د حامد افغان لیکنی
که زده کړې مو ودريدې هېواد مو نړيدی
د موریټیوس (Mauritius) په نوم یو کوچنی افریقایي هیواد درپیژنم، په دې هیواد کې له ابتدایي زده کړو نیولې ان تر لوړو زده کړو پوري ټولې زده کړې حکومت خلکو ته وړیا برابروي، له ماشومانو تر لویانو ټول محصلین دولت پخپلو ترانسپورتي وسایلو کې له کورونو تر ښوونځیو او بېرته کورونو ته رسوي. موریټیوس د افریقا ترټولو شتمن هیواد دی، هلته له تعلیم سره صحت او روغتیا هم د ټولو هیوادوالو لپاره وړیا دي، ان د زړه د مختلفو ناروغۍو ګران بیه علاج هم دولت ټول ولس ته وړیا برابروي.
د موریټیوس هر وګړي عائد (19600$) دي، د دې هیواد 90% وکړي خپل کورونه لري او هلته د ځمکې او تعمیراتي موادو نرخونه ډېر ارزانه دي. دا هیواد افریقایي هیوادونو کې تر ټوبو شتمن ه...
نور ولوله
د مېړه پر خلاف ښځه پارول
رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې مېړه ته د هغه ښځه دوکه کړي؛ هغه زموږ له امت څخه نه دی. "تخبیب" یعني ښځي ته داسې خبرې کول چې هغه د خاوند پر خلاف وپاریږي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ خَبَّبَ امْرَأَةً عَلَى زَوْجِهَا. رواه أبو داود
ښځې ته هره داسې خبره کول چې له مېړه یې خوا بده شي، هغه سره خپه او پر خلاف یې وپاریږي؛ تخبیب او ښځه دوکه کول دي او دا شرعا حرام او ناروا کار دی، متاسفانه دا کار اکثره هغه څوک کوي چې ځان د ښځي خواخوږی ګڼي او ان ځینې کم عقلي مېندې هم په شعوري او ناشعوري توګه دا کار کوي، دا په حقیقت کې د ښځي خواخوږي نه ده، بلکې دا د هغې ژوند او کورنۍ تباه کول دي.
...
نور ولوله
د احتکار حرمت
رسول الله ﷺ فرمایي: له بهر نه سامان راوړونکی تاجر ګټه او روزي ترلاسه کوونکی دی او محتکر (د ګټې لپاره سامان ساتونکی) لعنتي او د الله له رحمته لېري دی. عن ابن عمر أن رسول الله ﷺ قال: الجالب مرزوق، والمحتكر ملعون. رواه ابن ماجة والحاكم والدارمي
بل حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې خوراکي توکي څلوېښت شپې د قیمته کیدلو په نیت وځنډوي؛ نو دی له الله نه بېزاره دی او الله له ده نه بېزاره دي. قال النبي ﷺ: من احتكر الطعام أربعين ليلة فقد برئ من الله، وبرئ الله منه. رواه أحمد والحاكم
د هیواد محترمو خطیبانو صاحبانو نه په درنښت هیله کوم چې سبا د جمعې خُطبې د #احتکار موضوع ته ځانګړې کړي. او فېسبوکیا...
نور ولوله
وچکالي کې د عمر تدابیر
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت زمانه کې په مدینه منوره او شاوخوا کې سخته وچکالي او لوږه رامنځته شوه، دا وچکالي د 17هـ کال وروستۍ او د 18هـ کال د پیل تقریبا نه میاشتې وه، په دې سختو حالاتو کې عمر رضي الله عنه د خلکو د خدمت لپاره له درد او حکمته ډک تدابیر او کارونه ترسره کړی دی، پر خلکو د عمر د زړه سوي، مهرباني او خلکو لپاره دردیدلو په اړه یې مؤرخین لیکي که دا وچکالي یو کال نوره غځیدلې وی عمر به له درد او سختي نه مړ شوی و!!
ولس سره د واکمن مینه، زړه سوی او پر هغو مهرباني د واکمن د شفقت، ژوندي احساس او ویښ ضمیر نښه ده، که د وخت واکمن د "ویښ ضمیر" جوهر ولري هغه حتما د ولس ستونزو او دردونو ته درمل موندلی شي، عمر رضي الله عنه په دې کال د مصر، شام او فلسطین له...
نور ولوله
د رسول الله ﷺ د مینې کیسه او قصیده
عربې شاعرې نه پوښتنه وشوه چې ټولو سړیو کې کوم یې ډېر درته ګران دي؟ هغې ول اووه کسان ډېر زیات راباندې ګران دي، چې هغه مې پلار، ورور، مېړه، زوی، خُسر او لمسی دي. شاعرې د اووم سړي یادونه قصیده کړه، چې زه یې له ژباړې سره راخلم.
دا شپږ یې چې یاد کړل، پر اووم چوپ شوه! غریو ونیوله، په ژړا شوه، د اوبو د سېل غوندې اوښکې یې له سترګو روانې شوې. د خبرو توان یې نه لاره لیږ ځنډ نوره هم چوپ پاتې شوه. موږ ورته وویل: اووم څوک دی، ته خو له هغه نه چوپ شوې؟ هغه د یادولو وړ نه دی؟!
ثم أتتها عبرة فاغرورقت
بالدمع عيناها كسيل ينزل
فأمسكت عن الكلام فترة
يغلبها البكاء ليست تكمل
قلنا لهاوأين صارسابع
وقد سكت...
نور ولوله
واکمنو ته
رسول الله ﷺ د خپل حکومت په زمانه کې یو صحابي معاذ رضي الله عنه یمن ته د والي په حیث ولیږه، هغه ته د څو ګټورو نصیحتونو په لړ کې یې دا نصیحت هم ورته وکړ چې د مظلوم له ښېرا به ځان ساتې، ځکه د مظلوم ښېرا عامه او عادي ښېرا نه ده، د مظلوم ښېرا ته الله تعالی دومره اهمیت ورکړی چې ده ته د رسیدا په لاره کې یې ټول خنډونه او حجابونه ختم کړي دي، مطلب څنګه چې د مظلوم له خولې وځي؛ دستي الله ته رسیږي. یوه بل روایت کې راغلي چې د مظلوم له ښېرا ځانونه ساتئ، ان که دا مظلوم کافر وي هم.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ، فَقَالَ: اتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ؛ فَإِنَّهَا لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَاب...
نور ولوله
ولس سره د عمر رضي الله عنه نرمي
د کومو مېرمنو به چې خاوندان په کور نه وو ، هغوی ته به عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورغی ، دروازه کې به یې سلام ورته وکړ او ورته وبه یې ویل : چا خو به کوم تکليف نه یې درته رسولی، بیا به یې ورته وویل : د کور سامان مو که کم وي/نه وي زه یې له بازاره درته راوړم ، هسې نه ستاسو غلامان/مینځې/هلکان بازار کې څوک خطا کړي. نو هغو مېرمنو به خپلې غلامان/مینځې/هلکان ورسره ولیږل.
عمر رضي الله عنه به بازار ته روان شو، تر شا به ګڼ شمېر غلامان/مینځې/هلکان ورپسې روان وو او ټولو ته به یې پخپله سامانونه واخستل، که هغو مېرمنو کې به چا څه نه لرل هغو ته به یې هر څه پخپله واخیستل او وروبه یې لیږل. الریاض النضره في مناقب العشره للمحب الطبري 316/2
 ...
نور ولوله
د پور معاملې لیکئ
کله چې چا ته پور ورکړئ، یا خپلو کې په پور سودا سره وکړئ؛ نو دا معامله خامخا په یوه کاعذ ولیکئ، خرڅوونکی، اخیستونکی او شاهدان دې نومونه په کې ولیکي او د موضوع اړوند ټول جزئیات دې په تفصیل سره صفا او روښانه توګه ولیکل شي. دا ډول معامله او سودا ان که د زوی و پلار تر منځه وي، د سکنیو وروڼو ترمنځ وي، د هر ډول نږدې خپلوانو او ډېرو خوږو ملګرو تر منځ وي؛ بیا دې هم خپلو کې دا ډول لیکل حتما سره وکړي او هیڅکله دې نه هېروي.
په دې باره کې هیڅ شرم او خجالت په کار نه ده، لکه ومو ویل که دا ډول معامله د هر څومره سره نږدې خلکو تر منځ وي هم، ځکه یو دا شرعي امر دی، قران کریم کې په دې اړه راغلی ایت د قران ترټولو ستر ایت دی، چې په پیل کې یې الله تعالی فرمایي: کله چې تر معل...
نور ولوله
د ترافیکو جرمانه؛ د قانون د احترام په اړه خوندوره کیسه
یو ښوونکی کیسه_کا، خپل موټر کې چرته روان وم، چې د لارې ترافیکو ودرولم، د ترافیکو مدیر زما او د موټر اسناد راشکه واخیستل او په تورو شمسي چشمو کې یې په ځیر ځیر راته کتل... بیا یې په احترامانه او جدي لهجه راته وویل: استاد! د امن پټۍ (seat belt) دې نه دی تړلی ؟! مال هو، متاسفانه، ول د ترافیکو نظام کې دا کار جرمانه لري، مال، هوکې، زه غلط شوی یم، باید جرمانه شم.
هغه د جرمانې پاڼه تیاروله، په دې ترڅ کې یې راته وویل: ته استاد او روزونکی یې؟ مال هو، ول چې زده کوونکی په امتحان کې دوکه وکړي تاسو یې بښئ؟ مال نه، هیڅکله یې نه بښو، د ترافیکو مدیر راته وویل نو څه ورسره کوئ؟ مال قانون پرې نافذوو، په دې وخت کې یې د جرمانې پاڼه راته ونیوله، راته ...
نور ولوله
د یوه عباسي خلیفه حکیمانه پرېکړه
عباسي خلیفة "القادر بالله*" یوه شپه د بغداد ښار کې ګرځیدی، نو د یوه سړي خبرې یې واوریدلي، چې بل ته غږیدی، ول د دې بدمرغه (القادر بالله) پاچاهي به کله ختمیږي، ده خو هیچا ته خیر ونه رسوه. خلیفة خپل خادم ته وویل چې ورشه هغه کس راوله، هغه یې راوست او د ده مخته یې ودروه، خلیفه هغه وپوښتی چې دنده مو څه وه؟ هغه وویل: زه د پخواني حکومت جاسوس وم، د خلکو حالات به مې حکومت او امیرانو ته رسول. خو چې امیر المؤمنین القادر بالله، خلیفه شوی، زموږ کار یې راختم کړی او زموږ معاشونه هم دریدلي دي.
خلیفه هغه ته وویل: ته د ښار نور جاسوسان پېژنې؟ هغه ول هو، خلیفه خپل کاتب راوغوښت او د ښار د ټولو جاسوسانو نومونه یې ورنه ولیکل، سبا یې ټول جاسوسان خپل دربار ته وروغوښتل، ټول...
نور ولوله
واکمنو ته سپینه خبره (ستر جهاد)
واکمنو ته سپینه خبره کول زور غواړي، لیږ نه ډېر غواړي، خو که څوک زړه کې د الله رښتینې وېره ولري او د ولس وګړي د خپلو مېندو او پلرونو، خوېندو او وروڼو او لوڼو او زامنو په څېر وبولي، د هغو درد، کړاو او هره ستونزه خپله او په رښتینې توګه احساس کړي؛ هغه سړی واکمن ته د سپيني خبري زور لري. او هغه کولی شي دا عظیم او ستر جهاد تر سره کړي، ظالم او سرټمبه واکمن ته حقه وینا او سپینه خبره عظیم جهاد دی. إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ. رواه الترمذي.
په دې اړه د اسلام د راشد خلیفه عمر بن الخطاب او معاوية بن ابي سفیان رضي الله عنهم د واکمنۍ د مهال څو په زړه پورې بېلګې راخلم. خدای دې وکړي په یاد یې ولرئ او که چرته اړتی...
نور ولوله
د خپلمنځي خواخوږي نبوي لاره
رسول الله ﷺ فرمایي: د بنو اشعر قوم خلک چې کله په غزا کې غریبان شي، یا یې ښار کې د کورنیو خواړه کم شي، خپل ټول خوراکي توکي په یوه څادر کې یو ځای کړي، بیا یې پخپلو کې په یوه لوښي سره برابر ووېشي، دا خلک زما څخه دي او زه له دوی څخه یم، یعني د دوی دا کار په مکمله توګه په شریعت برابر او زما طریقه ده. عن أبي موسى رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: إن الأشعريين إذا أَرْمَلُوا في الغزو، أو قلَّ طعام عِيَالهم بالمدينة جمعوا ما كان عندهم في ثوب واحد ثم اقتسموه بينهم في إناء واحد بالسويّة، فهم مني وأنا منهم. صحيح البخاري 1/ 307 رقم 2486. صحيح مسلم 4/ 1944 رقم 2500
د حدیث شرحه او ګټې
① اشعریین د بنو الاشعر قبیلې خلک دي، چې د قحطان له سترې قبیلې سره تړاو...
نور ولوله
