تر ټولو لوړ درجه اخلاق
د رسول الله ﷺ خاص خادم انس بن مالک رضې الله عنه وایي: زه له رسول الله ﷺ سره روان وم، هغه نجراني څادر اغوستی و، چې هغه ډېر سخت او زیږ و، لاره کې عرب کوچي ورته راغی، هغه له څادره ونیو او د ځان لور ته یې په سختې سره ورڅنډ واهه، ما چې ورته وکتل د کوچي په سخت څنډ وهلو سره د څادره سختې څنډې د رسول الله ﷺ په غاړه کې نښه کړې وه! بیا کوچي ورته وویل: محمده! ستا سره چې د غنیمت کوم مال دی له هغه نه څه شی ماته راکړه. رسول الله ﷺ چې هغه ته وکتل ورته ویې خندل او چا ته یې امر وکړ چې ده ته د غنیمت له ماله څه ورکړي. متفق عليه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
