د حامد افغان لیکنی
عادلانه چلند
رسول الله ﷺ فرمایي: مومن سړی دې له مومنې مېرمنې (د هغې د کومې بداخلاقي له امله) کرکه نه کوي، که د هغې له یوه خوی نه کرکه ولري بل خوی به یې خوښ شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ: لاَ يَفْرَك مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَة إِنْ كَرِه مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَر. رواه مسلم
انسان طبعاً ملایکه نه دی چې ټول اخلاق به یې 100% غوره او ښه یي او داسې هم نه ده چې یو انسان دې لکه شیطان 100% کې بداخلاقه او بې خیره یي. که کوم انسان کومې بداخلاقۍ ولري هغه دې له نظره وغورځول شي او سترګې دې پرې پټې شي، ځکه هغه حتماً ښه اخلاق هم لري او هغه ښو اخلاقو ته دې وکتل شي. دا چلند حدیث کې هم بیان شوی او دا چلند عادلانه دی. په ځانګړې توګه د کورني_ژوند لپاره دا چلند لازمي دی....
نور ولوله
د یوه سوداني ځوان خوندوره کیسه
یو عراقي ډاکټر کیسه_کا چې کله عراق کې جګړه پیل شوه خلک د اردن پولو ته په تېښته اړ شول، خو اردنیانو خپلې دروازې د عراقیانو پر مخ وتړلې! هغه و چې الله تعالی خصوصي مرسته وکړه، سودانیانو دری الوتکې راولیږلې او عراقیان یې خپل هیواد ته یوړل، د سودان شمالي ولایتونو کې یې موږ ځای پر ځای کړو، سودانیانو زموږ سره زیاتې مرستې وکړې، نغدې پیسې او کورونه یې راکړل. او نورې پرېمانه مرستې یې راسره وکړې.
عراقی ډاکټر زیاتوي: زه چې پخپلو کوروالو ډاډه شوم، هغوی مې سودان کې پرېښودل او زه امریکا ته ولاړم، دوه کاله وروسته بېرته سودان ته خپلې کورنۍ ته راغلم، یوه ورځ خپل موټر کې ناست وم، یو شپاړلس کلن سودانی ځوان راغی، راته کړه یې: د موټر شیشه دې درته پاکه کړم؟ ځوان ډېر هو...
نور ولوله
تر ټولو لوړ درجه اخلاق
د رسول الله ﷺ خاص خادم انس بن مالک رضې الله عنه وایي: زه له رسول الله ﷺ سره روان وم، هغه نجراني څادر اغوستی و، چې هغه ډېر سخت او زیږ و، لاره کې عرب کوچي ورته راغی، هغه له څادره ونیو او د ځان لور ته یې په سختې سره ورڅنډ واهه، ما چې ورته وکتل د کوچي په سخت څنډ وهلو سره د څادره سختې څنډې د رسول الله ﷺ په غاړه کې نښه کړې وه! بیا کوچي ورته وویل: محمده! ستا سره چې د غنیمت کوم مال دی له هغه نه څه شی ماته راکړه. رسول الله ﷺ چې هغه ته وکتل ورته ویې خندل او چا ته یې امر وکړ چې ده ته د غنیمت له ماله څه ورکړي. متفق عليه
...
نور ولوله
ستړې اروا، د مېرمنو په اړه له پنده ډکه کیسه
د کمزوري او ډنګر اس د رېړۍ شاتنې سېټ کې یې خپله ناروغه مېرمن څملوله، چې د علاج لپاره یې یوه لېرې ښار ته یوسي، بوډا بزګر مخکې کېناست او په دې اوږده لاره یې له ځانه سره بونږیدا پیل کړه، ظاهراً داسې لکه له ځان سره چې غږیږي، خو په عین وخت کې یې مېرمنې ته هم خبرې وراورولې، لکه د هغې ناروغې کې چې هغې ته تسلې ورکوي.
دې بوډۍ مېرمنې له ده سره څلوېښت کاله تېر کړي و، دا څلوېښت کاله په یوه سر د کور له کارونو سره هغې له ده سره د پټیو او کروندې په کارونو کې هم پوره مرسته کړې وه، په دې توګه د هغې ژوند له سختیو او ستومانیو ډک روان و، اوس چې هغه ناروغې له پښو وغورځوله ده احساس کړه چې دی ټول ژوند له هغې سره سخت پاتې شوی، مینه خو پریږده هغې ته یې چرته خوږه خبره هم له خو...
نور ولوله
د منافقت پټولو هڅې
په زړه پورې ښایسته کیسه
کورته ننوت، چې ویې کتل ښځې یې ژړل، ده په مینه وپوښتله چې ولې ژاړې؟ هغې په ژړا ژړا کې ورته وویل: د کور ونه کې مرغۍ ناستې یي، زه چې کور کې بې #حجابه ګرځم هغه مې ویني، وېریږم چې دې کې به ګناه یي! مېړه یې زړه کې خوشالې احساس کړه، هغه یې د سترګو منځ کې ښکول کړه، د هغې عفت، سپېڅلتیا او پاکې یې وستایله، تبر یې راواخیست او ونه یې په دا بېخ کې ووهله.
څه وخت وروسته له کاره لیږ وختي راغی، چې کتل یې ښځه یې د خپل عاشق او ملګري په غېږ کې ویده او پرته وه!! سړي نور څه ونه کړل، له کوره یې د ضرورت مهم سامان ورواخیست او له خپل ښاره وتښتید. څه وخت وروسته یوه لېري ښار ته ورسید، هلته یې خلک ولیدل چې د پاچا د ماڼۍ خواته رایوځای شوي دي، پوښتنه یې ...
نور ولوله
انسان جوړونه
یوې ښوونکې به خپل شاګرد ته داسې نه ویل چې ستا ځواب غلط دی! بلکې هغې به ورته ویل: "صحي ځواب ته نږدې شوی یې" تر دې بیا د یوه بل ښوونکي چلند لا په زړه پورې و! هغه به خپل شاګرد ته ویل: "ځواب مو صحي دی، خو د دې پوښتنې لپاره نه!"
د انسان زړه بېخې باریک شی دی، په تېره بیا د کشرانو او ماشومانو، ځینې الفاظ لکه کاڼي زړنه غوټ ماتوي، موږ باید عام چلند کې نرم او خواږه ژبي واوسو. خصوصاً استاد او ښوونکی/ښوونکې باید خپلو الفاظو او عباراتو ته زیات متوجه وي، د دوی کار (انسان جوړونه) اسانه کار نه دی، بلکې تر ټولو سخت کار دی، په دې کار کې زموږ کمه بریا ... هم زیاته مهمه ده. ځکه موږ دې کار کې ډېر وروسته پاتې یو.
...
نور ولوله
بې لارې خلکو سره د عمر چلند
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته به د شام یو سړی راتلی، څه موده رانغی، هغه یې چا نه پوښتنه وکړه، ورته وویل شول: هغه بدل شوی (ګمراه او بېلارې شوی) عمر هغه ته لیک ولیکی، چې هغه کې یې وعظ او نصیخت ورته لیکلی و. کله چې هغه ته د عمر رضي الله عنه لیک ورسید هغه په ژړا شو او له خپلې ګمراهۍ توبه ګار شو.
نو عمر د خپل مجلس خلکو ته وویل: خپلو وروڼو سره داسې چلند کوئ، کله چې ستاسو کوم ورور وښویېږي؛ لارې ته یې برابر کړئ، الله نه دعا ورته وغواړئ چې د توبې توفیق ورکړی. د هغه پر ضد د شیطان ملګرتیا مه کوئ. حلية الأولياء 97/4
...
نور ولوله
د نبوت زمانې چارواکي د ډالۍ اخیستلو کیسه
د ازد قبیلې یو سړی چې "ابْنُ اللُّتْبِيَّةِ" نومیدی، رسول الله ﷺ د کوم ځای عامل او زکات راټولوونکی مقرر کړ، کله چې بېرته راغی او رسول الله ﷺ حساب ورسره کوه، ده له ځانه سره راوړی سامان دوه ځایه کړی و، یو یې رسول الله ته ورکړ، ورته کړه یې دا ستاسو دی، یعنی د زکات مال دی او هغه بلې برخې ته یې نغوته او اشاره وکړه چې دا ما ته خلکو ډالۍ راکړې دي.
رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: که دی/ته د پلار یا مور په کور کې ناست وی، ایا خلکو به دا ډالۍ ورکړې وې؟! په هغه ذات مې قسم چې زما سا یې په واک کې ده، هر څوک چې دا ډالۍ اخلي، د قیامت په ورځ به په داسې حالت کې راځي چې دا ډالۍ شوی سامان به یې په اوږو بار وي. که هغه اوښ و غربړې به وهي، که غوا وه رمباړې به وهي...
نور ولوله
د امریکا مرستې
د یوه کوچني او غریب ښار اوسیدونکي ټول په پورونو کې غرق وو او ژوند یې هم په پور روان و، یوه ورځ ناڅاپه یو ډېر شتمن سړی دې ښار ته راغی، د ښار مسافرخانې ته ننوت، د استقبال کاونټر یا محاسب ته یې پر مېز 100 ډالره کېښودل، دی پورته وخوت چې د ځان لپاره ښه او مناسب کوټه خوښه کړي.
په دې وخت کې د مسافرخانې خاوند موکه غنیمت وګڼله، سل ډالره یې ورواخیستل، په منډه یې کساب ته ځان ورسوه او هغه ته یې د هغه سل ډالره پور ورکړ. کساب ډېر خوشاله شو، په منډه یې د څارویو تاجر ته ځان ورسوه او د هغه پور یې ورکړ. د څارویو تاجر پخپل نوبت سل ډالره ورواخیستل، د وښو تاجر ته ورغی او د هغه پور یې ورکړ.
د وشو تاجر د هغه ټرک خاوند ته و...
نور ولوله
وطنپرستي!
فرانس نه د برتانیه لور ته روان رېل ګاډي کې ناستې فرنسوۍ مېرمنې څنګ ته یو پرنګی کېناست، پرنګي ته مېرمن وارخطا غونده ښکاره شوه او د وارخطایي د لامل پوښتنه یې ورنه وکړه، هغې وویل: زما سره (10000) ډالر دي او دومره ډالر حکومت بهر ته نه پریږدي، پرنګي ورته وویل: (5000) ما ته راکړه او ستا ادرس هم راکړه چې هلته یې درته ورسوم. ښځې همداسې وکړل.
کله چې رېل ګاډی د تلاشي ځای ته ورسید، پولیسو مېرمن وکتله او څه یې ورته ونه ویل، خو پرنګي کاپر په پولیسو غږ وکړ چې دې ښځې سره (10000) زره ډالر دي او له ده سره د وېش کیسه یې ورته وکړه او زیاته یې کړه چې زه له وطن سره، نه خپله خیانت کوم او نه بل خاین خوښوم او نه یې مرسته کوم. پولیسو له ښځې نه ټول ډالر واخیستل او ویې نی...
نور ولوله
د صحابه و لاره
صحابه کرامو رسول الله ﷺ ته شکایت وکړ، ول یا رسول الله، موږ خوراک کوو، خو مړیږو نه؟! هغه ورته وفرمایل: شاید تاسو به جلا جلا ډوډۍ خورئ؟ هغوی ول، هوکې! ده ورته وفرمازل: ډوډۍ ګډه سره خورئ، د الله نوم ورته یادوئ، درته برکتي به شي. رواه ابوداود
صحابه کرامو ته به چې هره ستونزه او د ژوند هر ډول جنجال پېښیده؛ د هغه لپاره به یې حل لومړی په شریعت کې لټوه! ډوډۍ خوړل او په هغه نه مړیدلو ستونزه یې هم رسول الله ته وړاندې کړه! موږ ته هم په کار ده چې د صحابه کرامو لاره خپله کړو، نو مشوره مې دا ده چې ستونزې مو له واقعي او رښتینيو عالمانو او خیر غوښتونکو پوهانو سره شریکوئ.
...
نور ولوله
د یوې صربۍ پېغلې تجربه
مارینا ابراموفیچ یوه صربۍ پېغله ده، هغې په کال 1974م کې د یوې نادرې تجربې تر سره کولو اراده وکړه، دې غوښتل په دې تجربه سره معلومه کړي چې کله انسان مطلقه او بې قیده ازادې ترلاسه کړي؛ نو څه کوي؟ د هغې تجربه داسې وه چې دې یو ځای وټاکه، هلته یې پر یوه مېز مختلف شیان کېښودل، لکه چاړه، توفنګجه، ګلان، ازغي او نور مختلف شیان. نوموړې پېغله د دې مېز خواته ودریدله او خلکو ته یې کړه چې دا به د دې مېز خواته پوره شپږ ساعته ولاړه وي، هیڅ حرکت به نه کوي او هر څوک چې هر څه ورسره کوي/ورته وایی دا به یې مقابل کې هیڅ ډول غبرګون نه ښیي.
پیل کې خبره څه سمه روانه وه، د عامو خلکو چلند ارام و، څوک به یې مخته ودریدل، ورته کتل به یې، خو دا ارام حالت ډېر دوام ونه کړ. کله چې خلک ...
نور ولوله
