلوق وي. ياد لرئ چې دلته څلویښت کلنې جګړې کونډې فحشا، يتيمان یې غلا او ژوندي انسانان په ظلم عادتي کړل.
جګړې فقر وزېږوه او فقر دوم...
نور ولوله
د ازادۍ يو نرم خوږ وږم په لګېدو دی
دا ملت د روسانو د سور پوځ له خوني پنجو زخمي خو ژوندی را و وت او اوس جوپې جوپې د امریکایي پوځونو له خروج سره يوې بلې بريا ته لحظه شماري کا.
د ژمي تورې شپې او سړه سېلۍ په ختمېدو ده. هوا ماته او د ازادۍ يو نرم خوږ وږم په لګېدو دی.
د خپلواکۍ دغه جشن تر نمانځلو د دې شته سرونو په خونديتوب سره يوه د شکر سجده او بيا د غرو لمنو کې د ببر څڼو ځوانانو په اتڼونو سره دا غمجن خفه ډاګونه په مستۍ را ويښول غواړي.
په تشه خوله د انقلاب خبرې خوند نکوي
ځانونه وشمېرئ چې څومره پښتانه پاتې دي
...
نور ولوله
موقتي ګټې او د تاريخ سوداګر
زموږ ستاسې د هر يو د سر بيه فېسبوک او ټویټر کې يوه ورځ صرف دا ليکل وي چې:
"اوف! اخ! وۍ! څومره ښه ځوان وو! ولا ښه سړی وو".
باقي هیر، ورک پناه او حذف حافظه شو. تاسې يوځل ذهن کې تللي در ياد کړئ چې څنګه هېر شول.
نو ښه خبر دا ده چې جنګ او جنګ لابي ګرانو پرځای د سولې لارویان شو. هغه خوله چې د مستبد ظالم په سوک چوپ کېږي، د ملت او وينو ودرېدو په پار د قدرت طلبو په سوک ماته ښه ده. باور ولرئ چې د دې قربانيو وروسته به دا د مرګونو لړۍ پای مومي. که داسې نه وي بيا یې د ټولو د مرګ ترپایه جاري بولئ.
خدای له هر ملت سره مرسته کوي خو خاين، غدار او ډارن ملت سره قطعا نه. يو ځای ف...
نور ولوله
د حالاتو څپېړ خواره
د ورځی لوبه او سياست باندې شمال ټلواله ښه پوهېږي.
نولس کاله امريکا په جنګ کې ډالر ويشل نو تر ټولو وړاندې یې دوی قوم او بانډواره عسکري وکړه.
نن چې امريکا د سولې خبر کوي نو تر ټولو وړاندې دوی د سولې ملاتړ یا یی په موافقت معنی دار سکوت کوي.
موږ نولس کاله د طالب او القا عده په نوم سوکان وخوړل اوس به د اشرف غني لخوا جمهوريت نومي ضد لپاره له ټولو څرمن ويستل کېږي.
ټلوالې پرون د مجاهد له ادرسه په پټو/ښکاره پروټوکولونو خپلې خولې د روس او نن د امريکا غولانځو ته نيولي خو موږ دواړه ځله د لويو ارزښتونو په پار د دواړو ښکرونو ته برابر وو.
طا لب خو ښه وو يو عقيده، فکر او دری...
نور ولوله
د کال وروستۍ هيله
سږ کال د خدای همدومره احسان وو چې ژوندي پاتې شوو.
د دې جملې ليکل عادي خو که فکر وشي زموږ د وطن د بد وضعيت او ژورې تراژیدي لوی غمګين داستان دی.
د همدې کال په پېل کې ډیر ياران، مشران او ځوانان راسره وو، خو اوس نشته. موږ ۲۰۲۱ کال ته په ننوتو يو خو دوی د يو څو نامردو په مرګونو ګوزارونو غلبیل سينې له مخته تګه ولوېدل. دهغوی نيمه خوا ارمانونه او قاتلان یې د خدای محاکمې ته سپارو.
موږ او پاتې نسل ته دومره ژوند پکار دی چې وطن کې سوله و وينو. قوي نظام، له فساده پاک دولت او د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن حکومت.
د داسې يوې صحنې تږی یم چې غونډۍ په سر په سره قالينچه ناست، وچه ډوډۍ، شي...
نور ولوله
