د ټاميانو بابا او باغي عليپور؛ دا د عللپور لښکرې دي
هماغه عليپور چې موده وړاندې د ډیرو وحشتونو اجرا وروسته زنداني او بيا په ډېر عزت د ډاکتر اشرف او دانش لخوا ازاد شو.
اوس عليپور د ځایي خلکو په شکنجه، باج ګيري، جنسي تېريو او په ځلونو یې په ځایي پوليسو او عسکرو بريد کړی او له پوستو نه یې د عسکرو له وژلو وروسته رينجرې او وسلې له ځان سره راوړي.
د دې ټول وحشت او جنایت سره ورته حکومت مړې سترګې ګوري او که د اردو کوم نابلد عسکر د ځان نه په دفاع پری يو ډز وکړي نو ټول هزاره مشران چيغه کړي چې اردو د خلکو ساتلو مسوليت لري په خپلو خلکو د وسلې استعمال جنايت او وحشت دی.
پوښتنه ده چې دا نولس کاله دې اردو له پښتون پرته الوتکې، توپونه، ټانکونه او نورې وسلې د بلچا خلاف هم کارولي که نه؟
نه! قطعا نه!
د نظام او دې وطن اصلي پاسدارن هغه دي چې نولس کاله د ناټو او امريکا په مشرۍ روانې پښتون کشۍ خلاف یې غږ پورته کاوه.
د دې خبرې جرئت د ټاميانو وطني خياټ نلري چې و وایي دا نظام د پښتون نه وو، تل یې د پښتون په ورمبږ چاړه ایښې او موږ د خپلې څوکۍ ساتلو لپاره خاموش وو. زموږ ښځې، ماشومان، مساجد او حتا حیوانات مو د الوتکو او توپونو هدف وو.
موږ داسې نظام غواړو چې پښتون منحیث قام بېرته په رسميت وپيژني او دا دوښمنانه چلند ژر تر ژره پای ومومي. د نظام دننه اوسنی پښتون د يوه څپیړ خور مامور حيثيت لري. ترننه پدې نظام کې حتا وزیر له ډاره زړه نکوي چې چې پارلمان کې پښتو خبرې وکړي. ورشئ دا څو ورځې مخکې د ټولو وزيرانو ويناوې پارلمان کې وڅارئ. مامور لا هم جرئت نلري چې په خپله پښتو ژبه مکتوب وليکي. ورشئ دولتي ادارې وڅارئ. کابل پوهنتون کې پښتون استاد او پښتون محصل په خپله مورنۍ پښتو ژبه د لوست حق نلري. پداسې وضعيت کې چې د پښتون سر او مال پکې ليلام دی نو دا خلک موږ ته د کوم نظام، کوم جمهوريت او کوم حکومت خبرې کوي؟
دا وطن، نظام او حکومت د دې ملت دی او بايد پداسې بڼه ژور اصلاح شي چې بېرته ټولو قامونو ته عدالت ورسي.
پښتون ته چې سر سخت پامال دی عدالت ونه رسي په والله که دلته امن راشي او يا هم ترې هیڅ قام د ښې ورځې لايق شي. د پښتنو استازولي هغه مړڅپ او څپیړ خواره پښتانه نشي کولای چې د يوې څوکۍ لپاره په قام، عزت او حتا ملي نواميسو سودا ته حاضر وي.
د دې وطن اقتدار ته سيال احمدشاهي پښتانه راوستل غواړي.
