No-IMG

د ارګ له دهلیزه خړوبېدونکی عليپور؛ عليپور د بهسود ولسوالي سقوط کړه

ياد ساتئ چې عليپور يو عادي کيله فروش وو دا غني وو چې هېرو یې کړ، قومندان یې کړ، وسله وال کړ او اوس دومره شو چې پخوا به یې ولسوالۍ کې پوستې وهلې او بيا به یې د عسکرو په وينو لړلې رينجرې ځان سره بېولې او نن دومره شو چې سلامته ولسوالي یې قبضه او تعمير ته یی اور ورته کړ.

عليپور کوم عادي شخص او خود سر باغي نه بلکې ارګ کې مستقيم ملاتړ لري‌، اروپا کې پریمانه مالي سپانسر او سيما سمر غوندې د بشر او مدني فعالو بنډلې وچې پېغلې.

نن د دوی ملا، امي، مدني، وکيل او زدني ټول په يوه خوله د عليپور نه په ملاتړ راوتي او د دوی خوني لښکر ته مزاحمت په ډیره سپين سترګي په ولسي خلکو بريد او وحشت بولي.

پټانه ته چېرته یې، جمهوريت چېرته دی، عليپور ته مالي او نظامي ملاتړ له کومه راځي او دا سړی چې د برچو په زور جنسي ځورونې او حتا حکومتي عسکر وژني ستا د نظام ډرون او اور وړونکې الوتکې چېرته دي؟

خبره واضح ده چې نظام اوس هم د دوی په لاس کې دی او دلته پښتون کټ مټ لکه ګل خان په پاکستان کې. وطن او زيربنا پنجاب سره ده او مليشيا جهاز ته شل روپه ګي چندې پټان ټولوي.

دا نظام بايد بېرته د قانون مطابق د وطن اکثريتو ته په لاس ورشي. دا د عدالت، انسانيت او اسلام تقاضا ده او دې تقاضا تحقق ته کار ويل پکار دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک