د حامد افغان لیکنی
د غذا او امنیت نعمتونه
د قریش سورت کې الله ﷻ د قریشو پر قبیله خپلې ښېګڼې او احسانات بیان کړي دي او بیا ورته فرمایي: نو هغوی ته ښايي چي د دې كور (کعبې) د رب عبادت وکړي؛ د هغه ذات چي دوی یې له لوږي وژغورل، خواړه یې ورکړل او له وېرې یې وژغورل، امنيت یې ور په برخه کړ. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هٰذَا الْبَيْتِ. الَّذِىٓ أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَءَامَنَهُم مِّنْ خَوْفٍۭ. [سُوۡرَةُ قُرَيش : 4/3]
دلته باید متوجه شو چې ایت کې له امنیت ورکولو د ګېډي مړولو خبره مخته شوې ده: {الَّذِىٓ أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَءَامَنَهُم مِّنْ خَوْفٍۭ} مطلب د غریبانو ګېډې مړول ډېر مهم او لومړی درجه کار دی. او له دې وروسته امنیت ورکول دی. مفسرین لیکی دا دواړه کارونه (خلکو ته غذا برابرول او امنیت ورکول) یو بل ...
نور ولوله
د لور او زوی منځ کې عدل
انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو سړی ناست و، چې یو کوچنی زوی یې ورته راغی، هغه یې ښکول کړ او په غېږ کې یې کېنوه، وروسته یې کوچنۍ لور ورته راغله، هغه یې ورونیوله او څنګ ته یې کېنوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د دواړو (زوی او لور) منځ کې دې عدل ونه کړ.
عن أنس رضي الله عنه أن رجلاً كان جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم فجاء بني له فقبله وأجلسه في حجره، ثم جاءت بنية فأخذها فأجلسها إلى جنبه، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : فما عدلت بينهما. رواه البيهقي
یعني لکه څنګه چې دې زوی ښکول او په غېږ کې کېنوه، لور به دې هم ښکول کړې او په غېږ کې کېنولې وه او دا به عدالت او اولاد سره عادلا...
نور ولوله
واکمنو ته
عائشة رضى الله عنها وایی: زما په دې کور کې مې له رسول الله ﷺ اوریدلي چې فرمایل یې: یا الله! چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما پر امتیانو سختي کوي؛ ته له هغوی سره سختي وکړه. او چا ته چې زما د امت کوم کار وسپارل شي او هغه زما له امتیانو سره نرمي کوي؛ ته له هغوی سره نرمي وکړه.
عن عائشة رضى الله عنها قالت: سمعت رسول الله ﷺ يقول في بيتي هذا: اللهم من ولي من أمر أمتي شيئاً فشق عليهم فاشقق عليه، ومن ولي من أمر أمتي شيئاً فرفق بهم فارفق به. رواه مسلم
که څوک د رسول الله ﷺ له ښېرا ویریږي، هغه به د ولس له فرد فرد سره پام کوي او هغوی سره به له یوه ذره سختي کولو هم ډاریږي، نو د ولس هر وګړي سره سختي او هغوی ته زحمت ورکول خطرناک کار دی. بنا...
نور ولوله
سختي مه کوئ
ابو موسى الاشعري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به چې کوم صحابي کوم کار ته لیږه ورته فرمایل به یې: خلکو ته زېري ورکړئ، یعني د خوشالي خبرې ورته وکړئ، (له دینه یې) په نفرت کې مه اچوئ، خلکو ته اساني جوړه کړئ، سختي مه کوئ. قال أبو موسى الأشعري رضي الله عنه: كان رسول الله ﷺ إذا بعث أحدا من أصحابه في بعض أمره قال: بشروا ولا تنفروا، ويسروا ولا تعسروا. رواه الأئمة أحمد والبخاري ومسلم
د روایت اسلوب راښیي چې رسول الله ﷺ دا خبره یوه یا دوو ملګرو ته نه وه کړې، بلکې د هغه عام چلند داسې و، چې کله به یې هم کوم ملګری د کوم کار لپاره لیږه هغه ته به یې دا توصیه کوله، توصیه دا وه چې خلکو سره په اړیکو کې هغوی ته ښې خبرې کوئ، دین ته یې هڅوئ او داسې چلند مه غوره کوئ چې خلک له دینه نفرت وکړي. داراز خلکو...
نور ولوله
تر ټولو ښایسته هیواد کوم دی؟
پاچا ته چا وویل چې بازار کې د (100) مینځو په قیمت یوه مینځه خرڅیږي! پاچا څوک ورولیږه او هغه مینځه یې راوغوښتله، چې معلومه کړي هغه ولې په دومره لوړ قیمت خرڅیږي؟! هغه راغله، پاچا چې ولیدله حیرانتیا یې نوره هم زیاته شوه، ځکه هغه یوه عادي مینځه وه، ظاهراً یې له نورو مینځو هیڅ ځانګړتیا نه لرله! پاچا هغې ته وویل: وه نجلۍ ستا قیمت ولې دومره لوړ دی؟! هغې ورته وویل: پاچا صیب ، ځکه زه ډېره هوښیاره یم!!
پاچا ورته وویل: زه څو پوښتنې درنه کوم، که سم او کره ځوابونه دې راکړل؛ نو ازاده به دې کړم او که ځوابونه دې سم نه و، وژنم دي، پوښتنې دا دي:
تر ټولو ښایسته جامه کومه ده؟
تر ټولو خوږ بوی د څه شي دی؟
تر...
نور ولوله
د حجاب اتل
هغه شیدې پلورونکی ترکی امام چې تاریخ ژوندی وساته او دا مجسمه د هغه مېړاني ته په درناوي جوړه شوې ده. کیسه داسې وه چې کله عثماني خلاف.ت ونړید فرانسه د ترکیې جنوب (قهرمان مرعش)، {Kahramanmaraş}، ولایت ته ننوتله، هغه مهال د ترکانو مېرمنې ټولې په حجاب کې وې. کله چې فرنسوي جنرال ترکۍ مېرمنې په حجاب کې ولیدلې ورته ویې ویل : اوس خو ستاسو حکومت ختم شو، تاسو ولې حجابونه اغوستي دي؟! تاسو د فرانس تر واک لاندې یئ، حجابونه مو وغورځوئ.
ترکي مېرمنو د فرنسوي جنرال خبره ونه منله، انکار یې وکړ او نه یې غوښتل خپل حجابونه لري کړي! خو جنرال وروړاندې شو او د یوې ښځي حجاب ته یې لاس وغځوه چې ورنه لري یې کړي، دا مهال هلته یو ترکی س...
نور ولوله
د الحاد مبارز ډيويډ پخپل لاس ځان قتل کړ
دا سړی ډیویډ (داود) نومیږي، دی اصلا د سوریې دی او سویډن کې اوسیدی، نوموړي په اخلاقو او فلسفه کې زده کړې کړې دي او په یوټوب کې یې مشهور چینل لاره، ډیویډ عقیده کې بېخي خراب و، ان سور کافر او ملحد و، بلکې په اصطلاح د الحاد مبارز و! د اسلام پر ضد یې کتابونه لیکلي و او د یوټوب چینل یئ هم د دې موخې لپاره کاروه، چې خلک الحاد ته راوبولي (العیاذ بالله) خو ابله ورځ (17/3/2022) یې پخپل لاس ځان قتل کړ او د الحاد او فلسفې د نړۍ لارویان او شاګردان یې وازې خولې، ژېړې سترګې او حیران دریان پرېښودل!!
...
نور ولوله
روژه لکه یوسف (علیه السلام)
د کال دولس میاشتې لکه د یعقوب {علیه السلام} اولاد داسې دي، د روژې میاشت په دې دولسو میاشتو کې لکه یوسف {علیه السلام} د خپلو وروڼو منځ کې داسې دی! لکه دولسو زامنو کې چې په یعقوب {علیه السلام} یوسف څنګه ګران و، پر الله تعالی روژه داسې ګرانه ده.
د یوسف وروڼو د هغه په اړه ستره غلطي وکړه، له هغه وروسته د وچکالي په سختو شپو ورځو کې هغه ته ورغلل، هغه یې هرکلی وکړ، مېلمستیا یې ورکړه، اوښان یې په غله وربار کړل او خوشاله یې ولیږل، نو یوه ورور یولس وروڼه وپالل! روژه همداسې ده، موږ هیله لرو روژه کې د تېرو یولس میاشتو د ګناهونو او کمزوریو جبیره او پټۍ وکړو او ځانونه اصلاح کړو.
داراز په یعقوب {علیه السلام} چې د خپل خواږه زوی، ورک یوسف د پیدا کیدا زېری وشو او د هغه بوی ی...
نور ولوله
چرګه په څو ده؟
هوټلچي نه مې غوړو کې سره کړې چرګه وغوښتله، هغه راته تیاروله، په دې وخت کې یو غریب غوندې سړی راغی، هوټلچي ته یې وویل: چرګه په څو ده؟ هغه د چرګي قیمت وروښود، سړی لیږ څنګزن شو، لکه پیسې یي چې شمېرلې، بیا راغی، هوټلچي ته یې وویل: مهرباني وکړه! وړه غوندې چرګه راته وګوره، چې کم قیمته یي، هوټل واله په دې وخت کې موبایل غوږ ته کړ او په خبرو لګیا شو، خو له دې سره غریب سړي ته هم متوجه و، هغه ته یې په مثبته توګه سر وښوروه، مطلب هو، د کمو پیسو وړه چرګه هم شته. غریب سړی خوشاله شو او پر شونډو یې موسکا خپره شوه.
هوټلچي خبرې بس کړې، له ځان سره یې شکرونه ایستل، "الحمد لله" یې تکراروله! او د الله تعالی د فضل او نعمتونو یادونه یې کوله، ورسره یې یوه غټه پخه چرګ...
نور ولوله
د اهل کار موندلو هڅې؛ د یوه صحابي د زوی کیسه
یزید بن ابي المهلب چې د خراسان والي وټاکل شو خپلو ملګرو ته یې وویل: داسې سړی راپیدا کړئ چې ټول خویونه یې غوره یي، نو د مشهور صحابي ابو موسی الاشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة الاشعري چا ورته یاد کړ، هغه یې راوغوښت او راغی، یزید ته هغه له رنګه ښه سړی ښکاره شو، چې خبرې یې ورسره وکړې نو په باطن کې له ظاهره ډېر غوره وخوت، یزید ورته وویل چې زما له حکومتي چارو فلان کار درته سپارم، خو هغه معذرت وغوښت او یزید یې معذرت ونه مانه.
ابو بردة الاشعري رحمه الله ورته وویل: اې امیره! زه یو داسې حدیث درته بیان نه کړم چې ما له خپل پلاره اوریدلی او هغه له رسول الله ﷺ نه اوریدلی؟ امیر ورته وویل: راته بیان یې کړه، هغه وویل: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې داسې کار کولو ته وړاندې کیږي چې پوهیږي دی د دې کار اهلیت او و...
نور ولوله
د خلکو پردې مه څیرئ
شُرَحْبِيل بن السِّمْط رضي الله عنه صحابي و، لویو غزاګانو کې یې برخه اخیستې وه، د حمص فاتح او شل کله د حمص والي پاتې شوی. یوه غزا کې یې کومه اباده سیمه ونیوله، نو خپلو ملګرو ته یې وویل: موږ و تاسې داسې وطن ته راغلي یو چې دلته ښځې او شراب زیات دي، که څوک داسې ګناه وکړي چې په هغه سره حد لازمیږي (مثلاً زنا وکړی یا شراب وڅښي)، نو هغه به موږ ته راولئ، چې حد پرې جاري او پاک یې کړو.
دا خبره امیر.المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورسیدله، هغه لیک ورولیږه او ورته ویې لیکل: مور دې مړه شه! ته خلکو ته امر کوې چې پر خلکو د الله لویدلې پردې څیرې کړې؟! مصنَّف عبد الرزاق الصنعاني (5/197) (9371)، الزهد لهناد بن السري (2/646). مطلب دا چې عمر رضي الله عنه د شرحبیل دا کار...
نور ولوله
د چاپلوسانو خولې وتړئ
رسول الله ﷺ واوریدل چې یو سړی د بل سړي ستاینه کوي او په ستاینه کې یې مبالغه او زیاتوالی کوي، نو ویې فرمایل: هغه سړی مو هلاک کړ او یا مو د هغه سړي ملا ماته کړه. عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ : سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يُثْنِي عَلَى رَجُلٍ وَيُطْرِيهِ فِي مَدْحِهِ، فَقَالَ : أَهْلَكْتُمْ - أَوْ قَطَعْتُمْ - ظَهْرَ الرَّجُلِ . رواه البخاري.
په ستاینه کې اطراء او مبالغه اکثره چاپلوسان کوي او د چا چې ستاینه کیږي د هغه لپاره دا کار د هلاکت او ملا ماتیدا په معنا ده، بناءً دوی دې د چاپلوسانو له چاپلوسې خوند نه اخلي او نه دې په برېتو کې ورته موسیږي، بلکې د چاپلوسانو خولې وتړئ او له هلاکته ځانونه وژغورئ....
نور ولوله
