No-IMG

تر سره شوې هیله

     مور یې خپل ماشوم زوی ته د ښوونځي لپاره ځانګړې "پېژند پاڼه" جوړه کړې وه او هغه به یې هر سهارغاړه کې وراچوله، پېژند پاڼه کې یې د ماشوم انځور هم لګولی و او د هغه ځانګړې ارزو او هیله یې هم ورسره لیکلې وه، ماهر ارزو لرله چې له ځانه به پیلوټ او الوتکه چلوونکی جوړوي. دی وایي: مور به مې راته ویل چې کله پیلوټ شې ما به د بیت الله حج ته ولې

     ماهر ځوان شو او پیلوټ شو، اوس یې له دې انځور سره لیکلي دي: مور مې د الوتکې سپرلیو کې راسره ناسته ده او زه د دې الوتکې پیلوټ یم! باید پوه شو چې د ډېری بریالیتوبو تر شا د مور و پلار دعاګانې دي. ماهر سعد الله محمد عراقی ځلمی دی او د عراقي هوایي شرکت کې د پیلوټ دنده لري.دا انځور یې د "تر سره شوې هیلې" ژوندۍ نمونه ده. الله تعالی دې داسې مېندې او داسې نېکان زامن مسلمانانو کې زیات کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک