د حامد افغان لیکنی
د الله په نزد تر ټولو غوره مومن هغه دی چې اسلام کې ډېر ژوند وکړي
رسول الله ﷺ فرمایي:
د الله په نزد تر ټولو غوره مومن هغه دی چې اسلام کې ډېر ژوند وکړي، ځکه هغه د الله پاکي بیان کړې وي، د هغه لویي یې بیان کړې وي او "لا اله الا الله" یې وېلې وي. قال رسول الله ﷺ : ليس أحد أفضل عند الله من مؤمن يعمر في الإسلام ، لتسبيحه ، و تكبيره ، و تهليله. رواه احمد وابو یعلي
حدیث کې په اسلام کې د ډېر ژوند کولو او بوډاتوب فضیلت بیان شوی دی او وجه یې دا ده چې هغه د الله جل جلاله ډېر ذکر او ډېر عبادتونه کړي وي.
...
نور ولوله
قاتلان دې پوه شي چې د پیغمبرانو او عالمانو وژل یهودي کړنلاره ده
ابو عبیده رضي الله عنه وویل: یا رسول الله! د قیامت په ورځ به ترټولو سخت عذاب د چا وي، هغه وفرمایل: د هغه سړي چې پیغمبر ووژني یا هغه څوک ووژني چې پر ښو امر کوي او له بدو منعه کوي. یعني عالم. تفسیر ابن کثیر، تفسیر ابن جریر، سورة آل عمران آیة: 21
قاتلان دې پوه شي چې د پیغمبرانو او عالمانو وژل یهودي کړنلاره ده، د هیواد زورور قاتلان دې خبر وي چې د یهودو پر قاتلانه لاره تګ د دنیا او اخرت د هلاکت او شرمندګي لامل ګرځي. (فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ. 21). الله تعالی دې د هر مظلوم عالم او هر مظلوم افغان ټول قاتلان په دنیا او اخرت شرمنده او هلاک کړي.
...
نور ولوله
د حسن البصري او دکاندار ګټوره کیسه
وتلی امام او تابعي حسن البصري رحمه الله وایي: مکة مکرمة کې یوه رخت پلورونکي دکاندار ته ودریدلم چې رخت ورنه واخلم، هغه په سختو قسمونو سره د رختونو صفتونه راته پیل کړل، نو ورنه روان شوم، سودا مې ورنه ونه کړه، مال له داسې قسم خواره نه سودا په کار نه ده. او ولاړم له بل دکانداره مې سودا واخیستله.
امام رحمه الله زیاتوي: له دې کیسې دوه کاله وروسته بیا حج ته ولاړم، د سودا لپاره چې بازار ته ووتلم هماغه دکاندار ته ودریدلم او رخت مې ورنه وغوښت، خو دکاندار چوپه خوله و! نه یې د رختونو صفتونه کول او نه یې قسمونه خوړل! ورته ومې ویل: زه دوه کاله مخکې درته راغلی وم، تا د خپلو رختونو صفتونه او قسمونه راته کول اوس ولې داسې خاموش ناست یې؟!
...
نور ولوله
د کبرجن څو نښې
• حق نه منل او خلک سپک ګڼل
• د خبرو پر مهال په تکبر سره له چامخ اړول
• له پوهانو او هوښیارانو سره مشوره نه کول
• په تکبر سره تګ کول
• عبادت او بندګي درنه او بوج ورته ښکاریدل
• پخپل علم او پوهه مغروره کیدل
• د پوزخند په ډول د خلکو پیښې کول
• په حسب، نسب، رنګ او ځواني ویاړل
• قصدا او له تکبره د خلکو مخالفت کول
• د نېکانو او ښو علماوو سپکه بیانول
...
نور ولوله
د اصيل او کم اصل اسونه پيژندل
پخوا د عربو عادت و چې کله به د چا اسان زیات شول، خبره به ګډه وډه او اصیل او کم اصل اسان به یې نه شوی سره بېلولی، نو ټول اسان به یې یوه ځای کې سره راجمعه کړل، خوراک او څښاک به یې پرې بند کړ او په خرپ به یې ووهل!
وروسته به یې خوراک او څښاک ورته راوړ، نو دا اسان به دوه ټولي شول، یوه ټولي به د خوراک او څښاک لور ته وځغاستل، ځکه هغه به سخت وږي وو. او د بندیز او وهلو به یې هیڅ پروا نه لرله. خو دویم ټولي به د خوراک او څښاک لور ته ورکتل هم نه، ځکه دوی د هغو لاسونو خواړه نه خوړل چې دوی یې وهلي او ډبولي وو او پر دوی یې بندیز لګولی وو! په دې توګه به دوی اصلي او کم اصله اسان سره بېلول.
د چاپلوس غټه دووسي دا...
نور ولوله
مجلس کې پر موبايل بوختیا
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتمۍ جوړه کړه او په ګوته یې کړه، هغه وفرمایل: ټوله ورځ دې ګوتمۍ ستاسو نه مصروف کړی یم، کله دې ته ګورم او کله تاسو ته ګورم. بیا یې هغه وغورځوله. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ خَاتَمًا ، فَلَبِسَهُ قَالَ : شَغَلَنِي هَذَا عَنْكُمْ مُنْذُ الْيَوْمَ ، إِلَيْهِ نَظْرَةٌ ، وَإِلَيْكُمْ نَظْرَةٌ ثُمَّ أَلْقَاهُ. أخرجه النسائي في الصغرى والكبرى ، وأحمد في مسنده ، وابن حبان ، والطبراني ، ، وأبو الشيخ في أخلاق النبي.
د وخت علماء کرام وایي موجوده وخت کې مجلسونو کې په موبايلونو ډېره بوختیا؛ ناسم او د مجلس د ادب خلاف ک...
نور ولوله
د حافظ ابن حجر او یهودي ګټوره کیسه
حافظ بن حجر العسقلاني رحمه الله ستر محدث او د صحیح البخاري لومړی درجه شارح بلل کیږي، د ده کتاب "فتح الباري شرح صحیح البخاري" چې کومه کتابخونه کې نه یي نیمګړې یې وبولئ. دی څه موده د وخت په حکومت کې د قضاوت دنده هم ترسره کړې ده.
#کیسه_کا چې کله دی قاضي و، یو وخت په ډېر شان و شوکت او له ستر کاروان سره په بازار کې تېریدی، په ډېر ښایسته هیئة او حالت کې و چې یو یهودی ورمخته شو، یهودی ګرم تېل پلورونکی و، جامې یې په تېلو ککړې وې او په ډېر بد حالت کې و.
یهودي د حافظ ابن حجر رحمه الله د اس واګې ونیولې او ورته ویې ویل: اې شیخ الاسلام! ستاسو نبي وایي چې دنیا د م...
نور ولوله
ځمکې او کورونه مه خرڅوئ
رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې کور (بل روایت کې ځمکه هم ورسره راغلې ده) خرڅ کړي او هغه پیسې یې د دې کور په څېر بل کور کې ونه لګوي، الله به هغه پیسې ورته برکتي نه کړي. عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ بَاعَ دَارًا وَلَمْ يَجْعَلْ ثَمَنَهَا فِي مِثْلِهَا لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهَا. ابن ماجة (2482) واحمد
امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله وایي: الله جل جلاله ځمکه ستایلې او برکتي ګڼلې ده. (وبارك فيها وقدر فيها أقواتها) نو څوک چې کور او ځمکه خرڅوي ګواکې د الله برکتي شی خرڅوي، سزا یې دا شوه چې د ځمکې په بدل کې کوم شی اخلی هغه به بې برکته وي. "مشكل الآثار للطحاوي"(9/206)
ملا علي القاري رحمه الله المرق...
نور ولوله
څو د کار خبرې
نن سبا د پور موضوع خورا حساسه ده او زیات اتیات باید وشي، نن بد پوری او سم پوری سړی درښیم، کاروبار کې څوک یو جنس په پور درنه وغواړي، مثلاً موبایل درنه وغواړی، اوس د دې موبایل د نغدو قیمت شل زره افغانۍ ده، د پور منځنۍ کچه قیمت یې پنځه ویشت زره افغانۍ ده، خو ته په پور غوښتونکي ته موبایل په پنځه دېرش زره افغانۍ بیه کړه، که بې له چون و چرا یې درته وویل چې خوښه مې ده رایې کړه، نو څه پلمه ورته وکړه، چې مشوره کوم... او سودا مه ورسره کوه. ځکه دومره قیمته شي اخیستلو ته بې له چنو سمدستې تیاریدل دا مطلب چې سړی یې د پرې کولو نیت نه لري.
او که چنې یې درسره شرو کړې او له عامې او رواجي بیې نه درپورته کېدی، بیا سړی ښه دی، د پور پرې کولو اراده لري او سودا ورسره ...
نور ولوله
څو د کار خبرې
ښایسته جامې مو ځانګړیو مناسباتو او نوي لوښي مو مېلمنو ته مه ساتئ او د کور نور سامان مو "د ښې او بدې ورځې لپاره" په پلمه لاندې مه تخته کوئ. هره ورځ/اکثره ورځې لکه د اختر ښې او ښایسته جامې واغوندئ، هغه د عطرو سپرې چې د ختمیدا له ډاره دې لاندې زېرمه کړې ده، د نر غوندې یې راوباسه، غټه ګوته ورته بنده کړه او په وړو و غټو ټولو یې په یوه سا وپشوه.
هغه واړه او غټ نوي او ښایسته لوښې/کمبلې/توشکې وغیره مو چې دا څو کاله د مېلمنو په نوم په صندوقونو کې لاندېزن ایښې دي او یا ډاریږئ چې ماشومان به یې مات کړي؛ هغه ټول راوکاږئ، دا د کوم عقل پرېکړه ده چې ته او اولادونه به مو ټول عمر په ماتو او موښلیو لوښیو کې خوراکونه کوئ او نوې متاع به مو ټوله لکه ق...
نور ولوله
د مېرمنې پیسې شفا دي!
کله چې مېرمن پخپل خاوند له خپلو پیسو خوراک وکړي؛ د الله په فضل سره به رک روغ شي! قرانکریم وایي: او د ښځو مَهر په ښه زړه (فرض ګڼلى) ورکړئ، البته كه هغوى یې په خپله خوښه يو څه تاسي ته بخشش کړي؛ نو تاسي هغه په خوند سره خوړلای شئ، چي حلال او بې ضرره دى. وَءَاتُوا النِّسَآءَ صَدُقٰتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيٓـًٔا مَّرِيٓـًٔا.[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 4]
امام السيوطي رحمه الله پخپل تفسیر "الدر المنثور 2/432" او امام ابن کثیر پخپل تفسیر (1/453 و2/577) کې د دې ایت په تفسیر کې لیکي: علي رضي الله عنه نه روایت شوی، هغه وایي: کله چې ستاسو کوم یو مریض شي، نو له خپلې مېرمنې دې دری او څو درهمه ...
نور ولوله
تر سره شوې هیله
مور یې خپل ماشوم زوی ته د ښوونځي لپاره ځانګړې "پېژند پاڼه" جوړه کړې وه او هغه به یې هر سهارغاړه کې وراچوله، پېژند پاڼه کې یې د ماشوم انځور هم لګولی و او د هغه ځانګړې ارزو او هیله یې هم ورسره لیکلې وه، ماهر ارزو لرله چې له ځانه به پیلوټ او الوتکه چلوونکی جوړوي. دی وایي: مور به مې راته ویل چې کله پیلوټ شې ما به د بیت الله حج ته ولې.
ماهر ځوان شو او پیلوټ شو، اوس یې له دې انځور سره لیکلي دي: مور مې د الوتکې سپرلیو کې راسره ناسته ده او زه د دې الوتکې پیلوټ یم! باید پوه شو چې د ډېری بریالیتوبو تر شا د مور و پلار دعاګانې دي. ماهر سعد الله محمد عراقی ځلمی دی او د عراقي هوایي شرکت کې د پیلوټ دنده لري.دا انځور یې د "تر سره شوې...
نور ولوله
