د منافقت پټولو هڅې
په زړه پورې ښایسته کیسه
کورته ننوت، چې ویې کتل ښځې یې ژړل، ده په مینه وپوښتله چې ولې ژاړې؟ هغې په ژړا ژړا کې ورته وویل: د کور ونه کې مرغۍ ناستې یي، زه چې کور کې بې #حجابه ګرځم هغه مې ویني، وېریږم چې دې کې به ګناه یي! مېړه یې زړه کې خوشالې احساس کړه، هغه یې د سترګو منځ کې ښکول کړه، د هغې عفت، سپېڅلتیا او پاکې یې وستایله، تبر یې راواخیست او ونه یې په دا بېخ کې ووهله.
څه وخت وروسته له کاره لیږ وختي راغی، چې کتل یې ښځه یې د خپل عاشق او ملګري په غېږ کې ویده او پرته وه!! سړي نور څه ونه کړل، له کوره یې د ضرورت مهم سامان ورواخیست او له خپل ښاره وتښتید. څه وخت وروسته یوه لېري ښار ته ورسید، هلته یې خلک ولیدل چې د پاچا د ماڼۍ خواته رایوځای شوي دي، پوښتنه یې وکړه چې دا څه چل دی؟ چا ورته وویل چې د پاچا خزانه غلا شوې ده.
دی لا هلته ولاړ و، یو سړی یې ولید چې د ګوتو پر څوکو روان و! پوښتنه یې وکړه چې دا لا څوک دی؟! ورته وویل شول دا د دې ښار ستر شیخ دی، د ګوتو په څوکو ځکه روان دی چې وایي هسې نه مېږیان تر پښو لاندې کړم نو ګناهګار به شم!
سړي خلکو ته وویل: په الله مې قسم ما د پاچا د خزانې غل پیدا کړ، ما پاچا ته ورسوئ چې غل وروښیم، پاچا ته چې ورغی ورته ویې ویل: پاچا صیب! ستا د خزانې غل ستاسو د ښار شیخ دی، که هغه نه و؛ زما سر ووهئ! پولیسو دستې شیخ راوست، ، له پلټنو وروسته شیخ د غلا اعتراف وکړ! پاچا سړي ته وویل: څنګه دې شیخ وپېژاند چې هغه غل دی؟! سړي ورته وویل: کله چې د فضیلت خبرې له مبالغې ډکې یي؛ پوهه شه چې په هغو سره د کوم جرم پټولو هڅه کیږي.
ځینې خلک موږ وینو چې په مبالغه او افراط سره د فضیلت او ښه سړیتوب ثابتولو خبرې کوي، خو په حقیقت کې هغوی د منافقت پټولو هڅې کوي! او متاسفانه اکثره ساده او تشذهنه خلک پرې دوکه کیږي. نو یارانو دا زموږ کیسه کلکه غوږونو کې ونیسئ او د هر چا په خوږو او پستو خبرو دستې باور مه کوئ. اتې مو خوښه خپله.
