بې لارې خلکو سره د عمر چلند
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته به د شام یو سړی راتلی، څه موده رانغی، هغه یې چا نه پوښتنه وکړه، ورته وویل شول: هغه بدل شوی (ګمراه او بېلارې شوی) عمر هغه ته لیک ولیکی، چې هغه کې یې وعظ او نصیخت ورته لیکلی و. کله چې هغه ته د عمر رضي الله عنه لیک ورسید هغه په ژړا شو او له خپلې ګمراهۍ توبه ګار شو.
نو عمر د خپل مجلس خلکو ته وویل: خپلو وروڼو سره داسې چلند کوئ، کله چې ستاسو کوم ورور وښویېږي؛ لارې ته یې برابر کړئ، الله نه دعا ورته وغواړئ چې د توبې توفیق ورکړی. د هغه پر ضد د شیطان ملګرتیا مه کوئ. حلية الأولياء 97/4
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
