انسان جوړونه
یوې ښوونکې به خپل شاګرد ته داسې نه ویل چې ستا ځواب غلط دی! بلکې هغې به ورته ویل: "صحي ځواب ته نږدې شوی یې" تر دې بیا د یوه بل ښوونکي چلند لا په زړه پورې و! هغه به خپل شاګرد ته ویل: "ځواب مو صحي دی، خو د دې پوښتنې لپاره نه!"
د انسان زړه بېخې باریک شی دی، په تېره بیا د کشرانو او ماشومانو، ځینې الفاظ لکه کاڼي زړنه غوټ ماتوي، موږ باید عام چلند کې نرم او خواږه ژبي واوسو. خصوصاً استاد او ښوونکی/ښوونکې باید خپلو الفاظو او عباراتو ته زیات متوجه وي، د دوی کار (انسان جوړونه) اسانه کار نه دی، بلکې تر ټولو سخت کار دی، په دې کار کې زموږ کمه بریا ... هم زیاته مهمه ده. ځکه موږ دې کار کې ډېر وروسته پاتې یو.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
