عادلانه چلند
رسول الله ﷺ فرمایي: مومن سړی دې له مومنې مېرمنې (د هغې د کومې بداخلاقي له امله) کرکه نه کوي، که د هغې له یوه خوی نه کرکه ولري بل خوی به یې خوښ شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله ﷺ: لاَ يَفْرَك مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَة إِنْ كَرِه مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَر. رواه مسلم
انسان طبعاً ملایکه نه دی چې ټول اخلاق به یې 100% غوره او ښه یي او داسې هم نه ده چې یو انسان دې لکه شیطان 100% کې بداخلاقه او بې خیره یي. که کوم انسان کومې بداخلاقۍ ولري هغه دې له نظره وغورځول شي او سترګې دې پرې پټې شي، ځکه هغه حتماً ښه اخلاق هم لري او هغه ښو اخلاقو ته دې وکتل شي. دا چلند حدیث کې هم بیان شوی او دا چلند عادلانه دی. په ځانګړې توګه د کورني_ژوند لپاره دا چلند لازمي دی.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
