د نظام او جمهوريت دوښمنان
قضايه قوه د نظام تر ټولو اعلی پایه ده چې حتا د ولسمشر د محاکمې او کنټرول صلاحیت لري.
داکتر غني داسې بې صلاحيته او بې اودسه کړه چې ترننه نه څوک سترې محکمې مشر پیژني نه لوی څارنوال. ښایي تر همدې شېبې یې تاسې حتا نوم هم ونه پيژنۍ چې مشران یې څوک دي. چرت مه وهه پرې یې ږده. له همدې نه یې حيثيت، سلابت، صلاحيت او رول قياس کړئ.
پارلمان د حکومت پر کړنو د نظارت لوی ولسي ادرس دی چې د نظام لويه ستن بلل کېږي.
داکټر غني په خپل دوه دوره حکومت کې داسې ذليل او بې حیثیته کړ چې نن ټول پارلمان يوه خوا او بي بي ګل چې په قانون کې ورته هيڅ صلاحيت او ادرس ندی مالوم په ګوته نڅېږي. د پارلمان تاييد وزيران يو په يو په کور کینول کېږي او د پارلمان رد وزيران او رئیس نر غوندې په وزارت او رياستونو راج چلوي. پارلمان او وکيل اوس په ټولنه کې داسې بې حیثیته شوی چې فقط د يو څو تنو خبری یې خلک د طنز او خوش طبعي لپاره اوري چې يو وایي "نظام سکوت کړی ده" او بل وایي چې "برادره نظم ميلسه (مجلس) ره مرات کننين"!
د نظام بله قوه ميډيا يا په هېواد کې د بيان ازادي ده.
ډاکتر غني په خپل حاکميت کې د بيان ازادي دومره و ويروله چې د حکومت په لوی ناخوالو کې د مليونونه انسانانو زړونه ډک دي مګر هیڅوک حتا د يوه سوليز لاريون جرئت نکوي.
په خپله یې د ميډيا ازادي او ارزښت دومره پاماله کړ چې په تېرو اوو کالو کې اوه ځله هم مخامخ رسنيو او د ژورنالستانو پوښتنو ته ندی حاضر. حال دا چې د جمهوريت يو اصل د لوړ پوړو چارواکو مخامخ حاضرېدل او قضایاوو اړوند رسنيو کې ملت ته توضیحات او پوښتنو ته یې ځواب دی.
ملي ټلويزيون د ملي توب پرځای د ارګ شخصي ټربيون دی او هلته چې د ټول سانسور باوجود ورنه يوځل يوې نجلۍ حکومت کې د ناکاري او وعده خلافي خبره وکړه ډاکتر غني دومره جذباتي شو چې درې ځله یې له قهره په سر لاس کش را کش کړ او بيا یې سبکتګين ته لاس او ټول ځوان نسل ته یې د تمبل، مفسد او ناکاره خطاب سره سمې د خور او مور ښکنځلې وکړې.
پارلمان ته د وزيرانو او کابينې معرفي غونډه کې د ډاکتر غني وينا خو به مو ياد وي چې يو وکيل ورته له بېځایه چاپلوسانه جان قربان پرځای لږ سپينې خبرې وکړې نو اخر ورته سړی تور او شين شو چې "ګلوغانه نور بس ده! بس ده" او بس ده کنې وچ دې په سرقومنداني سپروم او اوس یې داسې غلې کړ چې ماته ايله اوس را ياد چې ريښتيا هغه وکيل اوس چېرته دی
ما خو چې څومره لوستي او اورېدلي همدا پورته موارد نظام او د جمهوريت اساسي پایې دي چې ډاکتر غني وار له مخه فلج او موږ په يوه نا اعلان شوي استبداد کې اوسېږو.
نه یم پوه دا ځيني کلپوره خواره چې د نظام او جمهوريت خبره کوي مراد یې ترې څه دی او په کوم اساسي قانون نغواړي معامله وکړي چې تر اوسه پرې نده شوې؟
