د یوه سوداني ځوان خوندوره کیسه
یو عراقي ډاکټر کیسه_کا چې کله عراق کې جګړه پیل شوه خلک د اردن پولو ته په تېښته اړ شول، خو اردنیانو خپلې دروازې د عراقیانو پر مخ وتړلې! هغه و چې الله تعالی خصوصي مرسته وکړه، سودانیانو دری الوتکې راولیږلې او عراقیان یې خپل هیواد ته یوړل، د سودان شمالي ولایتونو کې یې موږ ځای پر ځای کړو، سودانیانو زموږ سره زیاتې مرستې وکړې، نغدې پیسې او کورونه یې راکړل. او نورې پرېمانه مرستې یې راسره وکړې.
عراقی ډاکټر زیاتوي: زه چې پخپلو کوروالو ډاډه شوم، هغوی مې سودان کې پرېښودل او زه امریکا ته ولاړم، دوه کاله وروسته بېرته سودان ته خپلې کورنۍ ته راغلم، یوه ورځ خپل موټر کې ناست وم، یو شپاړلس کلن سودانی ځوان راغی، راته کړه یې: د موټر شیشه دې درته پاکه کړم؟ ځوان ډېر هوښیار او مهذب و، مال هو، پاکه یې کړه، شیشه یې ډېره ښه پاکه کړه، نو ما 20 ډالره ورکړل، ځوان هېښ او حیران پاتې شو! ویې پوښتلم: ایا ته له امریکا راغلی یې؟ مال هو.
ځوان راته وویل: دا نورې شیشې به هم درته پاکې کړم، که د امریکا د پوهنتونونو باره کې څه معلومات راکړې؟ ځوان ډېر دروند او مؤدب و، موټر ته مې راوخیږوه، چې خبرې سره وکړو، مال څو کلن یې؟ ول شپاړلس کلن یم، مال څوم صنف کې یې؟ ول لیسه مې خلاصه کړې ده، زه درسونو او ټولو مضامینو کې ډېر تکړه وم، استادانو څو صنفه مخته کړم.
ځوان ته مې وویل: نو دلته د موټرو شیشو پاکولو کار ولې کوې؟! نو په دردناکه لهجه راته لګیا شو، ول زه دوه کلن وم چې پلار مې مړ شو، مور مې پردیو کورونو کې خلکو ته د ډوډۍ پخولو مزدورې کوي او زه او یوه خور مې بهر کار کوو. ځوان زیاته کړه: اوریدلي مې دي چې امریکایي پوهنتونونه تکړه ځوانانو ته بورسونه ورکوي، نو زه ځکه کار کوم. ځوان ته مې وویل: امریکا کې څوک لرې چې مرسته درسره وکړي؟ ول نه، هیڅوک نه لرم.
عراقی ډاکټر زیاتوي ځوان ته مې وویل: راځه چې هوټل کې ډوډۍ درباندې وخورم؟ هغه راته وویل: په دې شرط درسره ځم چې د موټر شیشې به دې درته پاکوم، مال صحي ده. هوټل ته چې ولاړو هلته یې راته وویل: ما ته زما برخه ډوډۍ راکړه.چې کور ته یې یوسم، هلته به یې زما مور او خور هم راسره وخوري؟ مال بېخې سمه ده، ډوډۍ مو ورکړه او ورته ومې ویل چې ستا د زده کړو اسناد ماته راوړه.
ما کوښښ ورته پیل کړ، لنډه دا چې شپږ میاشتې وروسته یې یوه امریکایي پوهنتون کې قبولي وشوه، هغه ته مې خبر ورکړ، وروسته یې راته وویل: قسم دی، ما، مور او خور مو له خوشالې ښه ډېر وژړل. لنډه به یې وایو، ځوان امریکا کې درسونه پیل کړل، دوه کاله وروسته یې په نیویارک ټایم مجله کې نوم راغی چې دی نويې ټیکنالوژې کې تر ټولو کم عمره ماهر دی! په دې خبره زه او زما کورنۍ زیات خوشاله شوو.
څه وخت وروسته زه خبر هم نه وم، زما مېرمنې د سوداني ځوان مور او خور ته ویزاوې تیارې کړې وې او هغه یې امریکا ته راوستلې، ځوان چې خور او مور ولیدلې له ډېرې خوشالۍ زبون وهلی ودریدی! نه غږیدی شوی او نه یې ژړلی شوی، نږدې وه له ډېرې خوشالې بېهوښه شي.
یوه ورځ زه امریکا کې خپل کور ناست وم، بهر ته چې ووتلم سودانی ځوان مې ولید چې زما په موټر لګیا دی او مینځي یې!! زه یې په دې ناڅاپي لیدلو خوشاله شوم، غېږ کې مې ونیو، مال دا څه کوې؟! ول دکتور صیب ودریږه! ستا موټر مینځم، چې خپل تېر وخت راته یاد شي او ستا ښېګڼې هېرې نه کړم!
دا ځوان اوس امریکا کې د هارورډ پوهنتون مشهور استاد دی او په پروفیسر خالد عمر خالد الدنقلاوي سره یادیږي، چې هلته له عربو او عامو مسلمانانو سره هر وخت مرستې کوي.
پایله: ستا نېکمرغې ستا په لاس کې ده، تل رښتینی، امانتدار او پاکیزه اوسه! یواځې د ځان لپاره مه اوسه، نورو ته هم خیر رسوه، ان که یوې تږې پیشو او تږي سپي ته اوبه ورکول وي هم، وږی انسان مړول، غریب سره مرسته کول، ناپوه پوهول، بېلارې او لار ورکي ته سمه لاره ښودل؛ ټول ستر عملونه دي، په دې کې د دنیا او اخرت ګټې او نېکمرغۍ نغښتې دي. تاسې باور وکړئ چې د لایک، شیر او کمنټ په څېر کوچني عملونه هم نورو ته د خیر رسولو لاره ده، بناءً دا کیسه لایک او شیر کړئ او کمنټ خو لازمې دی.
