د وحشت يوه توره را روانه څپه
پدې کې شک نشته چې په ټوليزه توګه امريکا، اروپا، سيمه او ګاونډ کې د افغان سولې اړوند يوه عمومي اجماع راغلې.
مګر د دې ټولو باوجود په پورته ټولو هیوادونو کې ځيني خاص کړۍ هم فعالې دي چې هغوی د افغان جګړې تداوم کې خپلې ګټې ويني.
امريکا کې د افغانستان جګړې مطالعاتي ګروپ له نيم نه زيات غړي د امريکا له نظامي کمپنيو امتياز اخلي او يادې کمپنۍ په هيڅ وجه د جګړې او خپل کاروبار بندول نغواړي.
د دې ترڅنګ په کابل کې وروستۍ ځنځيري وژنې د يوه منظم پلان برخه ده څو نړۍ ته وښیي چې افغانستان نا امن دی، د بهرنيو ځواکونو خروج به یې نور هم نا امن کړي. دوی د يوه منظم پلان له مخې خپلې پورته ادعا ثبوت لپاره وژنې او بريدونه کوي.
د دې ټولو هڅو وروسته پلان دی چې پدې کار د ځواکونو دوام، جګړې دوام، خپل اقتدار دوام او بيا همداسې د وطن شتمني لوټ، له پېغلو یې جنسي استفاده او د شراب او کباب چړچې یې هم دوام ومومي.
همدا راز په تېر کې د طالبانو خلاف شمال ټلوالې ته فرانسې او يوشمېر نورو هيوادونو پراخ مالي ملاتړ او نظامي مشورې ورکولې. اوس په فرانس کې د يوه خاص استخباراتي ګروپ لخوا په دې خاص وخت کې د مسعود تقدير او په ډليز ډول د ټلوالې عامه ذهن خپلول بې څه نشي کېدای.
نن د بېداري او اختلاف ته د پای ټکي ایښودلو وخت دی. پدې سر خلاصول پکار دي چې تېرو شلو کلونو او همداسې جنګي وضعيت کې د چا ګټه او د چا په کور اورونه وو. عام اکثريت افغانان له مطلق تباهي سره مخ وو او که داځل فرصت ضايع کېږي نو دا مرګونې لړۍ به داځل ښارونو کې ځوانان خوري.
ياد ساتئ چې موږ تاسې او ټول عام افغانان نه زرهي موټر لري او نه یې هم کورونو نه سمنټي ديوالونه چاپیر دي.
زما غږ په هغو پټان ځوانانو دی چې په ډېر مهارت د جمهوريت له ادرسه د جګړه خوښو ملاتړ کوي. حال دا چې زړه کې ښه پوهیږي چې ياد کسان په جمهوريت، اساسي قانون او نورو ملي ارزښتونو اودس هم نه وچوي. ځکه دې خلکو په پورته ادرسونو لسګونه ځله صرف د خپلو ګټو په پار سپکې معاملې کړي.
د وطن ژغورل د ځان او ژوند ژغورل دي او دې قرباني ته ځان چمتو کول غواړي. سبا بلکل ناوخته ده.
