د حامد افغان لیکنی

د معاویه وېښته

    امير المؤمنين معاوية بن ابي سفيان رضي الله عنه وایي: که زما او خلکو ترمنځ یو وېښته وي، هغه نه شي پرې کیدلی! چا ورته کړه: هغه څنګه؟! ده وویل: چې کله یې دوی کشوي زه به یې ورسستوم او چې دوی یې سست کړي زه به یې راکشوم. روضة العقلاء لابن حبان       د مشهور صحابي او د اسلام د تاریخ ستر سیاستوال معاویه رضي الله عنه دا خبره عربي کې په "شعرة معاویه" (د معاویه وېښته) سره مشهوره ده، مطلب دا چې خلکو سره په هر ډول اړیکو کې له حکمت، نرمي او منځلاري نه کار اخیستل په کار دي، له کوره نیولې، ټولنه، سیاست او د ژوند هره برخه کې  باید له نرم او حکیمانه چلند نه کار واخیستل شي.        که مقابل لوری سختي کوي، غوسه...
نور ولوله

د اسلامي او جاهلي نظامونو ترمنځ توپیر

   سوسیالیزم، کمونیزم، پانګوالي او دیکتاتوري نظامونه د وخت جاهلي نظامونه دي، د دې مختلفو نظامونو تعریفونه، پېژندنه، تنقیص او ترجیح بیانول وخت نیسي او درته سختېږي، نو خبره په بېلګه او مثال سره روښانه کوو، چې په اساني سره د عامو، خاصو، ملایانو او عوامو سرونه پر خلاص شي. له لیکنې سره مې د غوا عکس د همدې لپاره راخیستی چې د غوا په بېلګه خبره روښانه کوو او غځوو. سوسیالیزم : د بېلګې په توګه ستا سره دوه غواوې دي، د قانون له مخې به خامخا یوه ستا ګاونډي ته ورکوې او ستا دا یوه غوا به له نورو شل کسانو سره شریکوې، تاسو ټول چې غوا رالوشئ شیدې به حکومت ته ورکوئ او تاسو به هر یو سهار ماښام په کتار کې دریږئ چې خپله ټاکلې برخه ترلاسه کړئ. کمونیزم : مثلاً ته دوه غو...
نور ولوله

له اللهﷻ نه حیا

    سعید بن یزید رضي الله عنه رسول الله ﷺ ته وویل: وصیت راته وکړه؟ هغه ورته وفرمایل: وصیت درته کوم چې له الله تعالی نه داسې شرمیږه لکه د خپل قوم له کوم صالح او دینداري سړي نه چې شرمیږې. عن سعيد بن يزيد أنه قال للنبي ﷺ أوصني، قال ﷺ: أُوصيكَ أن تَستَحي مَنَ اللهِ تعالى كما تَستَحي مِن الرَّجلِ الصَّالِحِ مِن قومِك. رواه أحمد في الزهد (٤٦)، والبيهقي في شعب الأيمان ( ٦/١٤٥)     امام ابو سليمان الداراني رحمه الله خپل شاګرد ته وویل: دا یوه خبره مې راسره ومنه، دا خبر مه پریږده او مه ورنه غافله کیږه، هغه دا چې څوک له الله جل جلاله نه هر وخت، په هر حالت او ټولو کړنو کې حیا او شرم کوي؛ هغه به الله تعالی د ولیانو مقام ته رسوي. تهذيب الكمال (١/١٢٤...
نور ولوله

د یواځېتوب احساس

    برټرینډ رسل په (800) مخونو کې یو کتاب لیکلی، چې د غربي فلسفې تاریخ (History of western philosopy) نومیږي. دې کتاب کې هغه یوه پوښتنه رامنځته کړې، هغه دا چې انسان په فلسفي پېچلیو موضوعاتو د څه لپاره بوخت یي؟ د ژوند حقیقت څه دی او د مخلوقاتو تخلیق څه ډول توجیه کیږي، په دې پوښتنو کې زرهاؤ کلونه کیږي چې انساني دماغ بوخت دي، نو په دې نه حل کیدونکو پوښتنو کې انسان ولې بوخت اوسي او څه اړتیا ده؟     دې پوښتنې ته په ځواب کې برټرینډ رسل لیکي: دا په حقیقت کې د کَوْني یواځېتوب وېره او دهشت (Terror of Cosmic Loneliness) ده، چې انسان دا ډول فلسفي هڅو ته محبوروي. ( د غربي فلسفې تاریخ:14). یعني انسان په دې نړۍ کې فطرةً ځان یواځې احساسوي او د دې یواځ...
نور ولوله

دری ښه انسان پېژندونکي

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وایي: دری کسان ترټولو زیات هوښیار او ښه انسان پېژندونکي دي: 1-د مصر پاچا (العزیز) چې خپلې ښځې ته یې د یوسف علیه السلام په اړه وویل: دى په ښه شان وساته، لیري نه ده چي دى زموږ لپاره ګټور ثابت شي يا موږ دى په زوی توب ونيسو. أَكْرِمِى مَثْوٰىهُ عَسٰىٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًا ۚ. [سُوۡرَةُ یُوسُف : 21] 2-د شعیب لور چې خپل پلار ته یې د موسی علیه السلام په اړه وویل: اې پلاره! ده ته مزدوري ورکړه. يٰٓأَبَتِ اسْتَـْٔجِرْهُ ۖ . [سُوۡرَةُ القَصَص : 26]. چې بیا یې پلار موسی علیه السلام ته په نکاح ورکړه. 3-دریم ډېر هوښیار او ښه انسان پېژندونکی ابوبکر صدیق رضي الله عنه دی، چې له ځانه وروسته ...
نور ولوله

پرنګي واکمنو ته د مصري عالم سپینې

   کال (2005م) کې د لندن په میټرو او څو نورو ځایونو کې خطرناکې چاودنې وشوې، چې ګڼ شمېر خلک په کې مړه او ټپیان شول، له دې چاودنو څه موده وروسته د برتانیې حکومت د مصر له الازهر جامعې نه یوه ډله علماء او مشایخ وروغوښتل چې دوی کې د مصر وتلی عالم دکتور زغلول النحار هم و. دا علماء د برتانیې د خارجه وزارت په رسمي بلنه غوښتل شوي وو، دوی د دې لپاره وغوښتل شول چې وپوښتل شي برتانیه کې دا ډول بریدونه ولې وشول او ایا اسلام دا ډول بریدونه خوښوي او تایدوي؟!     هلته ورغلیو مصري شیخانو او علماؤ ټولو هر یوه پخپل نوبت خبرې وکړې او ټولو په ټینګار سره وویل چې اسلام د رحمت دین دی، اسلام له دا ډول تروریزم او ترهګري نه بېزاره دی، اسلام دا ډول ورانۍ او وېجاړی نه تایدوي، دا د ګوتشمېر کسا...
نور ولوله

په نرمه خلک پوهول

    په سختي او ترخه ژبه څوک له ګناه منعه کول، یا چا ته غلطي ورښودل؛ پخپله یوه غلطي ده او په غلطه طریقه اصلاح او سمون رامنځته کول سره له دې چې بې اغېزه دی بلکې ډېر ستونزمن کار دی، په ځانګړې توګه دا کار افغاني ټولنه کې د خیر او ښو رسولو پر ځای ځان ته سرخوږی پیدا کول دي. لاندې روایت کې د یوه مشهور صحابي له چلنده یې زده کړئ.     د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما خوا ته یوه سړي لمونځ کوه، د ورځې یې په لوړ اواز تلاوت کوه، ابن عمر ته ناستو کسانو کې یوه وويل: دې احمق ته وګورئ، په لمانځه نه پوهیږي، ابن عمر ورته وویل: ښایي ته نه پوهیږې، یو څوک قران وایي او ته وایې هغه نه پوهیږي؟! هغه سړي چې لمونځ وکړ ابن عمر راوغوښت او ورته ویې ویل: د ورځې لمانځه کې قران ورو تلاوت کیږي....
نور ولوله

بې اولاده سړي ته نبوي لارښوونه

    جابر رضي الله عنه وایي: د انصارو یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی، ویې ویل: یا رسول الله! بېخې مې زوی نه دی په نصیب شوی او نه زوی لرم. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نو ته ډېر استغفار (استغفر الله) ولې نه وایې او ډېر خیراتونه ولې نه کوې؟! په دې هر یوه سره (اولاد) ورکول کیږي. راوي وایي: دې سړي ډېر خیراتونه کول او استغفار یې ډېر ویلې، جابر وایي: د دې سړي نه زامن پیدا شول.     عن جابر بن عبد الله رضي الله تعالى عنهما: أنه جاء رجل من الأنصار إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله! ما رزقت ولداً قط، ولا ولد لي، قال صلى الله عليه وسلم: "فأين أنت من كثرة الاستغفار؛ وكثرة الصدقة ترزق بها" قال: فكان الرجل يكثر الصدقة، ويكثر الاستغفار، قال جابر: فولد له تس...
نور ولوله

د مستشرقینو د منافقت یوه بېلګه

    مستشرقینو د اسلامي تاریخ په سترو شخصیتونو کې خامخا خپل منافقت ښکاره کړی او د هغوی د بدنامه کولو په اړه یې له دجل او منافقته کار اخیستی. لکه د عباسي خلیفه هارون الرشید رحمه الله د اسراف او بد خرڅي په اړه یې یو ځای لیکلي: د هغه په دسترخان به د یوه کوچني لوښي خوړو قیمت دوه سوه درهمه و! اوس دا کیسه دوی همدومره راخیستې ده او اصلاً دا کیسه مشهور مسلمان مؤرخ المسعودي داسې راخیستې ده:     هارون الرشید د خپل ماما کره میلمه شو، هغه مختلف خوراکونه ورته تیار کړل، په دسترخوان یوه کوچني لوښې کې وړه وړه غوښه ایښې وه ده پوښتنه وکړه دا د څه شي غوښه ده؟ اشپز ورته وویل: دا غوښه نه ده، دا د ماهيانو ژبې دي! چې د قیمت پوښتنه یې وکړه، اشپز وویل: دوه سوه درهمه! هارون الرشید ورته...
نور ولوله

د غریب قرباني!

د قربانۍ قیمتي او ښایسته پسه یې خپل مزدور ته ورکړ چې د بر کلي فلاني غریب ته یې وروله، مزدور ته یې په ټینګار سره وویل که یې پوښتنه درنه وکړه چې پسه چا رالیږلی، نو زما نوم مه ورته اخله، ورته وا یوه د خیر سړي درته رالیږلی. سبا یې هغه غریب د مال په مېله کې ولید چې هغه د ده پسه ورسره دی، خرڅوي یې! ده له روغبړ وروسته د پسه په اړه وپوښتی، هغه ورته کړه دا کوم د خیر سړي رالیږلی دی، ده ورته وویل نو ولې یې خرڅوې؟! هغه سم ځواب نه ورکوه، خو د ده په ټینګار سره یې ورته وویل: د دې لپاره یې خرڅوم چې دا ډېر قیمتي پسه دی، د ده په پیسو دوه برابر پسونه اخلم، یو مې زما یوه ګاونډي ته ورکوم چې هغه هم ډېر غریب دی!! الله تعالی دې موږ کې داسې بې ریا شتمن او داسې اخلاصمن غریبان پیدا...
نور ولوله

احده! ثابت اوسه!

     انس رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ، یوه ورځ د احد غره ته وخوت، ابو بکر، عمر او عثمان هم ورسره وو، نو د احد غر ولړزیدی، رسول الله ﷺ احد غره ته وفرمایل: احده! ثابت اوسه! ځکه پر تا نبي، صدیق او دوه شهیدان ولاړ دي. عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهُ قَالَ أنَّ النَّبيَّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ صَعِدَ أُحُدًا، وأَبُو بَكْرٍ، وعُمَرُ، وعُثْمَانُ، فَرَجَفَ بهِمْ، فَقَالَ: اثْبُتْ أُحُدُ؛ فإنَّما عَلَيْكَ نَبِيٌّ، وصِدِّيقٌ، وشَهِيدَانِ. رواه البخاري     فإنَّما عَلَيْكَ نَبِيٌّ... : نبي، ځان ښیي. صدیق، ابوبکر ښیي او له دوو شهیدانو مراد عمر او عثمان دي، ځکه هغوی دواړه وروسته مظلومان شهیدان شول، صلی الله علیه وسلم ورضي الله عنهم. حدیث کې د رسول الله معجزه او د عمر او عثمان د شهاد...
نور ولوله

د یوه باز کیسه

کیسه_کا یوه پاچا ته چا دوه ښایسته بازان ډالۍ کړل، هغه د بازانو مشهور روزونکي ته وسپارل چې روږدي یې کړي. څو میاشتې وروسته د بازانو روزونکي پاچا ته وویل چې یو باز د اسمان په څنډو کې ښایسته او په زړه پورې الوت کوي او دا بل چې الوت ته پرېږدم څنګ ته ونې ته ورشي او هلته د ونې پر یوه خاښ کېني او چې هر څه پرې وکړم له هغه ځایه نه ښوري!      پاچا د هیواد له مختلفو سیمو ډاکټران او د مارغانو مختلف ماهرین راوغوښتل، څو د دې باز په اړه څه وکړي، خو هغوی ټولو ونه کړی شوی چې دا باز والوزوي. پاچا له ډېرو سوچونو وروسته خپلو کسانو ته وویل: ولاړ شئ، له کلیوالو سیمو کوم هوښیار بزګر راولئ او هغه یې راوست، هغه ته یې د باز ستونزه وویله، هغه ورته وویل زه یې نن شپه ګورم. سهار چې پاچا راپورته شو، ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک