د حامد افغان لیکنی

مکرر ست کول

    مېلمنو سره د رسول الله ﷺ چلند کې دا خبره هم روایت شوې ده، لکه د عامو سخیان په ډول، ده به مېلمه ته یو شی په مکرره توګه وړاندې کوه او تکراراً به یې ورته ویل: وخوره،  وخوره! لکه امام البخاري رحمه الله چې د ابو هریرة رضي الله "د شیدو څښلو کیسه" کې راخلي، چې رسول الله ﷺ هغه ته په مکرره توګه وایي: وڅښه! وڅښه! تر دې چې ابو هریرة ورته وایي: په هغه ذات مې قسم چې ته یې په حقه پیغمبر رالیږلی یې؛ نور ځای نشته! زادالمعاد ٢/٣٦٩      مکرر ست کول، عربو کې، خصوصاً سعودیانو کې ډېر زیات ده، په دسترخوان به قسمونه درته کوي: ولا به یې وخورې، ما قسم کړی، وغیره، داراز هوټلونو کې سم د یوه بل لستوڼي سره څیري. زموږ افغانانو کې هم مکرر ست شته، خصوصا زموږ کوچي مزاجه خلکو او کوچیانو کې د...
نور ولوله

د بیت الله د حجابت مسؤلیت

    مکي دوره کې یو وخت د مشرکانو مشران کعبې ته ننوتل، رسول الله ﷺ هم نیت وکړ چې ورسره ننوځي، خو د کعبې سادن او حاجب عثمان بن طلحة هغه ته اجازه ورنه کړه او بېرته یې وګرځوه! رسول الله هغه ته وویل: عثمان! یو وخت به د کعبې کیلیانې زما سره یي، چې هر چا ته مې غوښه شي ورکوم به یې. د رسول الله ﷺ دا خبره کره وختله، د مکې د فتحې شپې رانږدې شوې.    اخیر د مکې مکرمې د فتحې ورځ راغله، رسول الله ﷺ مکې ته راغی، د کعبې کیلیانې یې راوغوښتلې، عثمان ورته راوړې، چې د بیت الله کیلې یې ورکوله عباس یا علي رضي الله عنهما ورته وویل: یا رسول الله! کیلې موږ ته راکړه، چې سقایة او حجابة دواړه زموږ سره شي. خو رسول الله ورنه کړه. چې کعبې ته ننوت دننه یې لمونځ وکړ او بېرته راووت، نو عثمان یې راو...
نور ولوله

وطن جوړونه

     ښارونه ابادول او ځمکه کې د اوسیدا لپاره ودانۍ جوړول، الله ﷻ ته مطلوب کار دی، قران کریم وایي الله تعالی تاسو له ځمکې پنځولي یئ او تاسو یې ځمکه کې اباد کړي یئ، ستاسو نه د ځمکې ابادول، ودانول او تعمیرول غواړي. (وَ اسْتَعْمَرَکُمْ فِیْهَا)، د دې لپاره الله تعالی د انسان پنځ او طبیعت کې د وطن مینه پیدا کړې ده. چې د دې مینې له برکته خپل وطن او هیواد جوړ کړي.     لکه دا خبره د امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه په یوه وینا کې په ښکاره ټکو بیان شوې ده، هغه وایي: د وطن د میني له برکته الله ﷻ ښارونه اباد کړي دي. (الرسائل للجاحظ: 1/160) ځانګړې یادونه: لطفاً علماء کرام، پوهان او لیکوالان دې دې لورته ځانګړې توجه وکړي او په ...
نور ولوله

د سيد قطب رحمه الله د شهادت په مناسبت

29 اګست     په دې ورځ د مصر واکمن جمال عبد الناصر په سید قطب باندې د اعدام حکم وکړ، د هغه وخت د اسلامي نړۍ ځیني واکمنو لکه د سعودي ملک فیصل، د عراق عبدالسلام عارف، او د الجزائر هواري بومدین جمال عبد الناصر ته سپارښتنه وکړه چې سید قطب اعدام نه کړي، جمال ناصر وویل موږ به هغه ته په دې شرط بښنه کوو چې دی له خپلو افکارو او کتابونو توبه ګار شي،  خو سید قطب وویل: ما چې د الله لپاره کوم کار کړی دی له هغه نه بېزاره کیږم او هغه یې په کال 1966هـ په همدې ورځ 29اګست اعدام کړ. الله دې جنتونه نصیب کړي.     د ترکیې مشهور داعي او عالم صالح أوزجان وایي: ملک فیصل ته ورننوتلم، هغه مې چې ولید له سترګو یې اوښکې روانې وې او ژړل یې، زه تعجب شوم ...
نور ولوله

د ابو ذر وظیفه غوښتنه

   په رسول الله ﷺ ډېر ګران صحابي ابو ذر رضي الله عنه له رسو الله نه د ځان لپاره د وظیفې غوښتنې کیسه کوي او وایي: مال کومه وظیفه او دنده نه راکوې؟ هغه پخپل لاس په ولیو کې ووهلم او راته کړه یې: ابو ذره! ته کمزوری یې او وظیفه او دنده امانت ده او دا د اخرت په ورځ شرمندګي او پښېمانې ده، مګر د هغه چا لپاره نه ده چې د دندې حقوق پوره کړي او د ده چې کوم مسؤلیت یې هغه په سمه توګه ترسره کړي. (رواه مسلم رقم: 3404).     د مسلم بل روایت کې راغلي رسول الله ﷺ ابو ذر ته وفرمایل: ابو ذره! ته ما ته کمزوری ښکارې او زه ستا لپاره هغه څه خوښوم چې ځان ته یې خوښوم، ته هیڅکله د دوو کسان لپاره هم مه امیر کیږه او مه د یتیم د شتمنې سرپرستې کوه. ابو ذر رضي الله عنه څنګه کمزوری و؟! هغه چې مکه ک...
نور ولوله

د نېکمرغې شپږ حالات

شپږ داسې حالات قران کریم بیان کړي دي چې له هغو سره هیڅکله شقاوت او بدمرغې نه يوځای کیږي، یعني که څوک دا شپږ حالات غوره کړي هغوی به خامخا نېکمرغه وی او په دنیا او اخرت کې به سوکاله او خوشاله وي. الله دې موږ و تاسو ته توفیق راکړي چې دا شپږ حالتونه خپل کړو او له بدمرغې ځانونه وژغورو. ① له مور سره نېکې، یو انسان چې مور او طبعاً پلار سره نېکې کوي هغه په داسې حالت کې قرار لري چې هیڅکله به شقاوت او بدمرغې ونه ویني، عیسی علیه السلام فرمایی: زه یې جابر او بدمرغه نه یم ګرځولی، ځکه زه مې له مور سره نېکې کوم. (وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّاراً شَقِيّاً). ② له دعا سره شقاوت او بدمرغې نه یوځای کیږي، یعني څوک...
نور ولوله

بشري سپي

    یعني هغه انسانان چې له ځانونو یې سپي جوړ کړي دي، د غرب په ځوانان کې دا نوی دود رامنځته شوی چې له ځانونو سپي جوړوي! ویل کیږي یواځې برتانیه کې د بشري سپیو شمېر 10 زره ته رسیدلی! ‏  دا دود یا رواج غرب کې مخ په تېزي سره روان ده، ډېرو ځوانانو انټرنیټ کې د ځان د سپیتوب اعلانونه خپاره کړي دي، یعني دی غواړي د چا سپی واوسي! چې د ځینو قیمت ان 70 زره ډالرو ته رسیدلی! یو خبریال وایي: یو ځای مې د یوه پوهنتون ستر علمي شخصیت ولید چې د ژوند له سختیو تښتیدلی او د سپي په حیث ژوند کول یې غوره کړي.و.  ربه! په اسلام شکر یا الله! له داسې ازمایښتونو پنا غواړو.. ...
نور ولوله

واکمنو سره مرسته

    عمر بن عبد العزيز رضي الله عنه د شام یوه سړي ته وویل: ستاسو خواته زموږ چارواکي څنګه دي؟ سړي ورته وویل: امیر المؤمنین! چې سترګې مینه ناکې شی؛ د نهرونو اوبه خوږې شي! التذكرة الحمدونية (٤/ ٩٥)     یعني واکمنو سره چې مینه پیدا شي نو د هغو کړنې ښې ورته ښکاري او د هغوی کمزوریو ته زیاته توجه نه کوي. د دې پر خلاف څوک چې له واکمنو سره کرکه لري نو د هغو ښه کارونه هم بد ورته ښکاري. متاسفانه ګوند پرست او اشخاص پرست خلک دا ستونزې ډېرې لري او د هر چا چې دا مرض څومره زیات وي هغومره به یې ستونزې زیاتې وي.     باید زیاته کړم چې واکمن سره ښې اړیکې او مینه په مناسب اندازه په کار ده نه د افراط تر حده، ځکه افراطي مینه د واکمن غ...
نور ولوله

د مېږیانو په زړه پورې بېلګه

    یوه فیلسوف لیکلي که (100) تور مېږیان او (100) سره مېږیان د شیشې بوتل کې واچوو، هیڅ هم نه کیږي مېږیان به عادي اوړي راوړي. خو که دا بوتل راواخلو او په پوره قوت سره یې وښوروو او بېرته یې پر مېز کېږدو، نو د تورو او سرو مېږیانو تر منځ به جګړه او قتل و قتال پیل شي. سره مېږیان به وایي دا زلزله تورو مېږیانو جوړه کړه او دوی زموږ دښمنان دي او تور مېږیان به په دې فکر وي چې دا کار سرو کړی او دوی زموږ دښمنان دي.     خو د دوی اصلي دښمن هغه کس دی چې د شیشې بوتل یې ښورولی. همدا د مېږیانو بېلګه د انساني ټولنو باره کې هم صدق کوي، هر کله چې جګړې رامنځته کیږي دواړه لوري باید غور وکړي چې بوتل چا ښورولی او د جګړې اصلي لامل څوک دی. ...
نور ولوله

دندو ته وړتیاوې ولټوئ

     عمر بن الخطاب رضي الله عنه ابو هریرة رضي الله عنه وروغوښت چې کومه حکومتي دنده ورکړي، خو هغه دندې ته تیار نه و، عمر ورته وویل: ته حکومتي دنده نه کوې، خو ستا نه ډېر غوره انسان پخپله دنده غوښتې وه؟! چې هغه يوسف عليه السلام و.(قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الأَرْضِ).    ابو هریرة رضي الله عنه ورته وویل: یوسف نبي و، د نبي زوی و، هغه د نبي زوی و، هغه د نبي زوی و. (إن يوسف نبي، ابن نبي، ابن نبي، ابن نبي، وأنا أبو هريرة!)، علیهم الصلوة والسلام. او زه ابو هریرة یم! البداية والنهاية (٨/١١٣)     یعني څوک چې د کومې دندې وړتیا نه لري، هغه باید په زغرده ووایي چې زه دا کار نه شم کولی. اکثره مشران او اغېزمن خلک چې د ست...
نور ولوله

د نن سیاست

یو روسی یهودی له مسکو نه تل ابیب ته روان و، د مسکو هوایي ډګر کې یې چې اړوند مسؤل بکس وکوت یوه برابره مجسمه په کې وموندل شوه، مسؤل وپوښتی دا څه دي؟! ده په سینه لاس کېښود، ول جناب دا د ستر لینن مجسمه ده او بیا یې د هغه په ستاینه کې زیاته مبالغه وکړه، مسؤل متأثر شو او د تېرېدا اجازه یې ورکړه. کله چې د تل ابیب هوایي ډګر کې د مجسمې په اړه وپوښتل شو، ده ورته ویل: دا د پليت لینن مجسمه ده، چې د ده له لاسه خپل ګران هیواد روسیه پرېږدم او مجسمه یې ځکه راسره ګرځوم چې هر وخت لعنتونه پرې ووایم. هر وخت یې وحشتونه او ظلمونه یاد لرم او هر وخت له هغه نه د کرکې هوډ تازه لرم، دلته یې اجازه ورکړه او کور ته ورسېدی. هلته پخپل کور کې یې په لوړ تاک کې په ښایسته شیشه کې د لینن مجسم...
نور ولوله

د منافقینو له سرخېل سره د رسول الله ﷺ چلند

    یو وخت مدینه کې د منافقینو مشر او سرخېل أُبَي بن سلول د رسول الله ﷺ په اړه سپکه خوله وښوروله، عمر رضي الله عنه رسول الله ته وویل: اجازه راکړه چې ویې وژنم، خو هغه اجازه ورنه کړه. وتلی سیرت لیکونکی ابن اسحاق لیکي: د ابی بن سلول زوی عبد الله، رسول الله ته ورغی او ورته ویې ویل: یا رسول الله! خبر شوی یم ته زما پلار وژنې، که دا خبره رښتیا یي، ما ته اجازه راکړه چې سر یې درته راوړم، خو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نه نه، بلکې هغه سره نرمې کوه او ښه چلند ورسره کوه.     راوي زیاتوي له دې وروسته ابن سلول ان پخپل قوم کې ډېر سپک او ذلیل شو، چې څه پېښه به رامنځته شوه خپل قوم به یې مخالفت کاوه او بد به یې پرې ویل. نو یوه ورځ رسول الله عمر ته وفرمایل: ابن سلول ته ګوره! یعني...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک