No-IMG

د نبوت زمانې چارواکي د ډالۍ اخیستلو کیسه

    د ازد قبیلې یو سړی چې "ابْنُ اللُّتْبِيَّةِ" نومیدی، رسول الله ﷺ د کوم ځای عامل او زکات راټولوونکی مقرر کړ، کله چې بېرته راغی او رسول الله ﷺ حساب ورسره کوه، ده له ځانه سره راوړی سامان دوه ځایه کړی و، یو یې رسول الله ته ورکړ، ورته کړه یې دا ستاسو دی، یعنی د زکات مال دی او هغه بلې برخې ته یې نغوته او اشاره وکړه چې دا ما ته خلکو ډالۍ راکړې دي.

     رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: که دی/ته د پلار یا مور په کور کې ناست وی، ایا خلکو به دا ډالۍ ورکړې وې؟! په هغه ذات مې قسم چې زما سا یې په واک کې ده، هر څوک چې دا ډالۍ اخلي، د قیامت په ورځ به په داسې حالت کې راځي چې دا ډالۍ شوی سامان به یې په اوږو بار وي. که هغه اوښ و غربړې به وهي، که غوا وه رمباړې به وهي او که پسه وي رهیږي به. (زموږ زمانه کې که چا موټر په ډالۍ کې اخیستی وي هغه به یي پر اوږو بار یي او هارنونه به کوي مثلاً...).

    وروسته رسول الله ﷺ خپل دواړه لاسونه پورته کړل، صحابي وایي: دومره یې پورته کړل چې موږ یې د تخرګونو سپینوالی ولید. او ویې فرمایل: یا الله! ما دوی ته دین ورسوه. دری ځله یې دا خبره وکړه. رواه البخاري (6979)، ومسلم (1832).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک