د حامد افغان لیکنی

ترټولو ډېر غمژن

     هغه د اوو اولادونو پلار و، دری زامن او څلور لوڼه. لومړی زوی یې څو میاستې باندې دوه کلنۍ کې مړ شو. دویم زوی یې د یونیم کال په عمر ومړ. دریم زوی یې د اوولسو میاشتو عمر یعني تیخورګۍ کې مړ شو...      اوله لور یې چې واده کړه، په اته ویشت کلنۍ کې مړه شوه. دویمه لور یې چې واده کړه په یوویشت کلنۍ کې مړه شوه. دریمه لور یې چې واده کړه په اوویشت کلنۍ کې مړه شوه.      یعني له اوو نارینه او ښځینه اولادونو نه یې شپږ د ده په ژوند کې وفات شول، یواځې یوه یې د ده له وفات وروسته وفات شوه. چې هغه فاطمه رضي الله عنها وه! صلى الله عليه وسلم. د یوه عرب ملګري له وال نه      رسول الله صل...
نور ولوله

امر بالمعروف کې نرمي

     ابو هریره رضي الله عنه وايي : عرب کوچي جومات کې بولې وکړې ، خلک دستي هغه ته ورولاړ شول چې بد رد ورته ووايي ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : مه یې منعه کوئ ( پریږدئ یې چې بولې وکړي) او د ده پر بولو د اوبو یوه سلواغه تشه کړئ ، یا د اوبو بوکې ، تاسو اساني کوونکي رالیږل شوي یئ ، سختي کوونکي نه یئ رالیږل شوي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: بال أعرابي في المسجد، فقام الناس إليه ليقعوا فيه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : دعوه، وأريقوا على بوله سَجْلاً من ماء، أو ذَنوباً من ماءِ، فإنما بعثتم ميسرين ولم تبعثوا معسرين.  رواه البخاري.      اعرابي چې جمعه یې اعراب راځي سهرا مېشتو عربو ته وايي ، هغوی کې ناپوهي زیاته وي او په ډېرو انسان...
نور ولوله

د سیکولرانو حساسيتونه او بغاوتونه

1-ویل کیږي سیکولر ځانګړو وختونو کې د خاصو شیانو په یادونه ټینګار کوي: د لوی اختر شپو ورځو کې د څارویو د حقوقو یادونه. د جومات جوړولو پر مهال د روغتونونو او پوهنتونونو یادونه. د حجاب او میراث موضوع کې د ښځو د حقوقو یادونه. د حج او عمرې په وخت د وږیو او غریبانو یادونه او روژه کې د مریض او روغتیا یادونه. خبره سپینه ده چې اصلي او ارموخه یې له دې دیني عباداتو سره حساسیت دی. 2-په دې هم پوه شئ چې سیکولر د سیک، هندو، یهودي وغيره له ږیري سره هیڅ ستونزه نه لري، یواځې د مسلمان له ږيرې سره پرېمانه مشکلات لري. لکه د یهودو له حجاب سره چې ستونزه نه لري او په اړه یې چوپ وي، خو د مسلمانو مېرمنو پر حجاب پرېمانه انتقادونه او نيوکې لري. په تاریخ یې لیکنې کوي او په شرعي دلایلو یې نیوکې کوي. دلته هم ارموخه له ...
نور ولوله

د ایمان قبلیدا دوه نښې

لومړۍ : د مرګ په مهال د شهادت کلمه ویل د ایمان تېرولو او ایمان د قبلیدا دلیل او نښه ده. حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي : د چا چې وروستۍ خبره "لا إله إلا الله" وي؛ هغه به جنت ته ننوځي. قال رسول ﷺ : من كان آخر كلامه لا إله إلا الله دخل الجنة. رواه الحاکم دویمه :  په داسې حالت کې مرګ چې تندی یې خولې وي، حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي : مومن په داسې حالت کې مري چې پر تندي به یې خولې وي. قال رسول اللهﷺ : موت المؤمن بعرق الجبين. رواه أحمد والترمذي      ځیني شارحین بیا د دې حدیث په اړه وایي چې دې کې د مومن د ژوند سختيو ته نغوته او اشاره ده، هغه داسې چې د حلالې روژې ګټلو له سختیو سره په دین عمل او په دقت او توجه سره دیني مکلفیتونه ترسره کول د مومن ژوند سختوی او له دې س...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک