د شفيع اعظم لیکنی
يو سيال مدني حرکت او تبليغاتي ضعف
اسلامي حزب چې تېرو نولسو کالو کې غېر مدني، جنګي او خشن حزب معرفي شوی وو، برعکس نن یې پداسې ډول مدني او سوليز حرکت وکړ چې جمعيت، جنبش، وحدت او لس نور له ږيرو او جهاد نه ټایي او ټامي توب ته منتقل شوي یې له اجرا عاجز دي.
جمعيت ګوند له اولې ورځې خپل جهاد او اسلام امريکا ته په پښو کې کېښود او ايمان یې په ډيموکراسي تعویض کړ مګر ترننه د داسې مدني حرکت اجرا پر ځای ترې هر کال د قومندان مسعود لمانځنه کې هغه انډوخر کیږي چې خلکو ته د افشارو خشنه فاجعه او کابل ښار کې په ډليز ډول پر ښځو د جنسي تيري او وحشت بوی راځي.
اسلامي حزب د دې ټول قوت سره سره په تبليغاتي ډګر کې نه يواځې دا چې تعرضي موقف نلري، برعکس د ځان په دفاع کې هم سخت زبون وهلي فلج ښکاري. همدا علت دی چې د کابل...
نور ولوله
د ارگ او سياسي مشرانو وساطت باوجود انجنير حکمتيار له خپلې خبرې په شا نشو
حکمت يار؛
د ورستيو ځنځيري قتلونو له امله ارګ کې ناست سرکار له ګرېوانه نيسو
د ارګ په غوښتنه د ډاکټر عبدالله، حامد کرزي، سياف، يو شمېر جهادي قومندانانو او ځيني قومي مشرانو د وساطت باوجود؛ انجنير حکمت يار له خپلې خبرې په شا نشو.
نوموړي د کابل څلور دروازو (چهاردهي، ده سبز، پغمان او شمالي) له لارې د پراخ ولسي فشار او تظاهراتو پر مټ د ارګ محاصرې ته جدي ښکاري.
حکمت يار د مساجدو له امامانو، جهادي قوماندانانو، قومي مخورو او حزبي ځوانانو پر مټ خپلو پلويانو سره سوګند ياد کړی چې راتلونکې جمعه به د ارګ شاخوا را ټولیږي او هغوی نه به د ورستیو ځنځيري ترورونو، سولې مخکې د خنډونو ايجاد او هغو توافقاتو د نه عملي کېدو پوښتنه کوي کوم چې دوی سره ېې د سولې ټړ...
نور ولوله
ننګرهار کې دوه تور سرو ښځو په عام بازار کې وژنه او د بې گناه رکشه وان نيول
له پېښې وروسته امنیتي چارواکو د یوه تن عکس خپور کړ چې قاتل یې نیولی.
مګر یاد تصویر او نیول شوي کس په اړه ډیر ژر د ځایي خلکو او د بی بی سی، طلوع او یو شمېر نور ژورنالیستانو او سوشیل میډیا کې پراخ غبرګونونه ښکاره شول چې پېښه مازدیګر قضا شوې مګر نیول شوي تن عکس په ماسپښين قضا کې ډیر وختي اخیستل شوی.
یو شمېر نور مدعي دي چې همدا کس او همدا تصویر موده وړاندې خپور شوی وو چې ګویا یاد کس یی ټابلیټ کا او نورو غیر قانوني کړنو له امله نیولی مګر نن هماغه تصویر او عکس پدې نوم او ټایټل په خلکو وهل کېږي.
دلته دوه وحشتونه سخت ځورونکي دي.
لومړی د شریرو قاتلو قتلونه او بل لور ته د قانون او امنیت په نوم د یو ...
نور ولوله
نوی ماموريت، نوی افغانستان ځوانان دې بېداره وي!
کابل ته د خليلزاد دا سفر د ټرمپ نه بلکې جوبایډن په هدایت ترسره شوی.
هغوی چې په تړون یې د بيا کتنې په پلمه پلمې پلټلې او سوله یې ځنډوله؛ که هوښيار وي پر خپلو محاسبو به له سره غور وکړي.
منم امریکا په افغان جګړه کې هغسې ويشل شوې پاشل شوې نده لکه پرونی شوروي، خو سخته ستړې شوې او ناهيلی شوې حتما ده. د دوی لويه ماتې همدا ده چې شل کاله د ټولې نړۍ په ملاتړ یې د جګړې او بوکسنګ دې رينګ کې په شلو رونډونو کې طا لب مات نکړای شو.
جګړه کې حيات او قدرت لټونکي دې پوه شي چې ټول افغان ملت د دوی درې سويز ډالري خياټان ندي او نه هم ترپایه سيمه او نړۍ له دې بېخبره پاتیږي چې څوک سوله نغواړي او ولې یې نغواړي؟
مخکې لدې چې سولې ته خن...
نور ولوله
د تاریخ پاڼه بدلیږي؛ ځوانان دې خپل مسوليت وپېژني
جګړه په ټول وطن خوره ده، خو لويه قرباني له پښتون اخلي.
هغه ځکه چې د جګړې دواړو ليکو کې پښتانه ځوانان پیش قدمه دي. همداسې د همدې جګړې تبليغاتي دستګاه هم په دواړه لوريو کې د پښتنو ځوانانو په کج بحثي او لفظي لجاجت بدبويه ده.
د نورو قامونو ځوانان نورې برنامې او بحثونه لري. هغوی ته د داکتر غني او ملا غني فرق نشته او نه هم د جمهوریت او طا لب په نوم دوه متفاوت فکرونو ته په تفاوت قايل دي. هغوی برالا وایي چې کليش اوغان است او کليش طا لب است.
خو اوس پوښتنه ده چې پټان ځوان به پدې حساس وخت، حساسه نقطه څوک پوهوي. جمهوريت؟! پال وایي چې طا لب ټول عمر پښتون وژلی نو سوله ورسره نه کوو او ويژنم یې.
طا لب ځوان...
نور ولوله
سرتېریه تا سره یم
د سرتېري حق او ورځ پدې نه ادا کېږي چې دريشي ترې واخلې او بيا پکې يو څو سټايلي عکسونه له نجونو سره ګډ محفل کې وباسې او وليکی چې "سرتيريه تا سره يم".
بيا خپله کور ته بچو ته ولاړ شې او سرتیری له بچيو لرې هغه سنګر ته واستوې چې فساد له وجې نه پکې په خپل وخت معاش شته، نه ډوډۍ نه د سر مصؤنیت. دا نو مينه نه سراسر منافقت دی، دام جوړول دي او د سرتیرو پر مخ لاړې توکل او کاذب شاباسی.
سرتیري سره لوی احسان او مينه داده چی له دې تپل شوې جګړې یې ژر را خلاص کړې. پخدای قسم چې دلته پرې دا شل کاله نه ټروريسټ وژني او نه هم کوم بل پردی. راسان پرې خپل افغان وژني او بېرته د خپل افغان له لوري همدا سرتیری وژل کېږي.
دا ظلم دی، کمبختي ده او ...
نور ولوله
همزمانه فرانس ته ښاغلی
هند کی یې جاده په نوم او اسلام اباد کې تازه په تازه نومول کېږي. امريکا او ناټو هم په خپل راتګ سره ملي قهرمان اعلان کړ. نو داسې پېچلی به څرنګ د افغان وطن ريښتینی بچی شي؟
شک نشته چې لویه کې سيمه او نړۍ افغان سولې ته لیواله شوې خو ځينې کړۍ لا هم خپلې ګټې په اشوب، جګړه او د افغان وطن په تباهي کې ويني.
دا وروستۍ لابيانې، قهرمان سازي او شا باندې د وړو مليشو ټپول او پړسول د همدې نازک تار بربنډ څرکونه دي.
پټان دې خدای هوښيار کړي اوس هم سترګې پټې، خوله خلاصه او خور مور ښکنځل کوي چې ټالبه او حکمت ياره.....!
یا لیت قومی یعلمون
...
نور ولوله
افغان ملت ساتنه کې ناکام وسله وال پوځ
ماته جالبه ده چې دا ځيني کمونست زاده همدا وایي چې موږ هغه وخت د سيمې په کچه يوه ځواکمنه او مجهزه اردو درلوده خو مجاهدينو را خرابه او کباړ کړه.
خو حقيقت دا دی چې په داسې پوځ او الوتکو دې لعنت شي چې روسان زموږ په کور افغانستان ته را ننوتل او دوی د قام، خاوری او وطن دفاع پر ځای سرو روسانو ته تيارسی ودرېدل او تر هغې یې هم سپکه دا چې بيا یې روسانو سره په ګډه خپل کلي او هیوادوال تر سور اور لاندې ونيول.
کله چې په ظاهرشاه کودتاه وشوه نو پوځ د ظاهرشاه ساتنې پر ځای سردار داود ته سلامي و وهله. پسې یې چې داود ختم کړ نور محمد تره کي ته سلامي. حفيظ الله امين یې چې ختم کړ کارمل ته سلامي، او بيا له امين وروسته کارمل په مټ او رهبري یې د خپل قام او ملت خلاف پرديو لښکرو او س...
نور ولوله
ټول هرات کې د اور وژنې لپاره يو اطفائیه موټر نه وو چې اور و وژني
ټول هرات کې د اور وژنې لپاره يو اطفائیه موټر نه وو چې اور و وژني
اخر یې ايران ته د مرستې زنګ وهلی چې هلئ اور مړ کړئ.
دا زنګ او د مرستې غوښتل بد کار ندی خو زړه هله په شور راشي چې اور مړه کولو ته هيڅ نشته خو برعکس په همدې وطن کې بيا د مرګونو لپاره یې زرګونه ټانګونه، چورلکې او توپونه تيارسی ولاړ وي.
له دې یې قیاس کړئ چې دلته ۱۹ کلن نړيوال پوځي ماموريت د بشر، ښځو او ماشومانو حقونو خونديتوب او بيا رغونې لپاره وو که ورانولو لپاره؟
دا د داسې حکومت کیسه ده چې نولس کاله پرې د ډالرو باران وو او نږدې يو ټرليون يعنې زر مليارده ډالر پرې امريکا پاشلي. دا دومره لوی مبلغ دی چې نه د اروپا په مارشال پلان لګېدلي او نه هم زموږ په ګاونډ او ...
نور ولوله
د وطن زړه کابل له سختو شېبو تېرېږي
هاغه د دنګو غرونو منځ کې کلا بند د زړونو ښارګوټی.
دلته هيڅوک په امن ندي. يوه وېره حاکمه ده. له هرې خوا د برچو، مرميو او بمونو ګوزارونه دي.
چې په چا شک کېږي ټولو له وار وروسته لاسونه شاته نيولي.
هیڅوک نه پوهیږي دا مرګونې لړۍ به تر کومه دوام کا. څومره نورې ځوانۍ به وخوري. د مسولیت احساس نشته. هغه چې د خلکو د سر امنيت ټينګښت کې پاتې راغلی تر ټولو بر سر ناست او تر ټولو زيات بړ بړ غږېږي. ګزارشونه او پټکې یې چې لولم/اورم او بيا یې د کار پايلې؛ له شرمه خوله شم.
ړندو پلويانو ته یې چې ګورم په پټو سترګو د جار، قربان ثنا خوان دي. سترګې ندي سم هډوکي دي.
خدای دې مل شي د و...
نور ولوله
د بين الافغاني مذاکراتو بنبست په يوه نکته کې
مذاکرات هغه وخت شدت مومي چې دواړه لوري د يو څه ورکولو او اخیستلو توان ولري.
امريکا او طا لبانو مذاکراتو کې دا قوت وو نو ځکه ترپایه دواړه لوري يو بل ته لېوال وو.
ورپسې چې بېن الافغاني مذاکرات پېل شول نو طا لبانو له خپل اړخه حکومتي لوري سره د ناستې او خبرو امتياز درلود او مقابل لوري بيا د دوحې تړون په توافقاتو د تاييد مهر. تر دغه وخته مذاکرات په پوره اشتياق پر مخ تلل او کابل لوري که هرڅومره وخت کشي او ناغېړي هم کړه خو طا لب لوري په پوره اشتياق د مذاکراتو دوام غوښت. مذاکراتو پېل سره طا لبانو د حکومت دا ارمان پوره کړ چې خبرې او مذاکرې ته ورسره کېناست کوم چې پخوا یې مطلق انکار کړ. برعکس حکومتي لوري بيا له خپل اړخه د طا لبانو هغه غوښتنه چې دوحې تړون دې د اساس په...
نور ولوله
پوره نولس کاله د پښتون رهبري ته دغسې لوښي را مخته شوي وو
دا هغه په ملا ماتي ځان ساتي او ټټر دربي وو چې ټول عمر یې دوی ته لاس په نام قهرمان صاحب او عالي جناب صاحب ويلو باندې ځان ساتلی. دوی دومره بزدل وو چې وزارت کی یې له ډاره پښتو لیک نشو کولای. پارلمان کې د رایې لپاره په بله ژبه ګويان وو او پښتون باندې ظلم ته په ظلم ويلو تل خاموش وو.
که دوی کې زره غېرت، عزت او مردانګي وای نو پوره نولس کاله ټول پښتون قام د ا لقا عده، طا لب او ټروريسټ په نوم ناحقه وهل نخوړل. که دوی په خپل قام زره زړه خوږېدلی نو نولس کاله به ولې هغه پښتون چې له لاچارۍ د خپل کلي او ولسوالۍ بازار ته نشو تلای، خو دوی نيويارک ته د تهديد په ن...
نور ولوله
