شفيع اعظم
د شفيع اعظم لیکنی
موږ بايد د احمد شاه بابا پر فکر د زوړ برم احيا ته کار و وايو
نن د بابا 249 تلين دی
احمدبابا د خپلې تورې/قلم او پوهې پر مټ موږ ته لويه جغرافيه په ميراث پرېښوه چې له سمرقند، بخارا تر اصفهانه، پسې له نيشاپور، ډهلي او هند سمندره.
موږ يو ورک/پاشلی قام وو چې یې نوم او هويت راکړ کنې نن به لکه کرد/بلوڅ په څو وطنونو تقسیم سرګردان وو.
احمد شاه بابا د خپل عمر لويه برخه ارام او تخت نشيني پرځای د اس پر شا او د جګړو په تورو او خړو ګردونو کې خپلو سپاهيانو سره يوځای تیره کړه څو راتلونکي نسلونه یې په ارام او دې خطه کې سیال ژوند ولري.
خو موږ د بابا توره په نفاق او ګټلې خاوره او جغرافيه په نا پوهي کې بايله.
بابا د تورې، فکر، قلم او تخنيک سړی وو...
نور ولوله
د فدراليزم ډنډوره چيان په خپله په چغه هار شول
وروستيو کې فدراليزم ته ډنډورو زور واخیست.
اوس یې چې فکر وکړ، پوه شول چې فدراليزم کې هم خپله تاواني دي نو اول چیغه په وچ ډاګ کې له هزاره وو را ووته چې فدراليزم کې به موږ له لوږې مړه او تاواني شو.
دا د مخالفت غږ په لومړي ځل هزاره مشر محمد محقق را پورته کړ خو ځوانانو یې بېرته ور رد کړه. اوس ورو ورو وينو چې ځوانان یې هم عواقبو ته په کتو له فدراليزم نه په تېرېدو دي.
کټ مټ بله قضيه کې ورته کار وشو. موده وړاندې تذکره کې د ملي يووالي په پار قوميت حذف او ټولو ته صرف افغان ليکل کېده.
همدې قومي ټیکه دارانو چیغی پیل کړې چې قومي هويت نه محرومیږو.
کله چې د قوم ذکر ت...
نور ولوله
د قام او ملت له درده بېخبر ځوانان
ځیني ځوانان وینم چې د قام په هیڅ درد او ویر کې ځان سهیم نه بولي.
وایي موږ په داسې متازغو مسایلو بحث نه کوو او دا مو ملي توب ګواښي. لکه د خوست صبريو نني قتل عام پڅېر ورځو کې دوی بیغمه د ښکلو منظرو، عشقي لنډیو او بادنجان رومي پر فوایدو غږېږي. ته به وایې دوی افغانان نه چېرته لرې د سویس یا ډنمارک اوسېدونکي دي.
خو سبا ورځ که پدې ملت رڼایي راځي او خبره د امتیاز شي نو بیا به د همدې قام رسېدلي سهم کې تر ټولو لوی سهمدار خپل ځان بولي او وایي به چې زه خو علمی کادر یم او ما په ځان همدې ورځ لپاره ډیره خواري کړې.
یاد ساتئ چې افغانستان کې د صلاحیت او مسؤلیت لپاره د علمي او تخنیکی وړتیاوو سربیره انساني، دیني او ملي حس درلودل باید اساسي شرط...
نور ولوله
د مظلوم په ننګ ودرېږئ څو ستر خالق په خپله ستاسې ساتونکی شي
په ارګ کې د ناستو، شاهانو او زورورو ننګ د نظام او افغانستان ساتل او مېړانه نه بلکې خپلې څوکۍ، شخصي ګټو او رزالت تدوام دی.
صالح او اشرف غني د خپل ارګ ساتلو لپاره درې لکه پوځ، زرګونه ټانګونه، لسګونه الوتکې او ملیاردونه ډالر لري نو اړتیا نشته چې د مظلومانو د هډوکو خرپولو په بیه یې موږ تاسې هم ننګ ته راټوپ وهو.
دلته که حکومت ملکیان وژني که طا لب یا بل څوک، نو په ټول قوت یې مخته ودرېدل غواړي.
هو شخصا اعتراف کوم چې د طا لب مخالفت هغسې نکوم لکه په ارګ کې د ناستو فرعونیانو د طا لب خلاف همدا اوس هم نظام او بلاخره ټوله نړۍ را وتې. دا د پښتو او ځوانمردۍ اصولو خلاف بولم چې زه هم په حق ناحق کې لکه دا ځیني کرایي لیکوال ورپسې خوله خلاصه ...
نور ولوله
غېر متمرکز نظام که د تجزیې سیستماتیکه هڅه
د امریکا د وتلو له هنګامو سره شمال ټلوالې د فرانس او ځینو نورو هیوادونو پر مټ دلته د غېر متمرکز نظام ډوهلونه ودرنګول.
دا خلک په ډېر مهارت د خدماتو او نورو مسایلو په پلمه غواړي واک له واحدې مرکزي نقطې نه ولایتونو ته ولېږدوي او هلته بیا د خپل زر او زور پر مټ اقتدار حاصل او بیا د خپلو بهرنیو هیوادونو او چینلونو پر مټ موجوده ملک الطوایفي ته قانوني چوکاټ برابر او د تجزیې پلان ته عملي بڼه ورکړي.
په ډېر تاسف سره نن مې د ټلوالې دغه غږ د افغان ملت ګوند له یوه ځوان مشر نه هم واورېد او په ډېره مړه خوله یې د غېر متمرکز نظام پلوي لپاره د ځوان نسل ذهنیت چمتو کاوه. ما ورته ولیکل چې تاسې په تېرو شلو کالو کې په فکري لحاط شکست خورده او په سیاسی لحاظ بګېل شوي یاست نو په غېر ...
نور ولوله
د طا لبانو او اسلامي حزب سوليزې ناستې ته منفي غبرګون
د برادر او حکمت يار په مشرۍ طا لبانو او حزبي مشرانو دوستانه مجلس درلود.
د روانو ناخوالو پای په موخه د هر دردېدلي افغان لپاره دا ښه خبر او ښکلی زیری دی، مګر ځيني دغه سوليزې ناستې هم تقبيح او تصوير ليدلو سره یې سل سپکې سپورې ليکي.
پوهېږئ دا څوک دي؟
دا هغه خلک دي چې پرون یې پلارانو مور ته سره روسان راوستل او نن چې دوی د خبرو او فیصلو شول په ملت یې ناټو او امريکا مسلطه او د مور افغانستان قباله یې پنجاب سره په اغزن تار تیرولو عملا لاسليک کړه.
دا هغه رزيل نسل دی چې د خپل باطل فکر او عقیدې له امله افغان مسلمان ملت کې ابدا سيال او ازاد ژوند نشي تېرولای نو د خپلی بقا لپاره به په مور افغانستان پرديو سره معامله کوي او بيا ب...
نور ولوله
خائن ژورناليست
که زموږ ډیری ژورنالستان ديني او ملي ګټې څه، که خپل مسلک او ژورناليزم اصولو ته هم ژمن وای؛ نو دا بحران دومره نه اوږدېده.
زموږ همدغو ډيريو قلموالو خپله ژبه او قلم د ټولو ملي او ديني ارزښتونو خلاف د پرديو په اشاره او پيسو د ځوان نسل تحريف او استحمار ته وقف وه.
امريکا دلته ملیارډونه ډالر ټلويزيونونو، راډيو او ورځپاڼو ته ځانګړي کړل او دا ټوله پانګه د ځوان نسل احمق کولو لپاره وکارېده.
د همداسې ژورنالستانو د قلم او ضمير پلورنې له برکته نن له يوه داسې استحمار شوي نسل سره لاس ګریوان يو چې سل قرانونه او سل دلايل ورته پدې تېروو چې دغه لمر، هغه زمکه، دا تور او څنګ ته یې سپين دی.
د وطن هغو سيالو باضميره...
نور ولوله
برېښنايي تذکره او قومي ټیکه داران
ځيني قومي ټیکه دارانو په سوشیل مېډيا او سياسي بازار کې د کوچنيو قومونو د عروج او ودې خلاف يوه غوغا جوړه کړې.
دوی نغواړي چې افغانستان کې میشت کوچني قومونه د خپل نوم او هويت اظهار وکړي. دا خلک د خپل سياسي نفوذ او زور پر مټ غواړي افغانستان کې مېشت لږکيو هويت ختم، بيا یې خپل قوم کی حساب او ځانونه په فیصدي لحاظ ډیر وښیي.
اجازه ورکړئ چې ټول قومونه ځان په برېښنايي تذکره او د ګلالي افغانستان په هنداره کې وګوري.
هغوی چې له اوږدې مودې نه یې د افغانستان واړه قومونه په ځان حساب او د هغوی هويت په حذف سره یې خپله سياستبازي کوله؛ نور یې د محوه کونکي سياست د پای وخت دی.
افغانستان يو بڼ او ټول قامونه یې رنګا...
نور ولوله
فکر کوي ټول ملت خر دی، واښه خوري او يواځې دی هوښيار دی
پاکستان ته خو یې ډيورنډ کرښه او لویه ملي داعېه اغزن تار تیرولو بډل کې د توتو په بیه ور وبخښله نور نو هغوی په دوی څه کوي؟ کابل خو چې خپله هم ور وبخښئ د نړيوال شرم له امله هم پکې اغزن تار نه تېروي.
قسم در کوم دقيق فکر وکړئ دې خلکو د پاکستان کوم نيمګړی ارمان پرې ایښی چې هغې پوره کولو لپاره دې پاکستان د خپلو داسې مخلصو يارانو سينه غلبیل کړي؟
دا د امام حسين لمسی؟! که وپوښتل شي چې دا نولس کاله په لومړۍ کرښه، پوسته او بې زرې رينجر کې ته ناست وې که دې زوی یا بل د زړه ټوټه؟ واضح خبره ده چې شاخوا څنګ کی یې د غريب بچي لسګونه وژل کېږي خو دی تر اوسه غوړ بشاش.
ټول عمر زرهي موټرو او اووه کانکریټو دیوالونو شاته او بچي یې اسټراليا، نيويارک او يورپ کې لوړو م...
نور ولوله
داکتر غني ته د امريکا تازه ليک، ډاډ که مودب اخطار...؟!
ډاکتر غني ته د امریکا د بهرنيو چارو وزير تازه ليک په خپله محتوا کې ډېر څه لري.
لومړی د مې تر اولې د ټولو امريکايي ځواکونو پر خروج ټينګار او څنګ کی یې پر نورو اپشنونو د کار يادونه هم شوې.
پسې زياتوي چې ښایي زموږ د عسکرو له ويستلو وروسته له افغان ځواکونو سره د مالي مرستو بنديدل هم يو له اپشنونو کېدای شي او زياتوي چې بيا نو تاسې پوهیږئ چې په داسې صورت کې به وضعيت کوم حالت ته ور وګرځي چې نه به لاسته راوړنې پاتې وي نه نور ثبات.
د يادونې وړ ده چې امريکا هر کال له افغان حکومت سره شاخوا څلور مليارده ډالر مرسته کوي چې هغې کې د پوځي عسکرو او نورو ملکي ادارو معاشات، تجهيزاتو تېل، خوراک، البسه او نور موارد شامل دي....
نور ولوله
حکمتيار؛ نجيب نمانځغونډه غندي خو په جنرال عظيمي سکوت!
ځيني دوستان ګيله کوي چې اسلامي حزب یا حکمت يار د نجيب لمانځغونډې خلاف را و وت خو جنرال عظيمي چې د نجيب باوجود د حکمت يار، جهاد او ټول وطن ملي ارزښتونو خلاف وو په حق کی یې سکوت اختيار کړ.
زه دا منم چې حزب هلته غږ وکړ بايد یې دلته هم غږ کړی وای او په افغان سپېڅلې خاوره کې یې د هغه د ناولي جسد ښخول د ملت په حق کې لويه ګستاخي بللې وای.
له نظار شورا خو د مخالفت توقوع نلرو ځکه تر جهاد زيات هغوی د روسانو پروټوکولي او نفوذي پاتې شوي او هغوی یې چې نن د جنازې تقدير کوي بايد یې وکړي ځکه کابل او ارګ یې ورته د نظام سقوط، کابل تباهي او افغان جهاد ارزښتونو ليلام بدل کې ور وسپاره.
شمال ټلوالې اصلا نه پخوا په جهاد باور درلود او نه هم ورته ...
نور ولوله
جنرال نبي عظيمي؛ د حکمت يار او داکتر نجيب د سوليز پلان تباه کونکی
حکمت يار او داکتر نجيب د سولې يوه توافق ته رسېدلي وو.
د دې توافق له مخې داکتر نجيب واک په سوليز ډول رسما انجنير حکمت يار اونورو مطرحو افغان لورو ته سپاره او د نظام ټولې چارې په محفوظ ډول د حکمتيار په مشرۍ مجاهدينو ته سپارل کېدې څو هر اړخیز ډول ټاکنو ته زمینه سازي وشي. نجيب په خپل اړخ او حکمت يار له خپل ادرسه د حکومت سولیز لېږد ته چمتوالی نيوه.
په پلان جنرال نبي عظيمي خبريږي او مسعود سره په ګډه د دې سوليز توافق خلاف پلان جوړوي او دا سوله د پښتنو په ګټه او تاجکانو خلاف بولي ګويا چې واک له يوه پښتون مشر نه بل پښتون ته لېږدول کېږي.
مخکې لدې چې ډاکتر نجيب خپل ټيم همغږی کړي نو جنرال نبي عظيمي وار ړومبی کوي او له نورو کمونست جنرال...
نور ولوله
