د حالاتو څپېړ خواره
د ورځی لوبه او سياست باندې شمال ټلواله ښه پوهېږي.
نولس کاله امريکا په جنګ کې ډالر ويشل نو تر ټولو وړاندې یې دوی قوم او بانډواره عسکري وکړه.
نن چې امريکا د سولې خبر کوي نو تر ټولو وړاندې دوی د سولې ملاتړ یا یی په موافقت معنی دار سکوت کوي.
موږ نولس کاله د طالب او القا عده په نوم سوکان وخوړل اوس به د اشرف غني لخوا جمهوريت نومي ضد لپاره له ټولو څرمن ويستل کېږي.
ټلوالې پرون د مجاهد له ادرسه په پټو/ښکاره پروټوکولونو خپلې خولې د روس او نن د امريکا غولانځو ته نيولي خو موږ دواړه ځله د لويو ارزښتونو په پار د دواړو ښکرونو ته برابر وو.
طا لب خو ښه وو يو عقيده، فکر او دریځ یې درلود او له داسې متحد نړيوال ايتلاف نه د خپل قامي او ملي ملاتړ پر مټ ژوندی سر را و وت چې په خپل ذات کې د عصر لويه معجزه او ترننه نه باور کونکې پېښه ده.
خو غني خان به له دې ملت نه د سپين بولدک د لغړيانو شلیدلې واسکټ جوړ کړي.
يو خواست پکار دی چې نور نو دا ملت د زبرځواکونو له ښکرونو او د نظام د سوټي له ګوزاره ويستل غواړي. ټولو مشرانو ته پکار ده چې خپل سياستونه پداسې ډول هماهنګ کړي چې ملي ګټې خوندي او نړۍ سره ګډه ژبه پیدا شي.
