د ازادۍ يو نرم خوږ وږم په لګېدو دی
دا ملت د روسانو د سور پوځ له خوني پنجو زخمي خو ژوندی را و وت او اوس جوپې جوپې د امریکایي پوځونو له خروج سره يوې بلې بريا ته لحظه شماري کا.
د ژمي تورې شپې او سړه سېلۍ په ختمېدو ده. هوا ماته او د ازادۍ يو نرم خوږ وږم په لګېدو دی.
د خپلواکۍ دغه جشن تر نمانځلو د دې شته سرونو په خونديتوب سره يوه د شکر سجده او بيا د غرو لمنو کې د ببر څڼو ځوانانو په اتڼونو سره دا غمجن خفه ډاګونه په مستۍ را ويښول غواړي.
په تشه خوله د انقلاب خبرې خوند نکوي
ځانونه وشمېرئ چې څومره پښتانه پاتې دي
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
