د شفيع اعظم لیکنی
ولې پدې نولس کاله کې ټول وطن کې يو مجهز روغتون جوړ نشو؟
له درده یې ليکم بيا یې سکوت را مات کړ.
شاعر وایي:
را ډک شو زړه ايسارولی نشم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم
تېره ورځ کابل کې د پاکستان سفارت مخکې تېرېدم د ناروغانو او امبولانسونو يو اوږد کتار ولاړ وو.
پياده رو او سړک غاړو کې يوه لويه ډله ښځې، سپينږيري او ځوانان ويزو ته منتظر وو. دغه صحنه مې ترننه سترګو کی تاويده او سخت ځورېدم. نن خبر شوم څو افغان ښځې پاکستان ته د ويزې په ټېل ماټیل کې د پښو لاندې ساه ورکړې. دا د مرګ څومره ناوړه، ناځوانه او مشقت باره ډول دی.
ذهن ته مې فورا هغه دبړه مار، ډنډه مار، نکټایي پوش غله راغلل چې تل یې نور په بیسوادۍ، ملایۍ، ناپوهۍ او کهنه فکرۍ ر...
نور ولوله
يو بې سر پرسته قام چې ناحقه تور کې نولس کاله وځپل شو
پوره نولس کاله د نړیوالو بدماشانو لخوا د ټروريزم تر عنوان لاندې يوې قلابي او ساختګي پلمه کې د قام هډونه او ککرۍ ريز مريز شوې.
د ورځې پای کې د اسامه سر په اسلام اباد کې را و وت، مګر ټس کې یې زموږ خټين کورونه خاورې او خړ کليوال تر باګرام او ګوانتانامو ورسېدل.
پاکستان ته هيچا څه ونشو ويلای ځکه هلته یې مشران او لوستي که سل غله او مفسد وو، مګر دومره رزيل نه وو چې خپل قام د نړيوال ايتلاف د توپ او ټانک خولې ته ورکړي.
دا ومنئ چې پښتنو پڅېر پدې سيمه کې هېچا د امريکا سره په خبر پوه، لوستي او جهان دیده کدرونه نه لرل، مګر متاسفانه دوی د قام په سر سودا وکړه او يوې څوکۍ اخیستلو لپاره د قام خلاف د امريکا څنګ ته ودرېدل. ...
نور ولوله
ځيني داکټر نجيب ځکه ستایي چې ګويا هغه ځیږ پښتون وو
خو دا بيچاره ګان دومره هم نپوهېږی چې نجيب خلقی نه بلکې پرچم وو.
خلقيان د نور محمد تره کي او حفيظ الله امين په مشرۍ ډیری ځيږ پښتانه وو، مګر پرچم ګوند بيا د کارمل په مشرۍ پښتون ضد فاشسته ډله وه کوم چې نجيب الله بيا د همدې ډلې يو فعاله غړی او روسانو يرغل مهال کارمل حکومت کی د خاد يا استخباراتي ادارې مشر وو.
پرچم ګوند کې پښتانه څپېړ خواره وو او ډیری داسې پښتانه ورتلل چی هغوی اصلا په پښتو باور نه درلود. نجيب يو له همداسې پښتنو وو چې مېرمن یې هم پاړسيوانه او کور کی یې هم پښتو پرځای فارسي خبری کولې او دا حقيقت یې تاسې اوس په لورانو کې ليدلی شئ چې پښتو خبرې یې سمې ندي زده او پاړسي غږېږي.
خلص پښتانه پرچميان دغسې وو لکه پښتون م...
نور ولوله
د امریکا سره طالبانو مذاکرات او بین لافغاني مذاکراتو یوه لنډه پرتله
امریکا له خپل نولس کلن حضور په ټوله مانا ستړې او بیزاره وه او خواست یې له افغانستان نه وتل وو او طالبانو هم همدا غوښتل، نو امریکا لخوا د نړیوالو په حضور کې د وتلو لیکلې وعده ورکړل شوه.
بلخوا بیا طالبان په ټوله مانا خپلو کې پدې متفق شوي ول چې افغانستان باید امن او هیچا ته له دې خاورې تهدید جوړ نشي او دا څه امریکا غوښتل؛ نو طالبانو هم تضمین ورکړ.
مګر بین لافغاني مذاکراتو کې کیسه یو څه بدله ده.
طا لبان پوره نولس کاله له واک، کور او کلي نه فرار ته مجبور کړل شوي وو، هغوی نور بېرته واک، کور او کلي ته را ستنېدونکي دي، خو حکومت بیا په اسانه دې کار ته چمتو ندی. بلخوا حکومت غواړي طالب لکه حزب اسلامي په یوه دفتر او څو ګارډانو اکتفا سر...
نور ولوله
د انګریز قومندان وروستۍ خبره
انګریز قومندان مارټ راډنر د وروستی ځل لپاره خپل بیرغ له باسټن کمپ نه را ښکته کړ، څو یې بېرته خپل وطن ته یوسي.
هو چرت به یې وهلی وي که موږ انګریزان بدل شوي نه یو او خپلو نیکونو پڅېر مو یوځل بیا د افغانانو په کور یرغل ور وړ نو افغانان هم بدل شوي ندي او هماغه د نیکونو په رسم یې خپل وطن په نره له موږ وګټه.
حتما به یی ویلي وو چې پخوا هم یو څه افغانان؟! زموږ نیکونو څنګ ته ودرېدل او په کاذب ملاتړ یې دوکه شول نو زموږ څنګ ته هم ځیني ودرېدل او په دغه تش ځګ موږ هم خطاوتو او خپلو نیکونو پڅېر مات لښکرې مخ په بریټانیا روان یو.
د بیرغ کوزولو پر مهال به یې ذهن کې هغه ورځې لکه د فلم ترخې صحنې مجسم شوې وي چې دوې څرنګ نولس کاله وړاندې دغه کمپ...
نور ولوله
د ځوان نسل حال، هو همدا ستر حقیقت دی
په خدای سوګند يادوم.
د حکومت لخوا په جګړه کې ډيری هغه بېوسه بې کسه وژل کېږي چې مور او پلار یې له مرګ وروسته د جنازې انتقال ته پیسې له نورو قرضوي.
په طا لب ليکو کې هم ډيری تلفات د هغو دي چې له مرګ وروسته یې باقي کورنۍ له فقره تباه او برباد ده.
نه طا لب د حکومت ليکو کې د جګړې اصلي طراحانو او عاملينو ته لاس رسی لري نه هم حکومت د بانفوذه طا لب جنګيالي ژوندي او مړي ته په بد نظر کتلای شي.
د دې روان جنګي ماشين تېل په دواړو ليکو کې د مظلوم افغان له وينو تغذيه کېږي.
دغو وينو په اړه بېباکي او توېدلو کې یې خپله روزي لټول بدې پايلې لري.
...
نور ولوله
سلېمان لايق اړوند يو څو خبرې
يو هنر دی، علميت دی، زکاوت دی او بل د يو چا سياسي ليدلوری او په سياسي ژوند کې کړنې.
زه شخصاً د سلیمان لایق شعري زکاوت او د قلم پوهې ته پوره درناوی لرم او په شعري ډکليمو کې مې د خوښې وړ اواز د سلېمان لايق دی.
هو سياسي کيرير، افکارو او سرو روسانو ملاتړ یې ستر جنايت وو.
د لايق په ژوند کی بايد د هغه سياسي او هنري برخه بېله شي که مکس شوه هنر ېې هم له منځه ځي.
نن چې هر افغان کومه بدمرغي څکي نو د دې د زړو کښت سلسله او طراحي تر سلېمان لايقه رسي.
کمونستانو خصوصا پرچم ښاخ چې لايق یې د بنسټګرانو له ډلې دی د سردار محمد داود شا خوا نفوذ وکړ. د خپل هنر او...
نور ولوله
