د شفيع اعظم لیکنی

وېشلي پښتانه او بدرنګه راتلونکې

زموږ هزاره ورونه د نجيب له سقوط وروسته يواځې خپل منځ کې په اته ډلو او ګوندونو ويشل شوي وو. خپل منځ کی یې د دغه شديد اختلاف له امله دومره سره و وژل چې بل هيچا په تاريخ کې نه وو وژلي. دوښمنيانې یې دومره شديدې وې چې يو قوماندان به بل قومندان و واژه بيا به یې خور ځانته په زور په نکاح کړه. مګر کله چې د ۹/۱۱ له پیښې وروسته امريکا په افغانستان يرغل وکړ دوی ټولو هغه زاړه اختلافات کنج ته کړل او په يوه صف د مړ شوي مزاري تر چتر لاندې راټول او هغه یې د خپل يووالي سمبول وټاکه. هغه مزاري چې کابل کې په مېخ کوبي، سينه بري، ژونديو انسانانو په غوړيو کې سېځل او سلګونه داسې فجايعو متهم وو چې افغانستان څه بشريت به ورته نن او راتلونکي کې هم ګوت...
نور ولوله

د جدې شپږمه، هغه ورځ چې افغان وزرې ماتې شوې

نن ورځ زموږ د څلویښت کلن ناورين سرنخ او د ټولې بدمرغۍ پېلامه ده. هغه ورځ چې سور پوځ سل زړونه يو او د غېر مستقيم يرغل نه وروسته یې مخامخ يرغل سره په حیرتان بندر د هوا او زمکې له لارې زموږ دروازې ماتې او پر کور مو راننوتل. روسانو حفیظ الله امین له تېغه تیر او ببرک کارمل یې په خپلو ټانګونو سپور د افغانانو مشر اعلان کړ. له دې مستقيم يرغل وړاندی روسانو د خپلو ګوډاګي کمونستانو پر مټ وار له مخه د سردار داود خان په هڅونه د محمد ظاهر شاه مستحکم نظام سرپوښ مات او ور پسې یې په خپله د سردار داود سر تر وزرو لاندې کړ. کمونستانو يواځې سردار نه بلکې ټول نسل او خاندان یې د وحشت په اوج کې داسې له تیغه تیر کړ چې د ارګ با عظمته ديوالونه د سرد...
نور ولوله

د جمهوريت تر چتر لاندې بدرنګه ديکتاتوري

اوسنۍ نړۍ کې هیوادونه د دوی پر پلازمینو پېژندل کېږي. پایتخت کې د نظام او حکومت ستر انجن، فعاله کاري ټيم او قوي څېرو شتون د دې لامل کېږي چې هر يو په خپله برخه کې د خپلو صلاحیتونو نه په استفاده ټول نظام او حکومت کې ايجاد شوې ستراتيژي، پلانونه او پاليسيانې د تطبيق په موخه د هيواد بیلابیلو څنډو ته ور پمپ کړي‌. خو دلته کیسه سر چپه روانه ده. حکومت، قواوو، اشخاصو او نظام کې شاملو څېرو رنګ پيکه او ټول افغانستان په کابل او کابل هم مطلق په امرالله صالح يا د حکومت لومړي مرستيال خلاصه کېږي. په جمهوريت کې د قواوو تفکيک او د نظام دننه د هر فرد صلاحيت، مسوليت او د کار نتیجه کاملا ښکاره وي. رسنۍ د معلوماتو له شديدې خلا سره مخ دي. له ه...
نور ولوله

پلورل شوي ليکوالان؛ او د تاريخ ماهرانه تحريف

نوټ: ځوان نسل او د افغان وطن اصلي مالکانو ته خاص پېغام. د جدې شپږمې په مناسبت سوشيل ميډيا کې د يوه مشر ليکوال فېسبوکي تبصره مخې ته راغله. ليکوال په ډیر ناځوانه ډول ټول حزب اسلامي او انجنير حکمت يار د پاکستان اجنټ او په غېر مستقيم ډول جمعیت، رباني، مسعود او د نظار شورا بانډ یې د جهاد اصلي وارثان او اتلان ياد کړي. لاندی ورته ناخبره او بې خبره پټان ځوانانو "واه واه صېب" چکچکې شروع وې. د حزب اسلامي او د شخص حکمت يار صېب پر ادرس د لګېدونکو تورونو او توهین ځواب خو پکار ده چې هغه حزبي ځوانان ورکړي، چې شپه او ورځ شړشم وهلې ږيرې او حلقوم کې په غږېدونکي انداز  په دفترونو کې اوړي را اوړي...
نور ولوله

جواد ظريف او ترې اخيستل شوی درس

دې کې شک نشته چې جواد ظريف زموږ د ملي اقتدار، خپلواکي او بېرته په خپلو پښو د زوړ عظمت دوباره احيا سر سخت مخالف دی. نن یې هم خپله مرکه کې د نه مداخلې الفاظو تر چتر لاندې درګرده بربنډه مداخله کوله او موږ ته یې دیکتې کوله چې څه ډول نظام او څه ډول حکومت او څه رنګ مشارکت را منځته کړو. هو دا يواځې ايران نه دی بلکې پاکستان او نور هیوادونه هم ورته خصمانه دریځ او غوښتنې لري. مګر د ټولې دوښمنۍ او بدبيني باوجود د جواد ظريف يو خوی او عادت موږ تاسې ټولو ځوانانو ته د کاپي کولو دی. د امريکا تحصيل کړی او امريکا کی یې کورنۍ سره کافي ډیر وخت ژوند کړی. مګر کله چې د امريکا او ايران يا خپلو ملي ګټو بحث راځي نو بيا هماغې امريکا خلاف موقف نيسي چې...
نور ولوله

دا ملت په پټکو او د زمکې په ډب ډب د ويرېدو ندی

‏سوله او د ترې را وروسته قوي نظام او د افغانانو يووالی ضروري دی دا جګړه ده چې نن هند، پاکستان، ايران او نور هیوادونه چې يو وخت زموږ تر يوغ لاندې وو نن موږ ته فرمايشونه په مېز ږدي. موږ د بېوسي په اوج کې راڼه راڼه ګورو او دوی هر يو وایي چې افغانان بايد سوله داسې، نظام هسې، اقليتونو سره دا رنګ، مذاهبو سره بل ډول او نورې نړۍ سره هم د دوی په خوښه او فرمايش اړیکې وپالل شي. ټول ګاونډيان او ټول مغرض دې یې واوري چې افغانان له زر او زور غورځیدلي خو همت باقي او نامشروع فرمايشات مطلق مردود دي. دا صلاحيت صرف د افغانانو دی چې ځانته څه ډول نظام، څه رنګ حکومت، نړۍ سره څرنګ روابط او خپلو کې يو بل سره څه ډول اړیکې پالل غواړي&zw...
نور ولوله

سوله د ځای نه ارادې تقاضا لري

د سولې مذاکراتو لپاره ځای نه اراده مهمه ده. چې اراده نه وي؛ اسمان کې هم مذاکرات پېل شي نو اوازونه به یې يو بل ته پخ پخی، پخ پخی ورځي. ملت بېوزله او ناتوانه دی؛ خو احمق ندی. د سولې راتګ لپاره جدي اراده او بلاخره په ځان او دې ملت رحم پکار دی. په والله که هيڅ څه هم پټ پاتې شي. په هر لوري کې به د سولې خنډ او ځنډ اچونکي داسې بربنډ شي لکه په شين اسمان کې د ورځې لمر‌. دوی به خپله په ليکلې بڼه په يو بل شاهدي وهي. له هغې ورځې وېره پکار ده چې بيا نه واک وي، نه دغه شته ګارډان، نه تورې زرهي لښکرې او موټرې. هوښيار سړی بايد د اقتدار په اوج کې هغه صحنه مجسم کړای شي چې...
نور ولوله

خدایه موږ له دې امتحان نه نور بريالي خلاص کړه

دې ځوان ته به یې مېرمن، مور، خورکۍ، ورونه او واړه بچي په تمه وي چې لالا مو په رخصتي راځي، جیب به یې ډک وي چکر ته به مو بوځي. دا ځوان به هم قام او قبيل کې سل سيالي او شريکي لري‌. څومره ارمانونه به یې په زړه وي. خو لالا ګانو ته کابل کې زرهي موټرو او کود ۹۱ نه مليونونه ډالر يواځې دسترخوان خرچې ورځي. سړی کوم غم وژاړي. د داسې هیلو او ځوانانو د سر په بيه د دې جنګي ماشين انجن چلېږي. د نړيوال ټروريزم په پلمه پرې همداسې نور د وطن مظلوم ځوانان وژني. موږ یې وينو چې دواړه خوا همداسې معصوم ځوانان له يو بله ژوند اخلي او په ټولو نامراده هيلو یې خاوری اوړي. دا ځوان هم زموږ خپل دی. د همدی وطن دی. مور ا...
نور ولوله

د افغان تاریخ د مسخې مسخره هڅې

مه پریږدئ چې د ننۍ بدې ورځې له امله مو يو څوک ټول تاريخ سپک ياد کړي. درې پېړۍ پرله پسې زموږ ستاسو وزرونو ماتولو لپاره انګريز، روس او ور پسې امريکا له ناټو او ټولو نړيوالو پوځونو سره را ننوته‌. دا چې نن په بد حال او د وطن ګلستان مو تاله واله دی نو اصلي علت یې د دغو زورورو لښکرو لګدمالي ده. موږ هم بې تقصيره نه وو خو چت له بره پر موږ لکه اسمان را ولوېد او بيا وارخطايي کې موږ او نيکونو نه هم ډیر لوښي مات شول. خو پام چې همت ونه بایلئ. خپل تاریخ، خپل ارزښتونه او خپل نيکونه سپک ياد نکړئ. پام چې څوک مو د ريښو ويستلو او هغو ته د مردارو او په سپکو ويلو قانع نکړي. دا ياد لرئ چې يواځې هغه ونې له ...
نور ولوله

ناهيلی ښار

وطن کې د يوه شي سخت کمی حس کېږي چې هغه راتلونکي ته "هيله" ده. ډیری ځوانان وينم چې وطن نه په وتو دي. زما ډیر نږدې ملګرو، د پوهنتون د وخت ټولګیوالو او همکارانو وطن پرې ايښی او څو ګوته په شمار یې چې پاتې دي نو دوی هم د وتلو خبرې زمزمه کوي. داسې نه چې دوی سخت په مستي او هوس دي. بس وځي له ناکامه د وطن فراق ته زړه ښه کوي. همدا د وتلو کیسې داسې په ناهيلي او مايوسي کوي چې زړه له ګوګله وباسي. د خوښۍ هر مجلس له ناخوالو سر ټکول، وطن حالاتو ته زړه خوړل او سراسر مايوسي وي. يو وخت به مې چې مجلس کې ملګرو ته د نه وتلو ويل نو نظر به ډيرو بدرګه کاوه چې هو وطن پريښودل ندي پکار خو اوس چې چا ته دا خبر وکړې نو ټول را برګ شي چې خوله بند...
نور ولوله

فاتح افغانان او ماته شوې روسيه؟!

ډیری ځوانان وينم په شعوري او لاشعوره توګه په جمعي ډول افغانانو ته پېغور ورکوي. دوی دا پېغور د روسېې اوسني اقتصادي ځواک او فقر کې غرق افغانستان سره په مقایسې سره کوي. بيا په ډېر توهين ډوله انداز اضافه کړي چې ماته شوې روسیه چېرته او فاتح افغانان په څه شان بدرنګ. دا ښاغلي دومره نه پوهېږي چې افغانانو په روسانو مسکو کې تیری نه وو کړی بلکې دا روسان وو چې خپلو روزل شويو وطني افغان مور فروشانو سره په ګډه د افغانانو په کور ننوتل. که د افغانانو ځواک او اقتصاد له يرغل مخکې روسانو سره مساوي وای بيا مو حق درلود چې افغانستان او روسيه داسې مقايسه کړو لکه نن یې چې مقايسه کوو او و وايو چې فاتح چېرته او مغلوب کوم ځای....
نور ولوله

وایي زموږ ځوان نسل ويښ شوی. ولې؟!

ځکه چې موده وړاندې یې مشر ته سختې ښکنځلې کړي. د زړه له درده یې وايم چې ښکنځل غپا ده او هغه بل شی دی چې ويښ شي غپېږي. ويښېدل دغې ته وایي چې احترام کوي، سياست دیته وایي چې هدف ته رسېدو لپاره توهین پر ځای یې کور او دفتر ته ورځي او په زور او وزن یې پوهېږي. زه دا نه وايم چې حکمتيار صېب سپينه ملائکه ده. خو له دې انکار نشي چې حکمتيار صېب خپل وخت کی د مجاهدينو او چپي ډلو رهبرانو کې تر ډیرو ښاغلی، دروند، مخور، اکاډميک او په ټول افغانستان کې د نفوذ او منښت څښتن وو او دی. د خپل کلي زمري مه وژنئ کنې بيا به مو د نورو سپي وخوري. ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک