د يوه ملت د تباهي وروستۍ بټنه
زموږ د بانکداري يا بينکينګ يو استاد چې لومړي ځل لپاره ټولګي ته را ننوت نو سلام وروسته یې پوښتنه مطرح کړه.
"فرضا که وغواړئ يو هیواد او ملت یې د اوږدې مودې لپاره لمنځه یوسئ او له پښو وغورځي نو څه به کوئ"؟
چا ويل اټومي وسله پرې کاروو، بل ويل فلان کوو، بيستان کوو... خو استاد به سر ښوروو چې نه دا هرڅه وکړئ بيا هم ژر قابل کنټرول او ياد ملت بېرته د را پورته کېدو دی.
اخر یې کړل چې د يوه ملت او د ابدي تباهي پېل د دوی مرکزي بانک لکه زموږ (د افغانستان بانک)؛ په خپل کنټرول کې اخيستل او بيا په خاص مهارت له کاره غورځول دي.
دا د يوه هيواد او ملت د ټول اقتصادي سيستم زړه، محور او انجن دی. چې کله پرې خلک باور بایلي، نو په اتومات ډول د وطن په ټولو برخو کې هر هغه اقتصادي فعاليت چې خلکو ته د کار او روزي سبب کېږي؛ ځای په ځای په ټپه ولاړ او له منځه ځي. له دې سره داسې اقتصادي جټکه راځي چې په يوه بېوزله وطن کې دا بخور او نمير وضعيت او فرصت هم ختمېږي او راتلونکي حکومت د خلکو له داسې بغاوت او لويو ستونزو سره مخ کېږي چې په تېر کې شوي ټول جنايتونه او وحشتونه به ورته د ژوند خوږې او ارامی شېبې وبرېښي. خلک خو د بحران اصلي زېږونکي نشي تشخیصولای چې دا ورځ پرې چا، ولې او څرنګ راوسته؟ بلکې دوی په حاضر دم قضاوت کوي خو نه پوهیږي چې اقتصادي بحران او ګټې د تېر خيانت او کار محصول وي.
داکتر صېب غني د دولت ساز او اقتصاد ساز عنوان په نوم راغی. فساد سره مبارزه او دسترخوان کې د بدلون شعارونو یې ټوله فضا په سر اخیستې وه. اخر د کار یې دا شو چې پخوا به دسترخوان کی سپوره ډوډۍ موندل کیده خو د دې سړي په ماموريت کې هغه هم د وطن د وږو بچو له دسترخوان نه راټوله شوه. فقر له شپیته سلنې هم اوښتې. ماشومانو کې د خوارځواکي کچه د افغانستان په تاريخ اوچت ريکارډ و وهه.
د کال څلور مليارده ډالر د افغانانو په نوم راتلل نو د دې سړي په حاکميت کې بيا څه باندې څلور مليارده ډالر بېرته له افغانستان نه وځي. مانا د دغو مرستو باوجود د وطن او خلکو له ګمرک او عوايدو نه راټولې شوې پيسې یې هم په سر ایښې او همداسې سرغوچ د هوایي دهليزونو له لارې دباندې لېږدول کېږي.
تر دې بدتر او راتلونکي نسلونو ځپلو او له پښو غورځولو لپاره یې اجمل احمدي په نوم يو بې هويته کس له اووه کاله راديخوا مسلط کړی.
اول په ارګ کې د عالي جناب اقتصادي مشاور وو. د هيواد او ټولو وزارتونو په کچه که به هر پانګوال په هره برخه کې پانګونه کړه نو اړونده وزارت او وزیر نه وړاندې به یې خپله طرحه دې جناب ته تاييدي لپاره استوله. دې ځوان به تاجر او هغه پانګوال چې پانګونې سره به يې سل او زر تنو ته کاري فرصتونه محيا کېدل، دومره په کاغذ پراني او مفسده بیروکراسي وځغلوو چې شته پيسې به یې چور، وخت تباه او بېرته به ناهيلی له نشت پانګې سره له وطنه فرار ته مجبور شو.
بيا یې دا سړی د يوه خاص پلان له مخې سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته واستوو که د تخريب کوم څه پاتې وي چې هغه هم له منځه یوړل شي. ياد وزارت کې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د ټول وطن په کچه ټولې سوداګريزې او صنعتي چارې کنټرول او ترويجېږي.
اوس ورشئ او يوځل پانګوال او د اقتصاد ماهرين هم وپوښتئ چې هغه وزارت یې د خپل ماموريت پر مهال څومره مسخره، ويشلی او فلج کړ چې راپورته کېدل یې څو کاله قوي پشت کار او کار کشته اقتصادي ماهرين غواړي چې بېرته ايله خپل عادي حال ته ور وګرځي.
کله چې د پانګوالو، نړيوالو اقتصادي سازمانونو، رسنيو او نورو تخنيکي افرادو چېغې او اعتراضونه پورته شول نو داکتر غني د دې پر ځای چی احمدي محاکمې او وضاحت ته اړباسي؛ برعکس دغه لختې جګر یی وروستي ګوزار او د افغانستان مطلق تباهي لپاره د افغانستان بانک مشري ته راوست.
دې ښاغلي په خپل ورتګ سره لومړیو ورځو کې پخواني معاونين په ډېره بیعزتي پسې واخيستل. بيا یې برحاله ټول رئیسان چې ممکن راتلونکي کې یې پلانونو اجرا مقابل کې خنډ يا د رسوایي لامل کېږي؛ د داکتر غني په خلاص ملاتړ يو په يو له مخې لرې کړل. پر ځای یې خپل ټيم او همراز سيستم او ادارې ته ننويستل.
نن خبر شوم چې د پخوا په پرتله د افغانستان بانک عوايد ۹۷٪ را ټيټ شوي. تير کال يې عواید ۲۹ میلیارده افغانۍ خو روان کال ۹۰۰ میلیونه افغانیو ته راټيټ شوي.
افغانستان بانک کې د افغانستان څه باندې اته مليارډ نغد ډالر او د نږدې ۹ سوه مليون ډالرو په ارزښت د سروزرو باختري لویه خزانه ده چې ولسي جرګې د يادې خزانې د چور او تالان مخنيوي له امله تقاضا کړې چې د افغانستان بانک پرځای دې دریم ګړي هيواد کې امانت خوندي کړل شي.
دا پداسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغانستان بانک کې په بېساري ډول د څو لحظو لپاره بریښنا قطعه او امنيتي کيمرې په ټپه ودرېدې. حال دا چې دا وضعيت په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره واقع شوی او هغه هم د جناب احمدي او د افغانستان معاصر او ثاني امان الله خان؟! په وخت کې.
د ځينو راپورونو په اساس اوس هم د کابل هوایي ډګر کې د ناشناخته الوتکو تګ راتګ او هغې کې د ډالرو او قيمتي توکو د انتقال خبرې ګرمې روانې دي.
