د حامد افغان لیکنی

پر ملا امام د غلا تور

    د مقتدیانو یوې کورنۍ یوه روژه مات ته د خپل جومات ملا امام دعوت کړ او ملا صاحب یې دعوت ومانه، د کاله مېرمنې چې د روژه مات دسترخان تیاروه څه پیسې یې د دسترخان خواته هېرې شوې، کله چې ملا صاحب روژه ماته کړه او ولاړی، ښځه ورغله چې پاتې خواړه او لوښې ټول کړي خو پیسې نادرکه شوې وې! څرنګه چې د دوی کور کې هیڅ ماشوم نه و او نه په دې وخت کې له ملا صاحب پرته بل څوک هلته ورغلی و؛ نو هغه پر ملا صاحب شکمنه شوه!      ماخوستن ښځې خپل خاوند ته کیسه وکړه او په ټینګار سره یې ورته وویل چې ملا صاحب ته خبره وریاده کړه، مېړه یې ورته وویل چې دا بده او د شرم خبره ده، خو دومره به وکړو چې له ملا صاحب سره له دې وروسته اړیکې ختمې کړو، سړي همداسې وکړل، جومات یې پرېښود، ملا صاحب او...
نور ولوله

د خوراک مهم ادب

     د خوراک له ادابو دا هم ده چې سترګې به لاندې لرې او پر دسترخان درسره ناستو خلکو ته به نه ګورې. غَضّ الطَرْف عن الجليس. الروض المربع شرح زاد المستنقع لمنصور بن یونس البهوتي (1051/1000هـ) رحمه الله     د خوراک دا ادب خورا پر ذوق برابر او ښایسته ادب دی، تاسې دا ځیني خلکو ته ګورئ، چې پر دسترخان خلک څاري؛ څومره بد ښکاري او څومره د نفرت وړ ګرځي! دوی دې پوه شي چې دا بد اخلاقي یې خلکو ته ضرر ده، شاید د دوی له امله ځیني خلک ځانونه ښه ماړه نه کړي او یا بېخي خوراک پریږدي.    لکه ویل کیږي د اموي خلیفه هشام بن عبدالملك دسترخان ته یو کوچي ورغی، هغه د خوراک په جریان کې ورته وویل: کوچیه! په ګوله کې دې وېښته دی! کوچي په تعجب ورته وویل: ته مې دومره...
نور ولوله

پر عباسیانو د امویانو فضیلتونه

    عباسي خلیفه المهدي چې دمشق ته ننوت او د دمشق لوی اموي جومات (جامع الأموي) یې ولید خپل کاتب ته یې وویل: بنوأمیة له دریو لاملونو پر موږ مخکې دي:     لومړی اموي جومات، فکر نه کوم د ځمکې پر مخ به دومره ښایسته جومات وي. دویم د مریانو ښه پالنه. د بنو امیه و زمانه کې خصوصاً په علمي او نظامي ډګرونو کې مریونه خورا لوړو مقامونو ته رسیدلي وو. او دریم په عمر بن عبد العزیز، المهدي وویل: قسم دی که موږ کې تر قیامته د ده په څېر غوره انسان پیدا شي.     وروسته المهدي بیت المقدس ته ولاړ، هلته یې چې قبة الصخرة (د ډبري ګنبد) ولیدله ویې ویل: دا یې څلورمه، یعني دا پر موږ د بنوامیه و څلورم فضیلت او سبقت ده، ځکه هغه هم مشهور اموي وا...
نور ولوله

سبا زه جومات ته نه راځم

    یوه سړي د خپل جومات امام ته وویل: مولانا صاحب سبا زه جومات ته نه راځم، امام ورته وویل: څه وجه ده ولې نه راځې؟! سړي ورته وویل: ځکه نه راځم چې کله زه جومات ته راشم نو ګوروم څوک موبایلونو کې لګیا یي، څوک د دعا وخت کې هم په خواله رسنیو او میسنجر وغیره کې اخته یې، څوک غیبتونه کوي او داسې نور... ‏     ملا امام صاحب ورته وویل: جومات ته د نه راتګ له پرېکړې مخکې زه یو کار درته ښیم هغه به وکړې، له هغه وروسته دې خوښه خپله. سړي ورته وویل سمه ده صیب، امام د جومات څنګ ته خپلې کوټې ته ننوت، له اوبو ډک ګیلاس یې راوړ او سړي ته یې ورکړ، ورته ویې ویل: دا ګیلاس واخله، جومات کې دننه دوه دری چکرونه ووهه، خو ګوره چې څاڅکی اوبه درنه تویه نه شي....
نور ولوله

د ملایکو تسلیت

      ابو الدرداء رضي الله عنه وايي : د سلیمان بن داود علیهما السلام  زوی وفات شو، نو هغه سخت پرې خپه شو، په دې وخت کې دوه ملایکې ورته راغلې، مخته ورته کېنستلې، داسې لکه د دواړو چې سره دعوه یي. یوې ورته وویل: فصل مې کرلی و، لا رېبلی مې نه و چې دا سړی په هغه لاره راغی او زما فصل یې راخراب کړ.     سلیمان علیه السلام هغه بل ته وویل : ولې دې د سړي فصل ورخراب کړی ده؟! هغه ورته وویل : زه په هغه لاره راروان وم، چې د ده په فصل راغلم، ښي او چپ لور ته مې وکتل هیڅ لاره نه وه نو له مجبوري د ده په فصل راغلم او هغه خراب شو.      سلیمان علیه السلام هغه ته وویل : نو تا ولې په لویه لاره کې فصلونه کرلي دی؟! ت...
نور ولوله

د ابو بکر د معاش کیسه

 ابو بكر الصديق رضى الله عنه د جاهلیت زمانه کې لوی تاجر او د قریشو له شتمنو څخه و، اسلام کې هم همداسې شتمن پاتې شو، د الله په لاره، دعوت او د غلامانو ازادولو کې یې هر وخت له ټولو زیاته شتمنۍ لګولې.      کله چې خلیفه وټاکل شو، څه وخت وروسته ولیدل شو چې بازار ته روان دی، جامې ورسره دي او د هغو د خرڅولو په نیت روان دی، لاره کې عمر بن الخطاب او ابو عبیدة بن الجراح رضي الله عنهما په مخه ورغلل، هغوی دواړو لاندې خبرې ورسره وکړې.     اې د رسول الله خلیفة! چرته روان یې؟ ده ورته وویل: بازار ته ځم، هغو دواړو ورته وویل: بازار کې څه کوې، تا ته خو د مسلمانانو چارې درسپارل شوې دي؟! ابو بکر ورته وویل: نو خپل اولاد ته ډوډۍ له کومه کړ...
نور ولوله

د انځور کیسه

      ویل کیږي دا انځور دې وروستیو لسو کلونو کې تر ټولو دردوونکی انځور دی او انځورګر یې هم د سخت درد او غم له حالت سره مخامخ کړ. کیسه داسې ده چې دې دواړو پړانګانو پر دې هوسۍ په داسې حالت کې برید کړی چې هغې له خپلو بچیانو سره لوبې کولې! هوسۍ کولی شوی ځان له پړانګانو خلاص کړي او خپل ژوند وژغوري، خو هغې داسې ونه کړل او ځان یې پړانګانو ته وسپاره، دا ولې؟!      دا ځکه چې په دې توګه یې خپلو بچیانو ته د ځان خلاصولو فرصت ورکړ! ځکه که په پیل کې دې د ځان خلاصولو کوښښ کړی وی، نو د بچیانو د تېښتې لپاره به یې وخت نه و پیدا شوی. دا انځور د هغې تر غاړې د پړانګانو د داړو رسیدلو وروستۍ شېبې دي، دا مهال هغه باوري شوې وه چې بچیانو یې ځانونه وژغورل! #مور نړۍ کې ی...
نور ولوله

د هر مسلمان خیر غوښتنه

     جرير بن عبد الله رضي الله عنه وایي: ما له رسول الله ﷺ سره پر لمانځه کولو، زکات پرېکولو او د هر مسلمان خیر غوښتلو؛ بیعت وکړ . ‏عن جرير بن عبد الله رضي الله عنه قال: بايَعتُ رسولَ اللهِ ﷺ على إقامِ الصلاةِ، وإيتاءِ الزكاةِ، والنصحِ لكلِّ مسلمٍ. رواه البخاري 57      یوه بل مشهور حدیث کې راغلي دي چې دین نصیحت او خیر غوښتل دي، (الدین النصیحة) چې هغه کې د مسلمانو لپاره ښه او خیر غوښتل هم راغلي دي. دلته دا خبره په زیات ټینګار سره راغلې ده، (والنصحِ لكلِّ مسلمٍ) ځکه دلته (لكلِّ) لفظ ورسره راغلی، یعني د هر مسلمان لپاره خیر غوښتل. که هغه دې سیال او تربور وي، یا هغه ستا له ګوند پرته د بل ګوند او بلې ډلې سړی وي، د مسلماني غوښتنه دا ده چې ته به یې خیر غوښتونکی اوسې. ...
نور ولوله

د وتر لمانځه غوره وخت

    رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې وېرېږي چې د شپې اخیر کې به راپورته نه شي، نو د شپې په اوله برخه کې دې وتر لمونځ وکړي. او که څوک امید لري چې د شپې اخیر کې به راویښ شي نو د شپې په اخیر کې دې وتر لمونځ وکړي، ځکه د شپې اخیر کې لمانځه ته ملایکې حاضریږي او دا لمونځ ډېر غوره دی.      ‏عن جابرِ بن عبدالله رضِيَ الله عنهما، قال: قال رسول الله صلّى الله عليْهِ وسلّم: مَن خافَ أنْ لا يَقُومَ من آخِرِ اللّيْلِ فَلْيُوتِرْ أوّلهُ، ومَن طمِعَ أن يَقُومَ آخِرَهُ فَلْيُوتِرْ آخِرَ اللّيْل؛ فإنّ صلاةَ آخِرِ اللَّيْلِ مشْهُودَةٌ، وَذَلِكَ أفْضَل. صحيح مُسلم(٧٥٥) و أحمد [3/ 337 و 348] والترمذي [455] وابن ماجه [1187]    &nb...
نور ولوله

د یوه هوښیار 20 خبرې

(1) تر ټولو ښه پناه ځای "الله" دی (2) نورو ته خیر رسول لویه نېکمرغي ده (3) دروغژن د نړۍ خطرناک انسان دی (4) ژوند کې تر ټولو ستره ډالۍ بښنه ده (5) ځان غوښتنه د هر شر جرړه ده 6) ژوند کې تر ټولو مهم خلک مو کورنۍ ده 7) د ژوند ښکلا "مینه" ده 8) کار د ژوند "روح" ده 9) ژوند کې ټول منلی حقیقت مرګ دی 10) داخلي سوله لوړه عاطفه ده 11) "ماشومان" ښ...
نور ولوله

د لوړ همتي په زړه پورې بېلګه

     امام الكسائي (119 - 189هـ) رحمه الله د عراق د کوفې مشهور امام و، په عربي ادب او قرائت کې د هغه امامت منل شوی دی. دی په ځواني کې شپون و او ټکی علم یې هم نه و ترلاسه کړی، ان تر (۴۰ کلنۍ) پورې شپون پاتې شو. دی کیسه کوي چې یو وخت مې رمه روانه کړې وه، یوه مور مې ولیدله ، خپل زوی یې د (حفظ القران) حلقې ته بېوی، هغه سستي کوله نه تلی ، مور یې د هغه د هڅونې په نیت ورته وویل: زویه ! علم زده کړه ، که یې زده نه کړې او لوی شې بیا به د هغه شپانه په څېر مېږې پیايې.      امام الکسائي وايي: هغه مهال زما جهالت #متل و، هغې مور خپل زوی ته زه په مثال کې یاد کړم. امام الکسائي په هغه ورځ اراده بدله کړه، مېږې یې خرڅې کړې او په علم يې پیل وکړ، اخیر عالم شو، داسې عالم ...
نور ولوله

د انځور انځور

     یوه انځور ته ګورم، د پښتون وطن کوم دنګ غره ډبرینه پښتۍ ده، ستومانه بوډۍ ملا په څادره تړلې روانه ده، د ژوند (عمر خوړلی) ملګری یې لا ستومانه او بد حاله د هغې تر شا روان دی، هغه تر دې بې سېکه دی، بوډۍ د ملا د څادره یوه پېڅکه هغه ته وراوږده کړې ده او هغه په لږځواکه ګوتو تم کړې ده، په دې توګه دا پښتنه او درنه بوډۍ د خپل ژوند ملګري مرسته کوي.       دا مرسته یې ما ته د پښتنو مېرمنو  د ستومانه ژوند د وفا او مینې درنه بېلګه ولیده شوه، چا راته کړه په  دې انځور څه ولیکه..  مال دا انځور نه دی دا خو د مینې اوږد او سپړلی کتاب دی! مینه او د مینې اغېز ته ګورئ د دې اسمانڅکو غرونو کروړ وګړي یې په دې ډبرينو غونډيو کې د مینې په څومره ښایسته او ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک