د شفيع اعظم لیکنی
له جګړې وروسته افغانستان
څلوېښت کاله افغانستان په عموم خو ځینې سیمې بیا په خاص ډول تر سور اور لاندې وې.
د مثال په توګه که و وایم بامیانو او پنجشیر کې روسانو هم بمبارد ندی کړی او امریکا هم پکې یو کاړتوس ندی خالي کړی، خو کندهار او لوګر بیا د دواړو د اور محراق وو.
له بده مرغه څلوېښت کاله او خصوصا تېر نولس کاله هغه څه وو چې یو نسل پکې را وټوکېد او اوس د جګړو ځپلو او مقابل کی یې د امنو سیمو افغان تر منځ لوی فکري، تعلیمي او تخنیکي واټن پروت دی.
له امن نه برخمن افغان په همدا نولسو کالو کې له تعلیمي فرصت، نړیوالو مرستو او حکومتي ملاتړ نه په استفاده په داخل او بهر کې تعلیمونه او زده کړې کولې خو نا امن افغانستان او تر اور لاندې سیمو کې افغان ماشوم، ځوان او ...
نور ولوله
د اسټراليايي سرتېرو پر وحشت نړيوال غبرگون
کافر چین د اسټرالیایي سرتېرو وحشت ولید نو د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو خرابي په بیه یې په نړیواله کچه غبرګون وښود او افغانانو سره د اسټرالیایي ځواکونو شوی وحشت یې تقبیح کړ.
دلته د جمهوریت، د افغانانو د مشرۍ، انسانیت، ترقي، وطنپالنې او نورو سپېڅلو شعار مدعیانو له خولې سوڼ نه خېږي. ته وا دا چاړه په غاړه ایښودل شوې ماشومه افغانه نه خدا د کومې بلې سیارې لیوه ګۍ ده.
خېر حکومت به خپل ملاحظات لري غږ به نشي کولای، ترې به تېر شو خو دا اتشین وطني پلویان او چورګوټیانو خاموشي او تر خاموشي بدتر دا چې همدې شوي وحشت ته هم په شکل د اشکالو توجېهات لټوي؛ نو زړه سخت اره اره کړي.
په ایمان یې وایم چې دا خاموشه خولې او توجیه لټونکي له ایمان او انسان...
نور ولوله
افغانستان کې د بدبختۍ عاملان څوک دي؟!، طا لبان، ټامیان، مجاهدین او که افغان کمونستان؟!
له محمد ظاهرشاه تر داکتر غني، د ټولو واکمنو په واکمنیو کې د هغوی هغو تېروتنو ته لنډه کتنه چې افغانستان یې په بل مخ واړوه.
- محمد ظاهر شاه د واک وروستیو کې سیاسی فعالیتونو او ګوندونو ته ازادي ورکړه.
- ځوانان یې مصر، مسکو، امریکا او نورو هیوادونو ته تعلیم لپاره واستول خو مصر نه اخوانیان، مسکو نه کمونستان، امریکا نه لبرال او نورو نه نور دبړه ماران راغلل.
- مسکو نه راغلو افغاني کمونستانو په خپل خاص مهارت له سردار داود سره یارانه ټینګه کړه.
- کمونستانو سردار د محمد ظاهرشاه خلاف وپړسوه تر دې چې د ظاهرشاه څ...
نور ولوله
طلوع سره مې د قانوني مرکه وليده
نجفي زاده یې پوښتي چې بن کنفرانس کې طالبانو ته سهم نه ورکول يوه تېروتنه نه وه چې هماغه وخت یې ګډون سره د ستونزې ريښه وچه شوې وای؟
ځواب په ډيره سپين سترګي ورکوي وایي نه اصلي ستونزه دا وه چې پاکستان ته سمه ونډه ورنکړل شوه. حال دا چې نجفي زاده ورته په کراتو کراتو وایي چې تر ۲۰۰۳ کال په ټول افغانستان کې طالب يو ټک ونکړ.
دا ښاغلی اوس هم اعتراف نکوي چې دا موږ وو چې خلک مو په لوی لاس طالبان کړل. شمال ټلوالې لښکرې د پښتنو په کليو ورتوی شوې. د تعصب له مخې یې هر پښتون له تیغه تیر او هر لونګۍ په سر او ږیرور یې باګرام او ګوانتانامو کې زنداني کړ.
زه په همدې کابل ښار کې وم او هغه وخت د کابل اوسېدونکي یې په ياد لري چې مکتب، اداره او عام سړک کې به هر پښتون ته د...
نور ولوله
دين او وطن تل بېوزلو ساتلی
پلرونو یې همدې لار کې ژوند له لاسه ورکړ او يتيم بچيانو ته یې د دين او وطن له مينې پرته نور هيڅ په لاس ورنغلل.
خپل شاخوا ګاونډ وګورئ.
هغوی چې خپل وطن کې په کرایي کور کې اوسېدل په وطن قربان شول مګر برعکس هغه چې وطن کې د جريبونو زمکو، ماڼيو او باغونو څښتن دي؛ په بده ورځ کی یې په وطن حتا نوک زخمي نکړ.
خپله له بچو سره بهر ولاړل، د هغه ځای تابعيت یې واخیست او دی چې راغلی، نو بيا هم د وطن شپېللو ته راغلی څو دلته وګټي او هلته یې په بچو وخوري.
چې کله وطن امن او ودان شي نو همدا د غريب بچي به مجبوريږي څو هوایي ډګر کی وږی نس ګلان په لاس د هغوی غاړو کې د ګلانو امېل واچوي.
...
نور ولوله
افغانستان؛ د افغانانو که د امپراتوریو هدیره؟!
نړیوالو رسنیو او د تاریخ په بېلابېلو انسټوټیونو کې افغانستان ته د امپراتوریو هدیره (Grave Yard) اصطلاح کارېږي.
ځیني له دې اصطلاح سره موافق ندي او افغانستان د امپراتورانو نه بلکې د افغانانو خپله هدیره بولي.
د نړیوالو امپراتوریو هدیره یې ځکه بولي چې امپراتورۍ د قدرت په اوج کې وي، خو کله یې چې افغانستان ته یرغل ور وړی؛ بیا یې یې زوال د افغانستان او افغانانو په پښې غوټه شوی.
انګریزانو ځانونه د نړۍ واحده یکه تازه امپراتوري بلله چې مستعمره سیمو کی یې لمر غروب نه کاوه. مګر کله چې د افغانانو وار راځي نو درې ځله په پرله پسې ډول په بېلابېلو اداورو کې کوښښ کوي څو دا د افغانانو ټاټوبی هم په زور تر خپلې سینې او و...
نور ولوله
اوږدمهاله پانګونه، که تاسې دنده لرئ، يا يو څو اضافي افغانۍ
نو د خپل وس مطابق د هغې يو څه برخه د جیب خرڅ په نوم يو نږدې خپل، ګاونډي يا بل شناخته متعلم، محصل، مدرسې طالبعلم يا بل اړمن ته ورکړئ.
بيا ورته و وایئ چې ما نه د مننې پرځای چې خدای هر کله په دنده کړې، يا دې لاس ډک شو نو بيا به ته دغه پیسې په خپل وخت کې يو بل اړمن کس ته ورکوې.
پوهېږئ چې دا د صدقې داسې ډول دی چې موجود ثواب سره يودم څو نسله په صدقه جاریه اوړي. دا پانګونه څو نسله په حافظو کې مثبت تاریخي پېغام ترڅنګ ټولنه کې د يو بل د لاسنیوي ښکلی مينه ناک حس زېږوي.
موږ ښایي په پيسو ډېر ځله خوندور خواړه، چکر، لباس، موبايل يا نور توکي اخیستي وي. هغه هم خوند کوي خو ګورئ خوند یې لحظه یي او موقتي وي.
م...
نور ولوله
د ارگ تبعيضي چلند په ټوله مانا محکوم دی!
ارګ کې ډاکتر غني په وياړ سره ټولو ته د مسعود شناسي او مزاري شناسي تجويز کوي، خو بلخوا حکمت يار پسې د پيسو او برنامو پر مټ بربنډ منفي او زهراګين تبليغات.
ولې؟
کورئ دلته د حکمت يار د ګټلو بحث نکوم او ملګري ګواه دي چې حکمتيار سره مخامخ مجلس کې مې هغه ته سختې خبرې او تندې نيوکې کړي.
خو دلته یې له خپله ادرسه وايم چې دا دوه ګونی او تبعیضي چلند مې په دوست څه په دوښمن هم ندی پیرزو.
که خبره د ښو او بدو کېږي نو بيا دې ټول نران شي او له يوه مخه دې له ټولو دا په تېرو نولسو کالو کې دا فرمايشي القاب او امتيازات واخلي.
د همدې څلویښت کلنې جګړې ښکېلو کې که يو قهرمان، مارشال، اتل او بل پسې يو طرفه ...
نور ولوله
سوله او د هغې دوه متفاوته بیې
نولس کاله یوه ډیره نا عادلانه او نامرده جګړه حاکمه وه.
شرق او جنوب مطلق تر سور اور لاندې او غرب او شمال کې به هم چې کومه سیمه کې پښتون وو؛ نو اسمان کې د ډرون او B-52 او لاندې به د خونړیو چاپو محشر روان وو.
نورو ښارونو او د افغانستان نورو برخو کې بیا د نړیوالو په مرسته بیارغونه، پروژې، سینمارونه، ډالرې، ستارې افغان او د ډیموکراسۍ د پرکټیس رنګین ماښامونه وو.
همدا علت دی چې اوس د ننګرهار له شینوارو، هلمند له سنګین او شمال له ډنډ غوري نه معیوب ځوان او بوره مور د خپل کمیس ګریوان وڅیري او عالم ته چیغې کړي چې درې وختو کې دې یو وخت ډوډۍ وي؛ خو چې سوله وي.
بلخوا بیا د نولس کاله...
نور ولوله
د وطن مالک ځوان ته یو څو خبرې او اندښنې
ډارول نکوم خو پدې اړه هر وطني ځوان ته فکر ضرور دی.
نولس کاله پس وروسته له ملیاردونو ډالرو لګښت امریکا او د دوی افغان سټراتیژیکو ملګرو داسې افغانستان په میراث پرېښود چې برېښنا لپاره ازبکستان او تاجکستان ته محتاج.
اوړو او غوړیو لپاره قزاقستان ته سترګې، وریجو او بورې لپاره پاکستان ته لاس اوږد، تیلو، بادنجانو رب، هګۍ او نورو لپاره د ایران دروازه ټکولې او لباس لپاره ترکیه او نور هیوادونو احسان ته محتاج.
که همدا اوس له موږ تاسې پردي وارد شوي توکي او لباس واخیستل شي نو د خدای د دې شینکی اسمان لاندې لوڅ لپړ ودرېږو او ښایي خوړو لپاره له اوبو پرته نور هیڅ خپل ونه مومو.
که دلته د وطنپالنې حس، فرصتونو ا...
نور ولوله
ولي لاهم حکمت یار د تخریب اصلي ادرس دی؟!
بد رد ویلو پر ځای به نن په سړو دماغو یو څو خبرې او حقیقتونه سره شریک کړو.
د محسن داوړ او ځینو نورو لخوا حکمت یار خلاف سپکې سپورې کومه نوې خبر نده.
لږ ماضي ته سر ورښکاره کړئ، د داوړ او نورو داوړ رنګو کورنۍ او فکري استادان یې وګورئ دوی ټول دلته د خاد جهنمي ادارې مشر داکتر نجیب او بیا د ببرک کارمل فکري ملګري پاتې شوي.
دا خلک ځانونه د پښتنو خواخوږي، سر پرېکړي یاران معرفي کوي خو تاریخ ښیي چې په بده ورځ دوی تل د پښتنو د سر سخت دوښمن ملګري پاتې شوي.
ناحقه تور نه لګوم، ځکه دا کار له اسلام او انسانیته وتلی کار بولم، بلکې تاسې ته څو بېلګې وړاندې کوم.
کله چې روسانو په...
نور ولوله
د "منظور" له جوړ شوي سټیجه د "پشتین" د ارمان خلاف چیغې
پاکستان کې د پنجاب له اسارته تنګ پښتانه د کمزوري کولو په موخه په ډېر هنر په مذهبي او سیکولر ډلو و ویشل شول.
هغوی چې مذهبي او اسلامپال وو مدرسې والاوو ته یې مولانا فضل الرحمن، پوهنتون او اکاډمیک ټیپو ته یې قاضي حسین احمد او چې سیکولر وزمه وو هغوی ته پېښور کې د باچاخان زامنو او کوئټه کې ورته محمود خان دام کېښود.
منظور پشتین واحد ځوان وو چې دا د ضعف ټکی یې درک او پسې یې حجره او جومات کې د هر فکر څښتن پښتانه په واحد صف کې راټول او صرف د قام نجات ته منسجم کړل.
دا هغه څه وو چې د پنجاب سټراتیژستان یې په واقعي مانا و ویرول او پاکستان کې د پښتنو په نوم مذهبي او سیکولر ګوندونو خلاف یوه نوې پدیده وه چې د دوی له لوبو او دسیسو وتلې کما...
نور ولوله
