د حافظ ابن حجر او یهودي ګټوره کیسه
حافظ بن حجر العسقلاني رحمه الله ستر محدث او د صحیح البخاري لومړی درجه شارح بلل کیږي، د ده کتاب "فتح الباري شرح صحیح البخاري" چې کومه کتابخونه کې نه یي نیمګړې یې وبولئ. دی څه موده د وخت په حکومت کې د قضاوت دنده هم ترسره کړې ده.
#کیسه_کا چې کله دی قاضي و، یو وخت په ډېر شان و شوکت او له ستر کاروان سره په بازار کې تېریدی، په ډېر ښایسته هیئة او حالت کې و چې یو یهودی ورمخته شو، یهودی ګرم تېل پلورونکی و، جامې یې په تېلو ککړې وې او په ډېر بد حالت کې و.
یهودي د حافظ ابن حجر رحمه الله د اس واګې ونیولې او ورته ویې ویل: اې شیخ الاسلام! ستاسو نبي وایي چې دنیا د مومن لپاره بندیخانه او د کافر لپاره جنت ده. (الدنیا سجن المؤمن وجنة الکافر) نو دا ستا څه ډول بندیخانه (ژوند) ده او زه په څه ډول جنت (ژوند) کې یم؟!
حافظ ابن حجر العسقلاني رحمه الله ورته وویل: ما ته (مسلمان ته) چې الله جل جلاله په اخرت کې کوم نعمتونه تیار کړي دي، د هغو په نسبت زما د دنیا دا حالت داسې دی لکه د زندان ژوند. او ستا لپاره چې الله جل جلاله اخرت کې څومره دردوونکي عذابونه تیار کړي دي د هغو په نسبت ستا موجوده حالت داسې دی لکه په جنت کې چې یې. راوي زیاتوي د دې وضاحت په اوریدلو سره یهودي لا اله الا الله وویله او مسلمان شو! فیض القدیر للعلامة عبد الرؤف المناوي 730/3
