No-IMG

وطنپرستي!

    فرانس نه د برتانیه لور ته روان رېل ګاډي کې ناستې فرنسوۍ مېرمنې څنګ ته یو پرنګی کېناست، پرنګي ته مېرمن وارخطا غونده ښکاره شوه او د وارخطایي  د لامل پوښتنه یې ورنه وکړه، هغې وویل: زما سره (10000) ډالر دي او دومره ډالر حکومت بهر ته نه پریږدي، پرنګي ورته وویل: (5000) ما ته راکړه او ستا ادرس هم راکړه چې هلته یې درته ورسوم. ښځې همداسې وکړل.

    کله چې رېل ګاډی د تلاشي ځای ته ورسید، پولیسو مېرمن وکتله او څه یې ورته ونه ویل، خو پرنګي کاپر په پولیسو غږ وکړ چې دې ښځې سره (10000) زره ډالر دي او له ده سره د وېش کیسه یې ورته وکړه او زیاته یې کړه چې زه له وطن سره، نه خپله خیانت کوم او نه بل خاین خوښوم او نه یې مرسته کوم. پولیسو له ښځې نه ټول ډالر واخیستل او ویې نیول او له پرنګي نه یې مننه وکړه.

    دوه درۍ شپې وروسته پرنګی د فرنسوۍ مېرمنې په ادرس د هغې کور ته ورغی او دروازه یې وروټکوله، ښځه چې راووتله او هغه یې ولید، له قهره ورته سره او شنه شوه او پرې چیغه یې کړه: ظالمه تا زما سره ولې دومره زیاتی وکړ؟! خو پرنګي سمدستي جېب ته لاس کړ او هغې ته یې (15000) ډالر ونیول! هغه حیرانه شوه، ول دا څه دي؟! پرنګي ورته وویل: لس زره ستا خپل او پنځه زره زما له خوا د انعام په توګه ومنه او هغه زیاته کړه: ستا سره مې د پولیسو مخکې هغه چل ځکه وکړ چې زما په لاسي بکس کې دری میلیونه ډالر وو او په دې توګه مې د پولیسو پام ستا لور ته واړوه.

    پایله: د دې پرنګي په څېر د وطنپرستي او صداقت! ځینې نارې وهونکي په حقیقت کې ترټولو ستر غله وي، متاسفانه داسې دروغژن وطنپرستان او ډالري غله په دریمه نړۍ کې بېخي زیات دي او د خپل هیواد خو تاسو ته پته شته چې څومره دي؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک