حامد افغان
د حامد افغان لیکنی
د خوب پر مهال څراغونه مړه کړئ
یوه حدیث کې راغلي رسول الله ﷺ فرمایي چې ویده کیږئ څراغونه مړه کړئ، دروازې بندې کړئ، د اوبو د لوښو خولې وتړئ او لوښي کې د پراته خوراک او څښاک سر پټ کړئ. رواه البخاري
دا خبرې په اخرت پورې اړه نه لري، بلکې دا په دنیا پورې تړاو لري، دا خصوصا ستا د کور او ستا د هغې کوټې په اړه نبوي لارښوونې دي چې ته ژوند په کې تېروې. د څراغ وژلو امر ځکه شوی چې هغه مهال یو خلاص لوښی، هغه کې پراته تېل او پلیته؛ څراغ بلل کیده، نو د هغه په اوښتلو سره د اور لګیدا خطره وه. داراز دروازې بندول وغیره ټول حفاظتي ګامونه دي.
باید متوجه شو چې زموږ د وخت څو ډوله بخارۍ ، د برق وسایل وغیره له څراغه سل چنده زیات خطرناک دي! څرنګه چې موږ له دې وسایلو سره محتاط نه...
نور ولوله
مسلمان امت ته د فلسطين اتلانو پیغام
راتلونکي 72 ساعتونه د پلستین او خصوصا غزې لپاره زیات مهم دي، دلته د اسراېلو 200 زره پوځیان مخکې موجود وو، اوس یې 100 زره نور احتیاطي پوځیان هم وګومارل د دې لپاره چې غزه او حmاس په مکمله توګه له منځه یوسي، لا قدر الله.
بناء له ټول مسلمان امت نه غواړو چې زموږ د مجایدینو لپاره لاندې دعا په اجتماعي شکل سره ووایي او په راتلونکي 72 ساعتونو کې 10 ملیون ځله وویل شي.
حَسْبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَ كِيلُ
اللَّهُمَّ إِنَّا نَجْعَلُكَ فِيْ نُحُوْرِهِمْ وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شُرُورِهِمْ
لطفا دا لیکنه په لویه پیمانه
نورو مسلمانانو ته ورسوئ.
...
نور ولوله
د دوو بنو خوندوره کیسه
یوه مېرمن وایي: بن مې له مېړه راباندې ګرانه وه! سره له دې چې هغه پر ما بن راغلې وه او په راتګ یې سخته خپه او غوسه شوې وم، خو بیا هم هغه زما نږدې ملګرې او لکه خور داسې شوه، ډېر ځله ما د هغې په حق کې غلطۍ کړې وې، هغه مې زورولې او کړولې وه، خو هغې هر ځل زه بښلې وم او زما پر تېروتنو یې سترګې پتې کړې وې؛ ځکه هغې غوښتل ژوند وکړي. اخیر زه هم راضي شوم، مال له یوې بلې مو خلاصون نشته، نو جوړه مې ورسره وکړه او سره ملګرې شوو.
مګر متاسفانه ما له هغې سره لا هیڅ ښېګڼه ونه کړه چې د سرطان کرغېړني ناروغۍ ونیولم (الله مو وساته) ، وزن مې ډېر کم شو او وېښتان مې ټول تویه شول! د مېړه مې نفرت رانه کیده، سخت بد چلند یې راسره شرو کړ، ان خبره دېته ورسیده چې د طلاق اراده یې وکړه...
نور ولوله
د بلخ د ابراهیم په زړه پورې کیسه
د بلخ مشهور امام ابراهیم بن ادهم رحمه الله له خپلو شاګردانو سره ناست و، چې د ده یو شاکرد او ملګری په دوی تېر شو، خو دوی ته یې سلام ونه کړ، کوم شاګرد یې ابراهیم ته وویل: ده خو موږ ته روکتل او سلام یې ونه کړ؟!! ابراهیم ورته وویل: شاید غمژن به یي! د ډېر غم پر مهال له سړي ډېر څه هېر شي. لیږ ځنډ وروسته ابراهیم بن ادهم رحمه الله په هغه ملګري پسې ولاړ، بیدا یې کړ او ویې پوښتی چې فلانیه! پر موږ دې سلام ولې ونه کړ؟
شاګرد ورته وویل: ماشوم مې پیدا شوی، په الله مې قسم کور کې مې دومره څه نشته چې مېرمن مې وخوري، نو له کوره د لیوني په رقم راووتلم، ابراهیم له ځان سره د ترجیع کلمه (انا لله وانا ... ) وویله، له ځانه سره یې وویل: سبحان الله! زموږ ملګری دې حالت ته رسیدلی او موږ یې له حاله هم نه یو خ...
نور ولوله
د ایمان راوړلو لاره راښیه!
یوه مسلمانه مېرمن وايي : یوه عیسایۍ مېرمن مې ګاونډۍ وه، څه وخت نښکاریده، بله ورځ یې پوښتنې ته ورغلم، چې ومې لیدله هغه ناروغه وه، ورته ومې ویل : زه به دې په قران دم کړم، موږ مسلمانان چې ناروغان شو په قران سره شفا ترلاسه کوو، هغې راته وویل: له دې مخکې لیږ اوبه راکړه، ځکه ډېره تږې یم، اوبه مې ورکړې، بیا یې راته وویل: لیږ مې دا تکیه راپورته کړه ، نو راپورته مې کړه او کېنستله.
بیا یې وویل: څو ورځې مې څه شي نه دې خوړلي، سخته وږې یم، د مرستې لپاره هیڅوک نه راځي، ورته ومې ویل: زه دستې ډوډۍ درته راوړم، لیږ وروسته مې خوندوره ډوډۍ ورته راوړه، ډوډۍ یې وخوړله او ښه مړه شوه، وروسته مې ورته وویل: اوس به دې په قران دم کړم؟ هغې لیږ ځنډ راته کتل، وروسته یې راته وویل: زه خپلو...
نور ولوله
د عمر او معاذ رضي الله عنهما دلچسپه کیسه
عمر بن الخطاب رضي الله عنه معاذ بن جبل رضي الله عنه، یو ځای ته د زکات راټولولو لپاره ولیږه، هغه د هغه ځای له شتمنو زکات واخیست او پر غریبانو یې تقسیم کړ او د ځان لپاره یې هیڅ شی هم وروانخیستل، د ورتګ پر مهال چې څه ورسره و له هغه شي سره بېرته کورته ولاړ!
معاذ رضي الله عنه چې تش لاسونه کور ته ولاړ مېرمن یې ورته غوسه شوه، ورته ویې ویل: دا ټول زکات راټولوونکي معلوم اجرت اخلي، تا ولې هیڅ شی نه دې اخیستي او نه دې کور ته کومه ډالۍ راوړې ده؟! ده ورته وویل: زما سره یې څارونکی لیږلی و. د معاذ مطلب دا و چې زه الله تعالی څارلم او مېرمني یې دا وفهموله چې ګواکي خلیفة کوم سړی ورسره لیږلی و او د هغه کارونه یې څارل.
نو د معاذ م...
نور ولوله
واکمنو، علماؤ او مشایخو ته
سلیمان بن حنظله رحمه الله وایي : موږ أُبي بن کعب رضي الله عنه ته ورغلو چې خبرې او مجلس ورسره وکړو، د مجلس په پای کې چې کله هغه ولاړ شو موږ هم ورسره ولاړ شوو او له شا ورپسې روان شوو، په دې وخت کې عمر بن الخطاب رضي الله عنه ولیدلو، نو راغی او ابی بن کعب ته یې خپله دُره پورته کړه، هغه يې په دُره واهه، سلیمان وايي ابی په لاسونو له دُرې ځان ساته! او عمر ته یې وویل : اې د مومنانو امیره! څه بد مو کړي دي او څه وکړو؟ عمر ورته وویل : ته نه وینې چې دا خلک درپسې روان دي؟! دا کار د هغه چا لپاره فتنه ده چې خلک ورپسې روان یي او د ورپسې روانو خلکو لپاره سپکاوی دی! (سنن الدارمي، د درة عمر په حواله)
د الفاروق عمر خبره له حکمتونو ډکه ده، رښتیا هم چا پسې چې یو لښکر خلک روان یی...
نور ولوله
له لمانځه غفلت او ځنډول
خپله موضوع کې ښایسته او له زړه وتلې کرښې
د لمانځه ناوخته کیدا په دې د شرم خبره راته ښکاري چې د لمانځه لپاره دا وخت ما نه دی ټاکلی او نه زه د وخت ټاکني وړتیا لرم، د لمانځه لپاره دا وخت هغه ذات ټاکلی چې موږ او ټول مخلوقات یې پیدا کړي دي، هغه مخلوقات چې عظمت، پراخې، ژوروالي، ښکلا، ډېرښت، عجیبه محکموالي، نعمتونو او معجزو ته یې؛ انساني عقل هک پک پاتې کیږي! هماغه ذات زما نه غواړي چې حضور ته یې ودریږم، خبرې ورسره وکړم او زارۍ ورته وکړم.
او زه څه کوم؟ زه ډېر ځله د لمانځه لپاره دا ټاکلی وخت له خپلو نورو چارو وروسته کوم! ان تردې چې لمونځ اخیري وخت ته ورسوم! ان ډېر لږ اهمیته او سپک کارونه هم له لمانځه مخته کړم! الله تعالی زما نه غواړي (سره له دې چې زه د هغو ...
نور ولوله
د عمر رضي الله عنه د عدل یوه نادره کیسه
انس رضي الله عنه روایت کوي چې موږ له عمر رضي الله عنه سره ناست وو، چې د مصر يوه قبطي فریاد ورته وكړ، ده پوښتنه ورنه وکړه ، نو هغه ورته وویل چې عمرو بن العاص رضي الله عنه ( د مصر والي) په مصر کې د اس ځغلونې لوبه کوله، په هغه کې زما اس تر ټولو مخکې شو او دا حالت ټولو خلکو هم ولید ، خو د عمرو بن العاص زوی محمد وویل چې په الله قسم کوم چې دا زما اس دی، اس چې رانږدې شو نو ما هغه وپېژاند او ومې ویل نه په الله قسم چې دا زما اس دی ، په دې سره هغه زه په دورو ووهلم او راته ویې ویل چې ته نه يې خبر چې زه ابن الاکرمین (شریف زاده ) يم.
په دې سره عمر رضي الله عنه هغه ته وویل چې ښه ته کښېنه ! بیا یې عمرو بن العاص ته ولیکل چې کله زما لیک در ورسیږي نو ته او ستا زوی محم...
نور ولوله
دېرش، څلويښت، پنځوس کلنو ته 10 نصیحتونه
▪لومړی نصیحت:
په دې عمر کې باید صحي خواړه وخوړل شي، لکه سبزي، مېوې، شیدې، ماهیان، د مارغانو غوښه. او له خوږو او زیاتو غوړو باید ځان وساتل شي.
▪دویم نصیحت:
اوبه باید ډېرې وڅښل شي، ان که سړی تږی نه یي هم، ځکه بدن کې د اوبو له کمښته خورا زیاتې ناروغۍ رامنځته کیږي.
▪دریم نصیحت :
هره ورځ باید خاما ورزش وکړل شي، که هر څومره زیات او مهم کارونه سړی ولري، بیا هم ورزش لازمي دی، ورزش یعني بدن تحریکول، که په تګ یا لامبو سره یي او یا په نورو معلومو طریقو.
▪څلورم نصیحت :...
نور ولوله
د عثماني والي اسعد پاچا ګټوره کیسه
کیسه_کا د عثماني خ.لافت وتلي امیر د دمشق والي اسعد پاچا (پیدا: 1117هـ) رحمه الله، یو وخت پیسو ته ضرورت شو، ځکه د دمشق ولایت په خزانه کې خورا زیات کمښت رامنځته شوی و، نو مشاورینو یې وړاندیز ورته وکړ چې باید په رخت جوړوړنکو کارخانو زیاته مالیه ولګول شي. اسعد پاچا ورته وویل: له دې مالیې به موږ څومره ګټه ترلاسه کړو؟ هغوی وویل: تقریبا 50/40 کڅوړې سره زر.
اسعد پاچا ورته وویل: دا کارخانې کمه او محدوده ګټه لري، دوی به دومره مالیې له کومه پیدا کوي؟! مشاورینو یې وویل: پاچا سلامت! هغوی کولی شي د خپلو مېرمنو د ګېڼو او سرو زرو خرڅولو له لارو یې پوره کړي! اسعد پاچا ورته وویل: تاسو ورته ګورئ، زه به دا مالیه په ډېره ښه طریقه راټوله کړم.
بله ورځ ا...
نور ولوله
د شیخ امجد الزهاوي نادره!
شیخ امجد الزهاوي (وفاة: 1967م) رحمه الله د عراق مشهور داعي او فقیه عالم و، ده ته الله تعالی عجیبه حافظه ورکړې وه، د بېلګي په توګه ده ته به دا هم یاد و چې فلانۍ مسئله یې څلوېښت کاله پخوا د فلان کتاب، فلان مخ کې لیدلې وه! دی په "أبوحنیفة الصغیر" سره یادیده، د ده په اړه دومره مبالغه هم کیدله چې که فرضاَ حنفي فقه ټوله ختمه شي؛ شیخ الزهاوي به یې له یاده بیرته ولیکي!
د ده په اړه دا ډېره نادره ده چې سره له دومره قوي حافظې سره به له ده نه د خپلو اولادونو، شاګردانو، ملګرو او خپلوانو نومونه هېریدل! چې هر څوک به یې له مجلسه پاڅید؛ نوم به یې ورنه هېر شو! یوه ورځ یې خپل شاګرد طه العلواني ته څه خبره کوله چې د ده خاص او نږدې ملګري شیخ محمود الصواف ته یې ورسوي؛ ...
نور ولوله
