د یوې صربۍ پېغلې تجربه
مارینا ابراموفیچ یوه صربۍ پېغله ده، هغې په کال 1974م کې د یوې نادرې تجربې تر سره کولو اراده وکړه، دې غوښتل په دې تجربه سره معلومه کړي چې کله انسان مطلقه او بې قیده ازادې ترلاسه کړي؛ نو څه کوي؟ د هغې تجربه داسې وه چې دې یو ځای وټاکه، هلته یې پر یوه مېز مختلف شیان کېښودل، لکه چاړه، توفنګجه، ګلان، ازغي او نور مختلف شیان. نوموړې پېغله د دې مېز خواته ودریدله او خلکو ته یې کړه چې دا به د دې مېز خواته پوره شپږ ساعته ولاړه وي، هیڅ حرکت به نه کوي او هر څوک چې هر څه ورسره کوي/ورته وایی دا به یې مقابل کې هیڅ ډول غبرګون نه ښیي.
پیل کې خبره څه سمه روانه وه، د عامو خلکو چلند ارام و، څوک به یې مخته ودریدل، ورته کتل به یې، خو دا ارام حالت ډېر دوام ونه کړ. کله چې خلک یقیني شول چې دا په رښتیا هم د دوی د هر ډول کړونو مقابل کې هیڅ ډول غبرګون نه ښیي؛ نو دلته د خلک چلند بدل او ان خطرناک شو! څوک راولاړ شول د هغې جامې یې وڅیرلې، ځینو په نوکانو چیچله، چا یې پر بدن ازغي منډل، ان یوه کس خو هغه توفنګچه ورواخیستله او د هغې په سر یې ونیوله! او ځینو خو خبره دومره سپکې ته ورسوله چې جنسي حرکتونه یې ورسره پیل کړل. کله چې شپږ ساعته پوره شول او مارینا له خپل ځایه وښوریدله، خلک په تېښته شول، ځکه هغوی د دې له غبرګونه ویریدل.
په دې تجربه سره مارینا دا خبر ثابته کړه چې د هر عمر، توکم، نسل، قوم، ګروهې او فکر انسان ته چې مکمله ازادې او موکه په لاس ورشي؛ هر ډول بده کړنه او فساد تر سره کوي. په دې سره باید اقرار وکړو چې بشریت باید تر پیاوړې سلطې او ولکې لاندې واوسي او دا چې د بشر ازادې حتما باید د یوه قانون او نظام له خوا کنترول شي. زموږ خلک اوږده موده کله بې نظامه پاتې شوي، کله په شلیدلي نظام کې اوسیدلي او ډېر وخت د ظالمو نظامونو له سلطې لاندې پاتې شوي. نو داسې نظام ورته په کار ده چې عمري دُره او عدل دواړه ولري.
