يونس قانوني ويلي که دوحه کې روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد مقاومت پېلوو
يونس قانوني بي بي سي سره په مرکه کې ويلي که دوحه کې روان مذاکرات ناکام شي د طا لبانو پر ضد مقاومت پېلوو.
ته به وایې دا نولس کاله دوی ناټو او امريکا ته جنازې لېږلې او د هغوی له ضده یې طا لبانو ته انډيوالي کې اوداسه لپاره کوزې او تشناب کاغذونه نيول.
دا کم بخت دومره هېر زړی دی چې ملت یې له ټولو کارنامو خبر دی چې همدوی ول چې ناټو او امريکا سره په اوله ورځ پياده عسکر شول او پوره نولس کاله د ناټو او امريکا جان به جاني ملګرو په صفت د طا لب او ا لقا عده په نوم مطلق د پښتنو نسل کشي ته کار و وې.
نن که ناټو او امريکا د خپلې ناکامۍ خبرې کوي نو دوی د کومې بريا او بالقوه تهديد کېدو دمکۍ او پټکې کوي؟!؟! امريکا خو چې ناکامه شوه بيا خو له ټول دار او دستې سره ناکامه ده.
پیښور کې زموږ د ګاونډيانو يو خسکي چرګ وو. زموږ کولنګي چرګ سره به چې مخ شو نو سمې بڼکې به یې ترې و ويستې او غر به شو چې په خپل کور به ننوت. چې بل سهار به مې ليده بيا به قوټ قوټاس نېغه غړۍ ګرځېده او پرونی زدن به یې هیر وو.
نه یم پوه چې دا د چرګ کیسه پکې اوس ولې را ياده شوه.
