د کال وروستۍ هيله
سږ کال د خدای همدومره احسان وو چې ژوندي پاتې شوو.
د دې جملې ليکل عادي خو که فکر وشي زموږ د وطن د بد وضعيت او ژورې تراژیدي لوی غمګين داستان دی.
د همدې کال په پېل کې ډیر ياران، مشران او ځوانان راسره وو، خو اوس نشته. موږ ۲۰۲۱ کال ته په ننوتو يو خو دوی د يو څو نامردو په مرګونو ګوزارونو غلبیل سينې له مخته تګه ولوېدل. دهغوی نيمه خوا ارمانونه او قاتلان یې د خدای محاکمې ته سپارو.
موږ او پاتې نسل ته دومره ژوند پکار دی چې وطن کې سوله و وينو. قوي نظام، له فساده پاک دولت او د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن حکومت.
د داسې يوې صحنې تږی یم چې غونډۍ په سر په سره قالينچه ناست، وچه ډوډۍ، شين خوږ چای او لاندې د يوه لوی شنو اوبو بند جوړېدو ننداره وي. په ډیر سرعت د پراخو سړکونو جوړولو لپاره بلډوزرې او قير اچولو ماشين آلات لګيا وي.
بلخوا په شاخوا غونډيو او غرونو کې د ځوانانو په مرسته او سپينږيرو په مشوره او لارښونه غرونو او غونډیو کې مېوه لرونکې ونې په غرسېدو وي. د برېښنا، ګاز او او رېل پټلئ تېرېدو لپاره د ساحاتو تثبيت او عملي کولو لپاره یې ټول وطن کې يو شور وي.
ښایي د دغو صحنو ليدل په پرديو وطنونو کې د ښکليو پارکونو، هوټلونو او سيندونو غاړو کې تر ګرځېدلو او منظرو ليدلو چې موږ پکې د خپل وطن ورانۍ ته په کتو بېرته د مايوسئ حس کوو؛ په مراتبو خوندور وي.
د داسې ورځ په تمه چې بيا د مرګ، ويرې او خفګان خبر په ټول وطن کې بيخي نادره کیسه وي.
دا ورځ راتلونکې ده، خو راتګ یې چټکول غواړي!
