مجلس کې پر موبايل بوختیا
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتمۍ جوړه کړه او په ګوته یې کړه، هغه وفرمایل: ټوله ورځ دې ګوتمۍ ستاسو نه مصروف کړی یم، کله دې ته ګورم او کله تاسو ته ګورم. بیا یې هغه وغورځوله. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ خَاتَمًا ، فَلَبِسَهُ قَالَ : شَغَلَنِي هَذَا عَنْكُمْ مُنْذُ الْيَوْمَ ، إِلَيْهِ نَظْرَةٌ ، وَإِلَيْكُمْ نَظْرَةٌ ثُمَّ أَلْقَاهُ. أخرجه النسائي في الصغرى والكبرى ، وأحمد في مسنده ، وابن حبان ، والطبراني ، ، وأبو الشيخ في أخلاق النبي.
د وخت علماء کرام وایي موجوده وخت کې مجلسونو کې په موبايلونو ډېره بوختیا؛ ناسم او د مجلس د ادب خلاف کار دی او دا حکم له دې حدیث نه معلوموي، په ګوتمۍ د رسول الله بوختیا هغه ناسم کار وباله او ویې غورځوله. د موبايل بوختیا تر هغه زیاته ده، موږ ډېره بوختیا ځکه یاده کړه چې د ضرورت لپاره په موبايل کمه بوختیا پروا نه لري، البته زیاته مکروه عمل او د مجلس د ادابو خلاف کار دی.
