No-IMG

د ټولې نړۍ هدیرې زموږ په مړو او ټولې کوڅې زموږ په کاریګرو ځوانانو ډکې دي

موږ هغه قام يو چې د بې اتفاقي او نه زغم له امله مو جنت وطن دوزخ او د نورو دوزخي وطن په خپلو مټو او بچيو په زيار د جنت يوه ټوټه کړه.

د ځان، ګاونډ او خپلو اکثريت خلکو اعمالو ته په کتو ماته ښکاري چې موږ د خدای په سخت قهر او غضب اخته يو. هسې ځان خطا باسو چې دا د خدای نعمت او رحمت دی او موږ د نړۍ ښه خلک يو د خدای دين يواځې موږ ساتو.

د دې دين ساتونکی خدای دی او دا خبره یې په صریح شکل قرآن کې کړې. خدای خو خپل دين په ماشو هم ساتلای شي او دا تل پدې مانا نده چې يواځې ماشي به د خدای ټولو مخلوقاتو کې سپېڅلی مخلوق وي. ياد لرئ چې دلته څلویښت کلنې جګړې کونډې فحشا، يتيمان یې غلا او ژوندي انسانان په ظلم عادتي کړل.

جګړې فقر وزېږوه او فقر دومره بې فرصته کړو چې هم مو ځان هېر کړ او هم د خدای له دين او لارې بېخبر شو. زموږ ستاسې کوم عمل د قرآن او کوم چلند مو د خدای حبيب ته پاتیږي چې داسې راته ځانونه د خدای په زمکه تر ټولو صالحان ښکاري؟ رحم، وفا، پوهه، اخلاص، ځوانمردي، اخلاق، تعهد يا بل داسې څه مو د خدای حبيب يا یې يارانو ته ورته دي؟ زه خو داسې څه نه وينم. دا هرڅه مو د ځان او نورو ارزولي؟ خپل چم او ګاونډ په شمول یې و ارزوئ چې زموږ ټولو ډليز اعمال څه او که د همدې اعمالو مطابق راسره محاسبه وشي د څه شي لايق جوړېږو؟

فکر کوم نور بس دی!

يوه کلکه توبه پکار ده چې ربه اول مو له دې شته ازمېښت او بيا له خپل غضب نه په امان کړه. رب ته خواست دی چې په همدې نړۍ موږ ته له هغو نعمتونو يو څه راکړه چې تا یې راسره جنت کې هم وعده کړې.

مګر خداې پاک سره د نعمتونو کمښت دی چې فکر کوو يا به نعمتونه دلته راکوي يا هلته؟

نه قطعا نه! موږ حتا د خدای په شناخت کې پاتې راغلي وو ځکه نيمګړي سوالونه کړو. لمانځه کې د ربنا اتنا فی الدنيا حسنه وفي الاخره حسنه وايو، خو عمل کې صرف د اخرت حسنه غواړو دنيا کې ترې منکر يو.

ربه موږ وبخښه او دا نا امن کور افغانستان مو لکه د مور غېږه د آرامش مسکن کړه. بيا مو په ملت د خپلې رضا تر چتر لاندې د نعمتونو فراخي راوله. ربه موږ خراب يو. جاهل يو او پدې جاهليت کې مو نور مه پاتې کوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک