د حامد افغان لیکنی
یو بل زغمل
عبد القاهر الجرجاني اشعري و، خو د (معتزلي) جاحظ علم یې پوره ترلاسه کړ، د جاحظ علم به د عبد القاهر په څېر هیچا نه یې لوستی. وروسته سخت متعصب معتزلي الزمخشري راغی، هغه د اشعري عبد القاهر علم ترلاسه کړ، د عبد القاهر علم به هیچا د الزمخشري په څېر نه یې لوستی. د اعتزال او اشعريتوب توپیرونو هیڅکله له یوه بله علمي ګټې ترلاسه کول حرام نه ګرځول. ځکه کله چې د خلکو پوهه او ثقافت لوړ شي نو خپلو کې یو بل مني، خو زموږ زمانه کې د یوه بل زغمل نشته، ځکه د خلکو د پوهې او ثقافت کچه ټیټه ده. شيخ البلاغيين #محمد_أبوموسى
زموږ زمانه کې د یوه بل زغملو خبره خو پریږده له محرابونو ، منبرونو او د قران او حدیثو له درسونو د ښکنځلو، یو بل ترټلو، تکفیرولو او تفسیق باړونه چلوي! دا خلک مسلمان امت کې د تفرق ...
نور ولوله
د علماوو خپلمنځي ستونزې
عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما وایي: د علماوو علم واورئ، خو د دوی پخپلو کې په یوه بل پسې خبرې مه منئ، په هغه الله قسم چې زما روح یې په واک کې ده لکه پسونه چې پخپل شپول کې په یوه بل حملې کوي دوی پخپلو کې په یوه بل تر هغو زیاتې حملې کوي.
مالک بن دينار رحمه الله وایي په هر شي کې د علماوو او قاريانو خبرې منئ خو پخپلو کې په یوه بل پسې خبرې یې مه منئ. جامع بيان العلم و فضله لابن عبد البر
الله دې رحم وکړي موجوده حالاتو کې د نړۍد پټو پېریانو او شیطانانو ... په لمسون لکه په غیر شعوري... توګه ځیني ملایان سخت سره په ښکر شوي دي، لطفاً دا پوسټ زیات شیر کړئ، چې عامو مسلمانانو او د دوی پیروانو ته ورسیږي...
نور ولوله
یوه اسرائیلي ته غاښ ایستونکی ځواب
د اسرائیلي پوځ ویاند ایدي کوهن لیکلي چې د مسلمانانو پیغمبر محمد (ﷺ) چې د معراج پېښه کې راښکته کیدی زموږ اسرائیلي پیغمبر موسی علیه السلام پینځم اسمان کې پوښتنه ورنه وکړه چې الله څه پرېکړه وکړه؟ هغه ورته وویل: ورځ کې یې زما پر امت پنځوس لمنځونه فرض کړل! موسی ورته وویل: ستا امت هیڅکله پینځوس لمنځونه نه شي کولی، لنډه دا چې د موسی علیه السلام په مشوره د محمدي امت لمنځونه له پینځوسو، پینځه شول نو دا پر مسلمانانو د موسی علیه السلام مهرباني ده.
د ابو طلال الشمري په نوم عرب ورته لیکلي: څه باندې څوارلس سوه کاله موږ په هماغه خبره ولاړ یو، لمنځونه کوو او د یوه الله عبادت کوو. خو ستاسو له نیکونو موسی علیه السلام د څو ورځو لپاره د الله تعالی ملاقات ته ولاړ، چ...
نور ولوله
د نبوي جومات کوتره
مولوي عبدالستار الكوزائي، (90 کلن) پینځوس کاله کیږي په مدینه منوره کې اوسي، خپل شاګردان یې د نبوي جومات کوتره (حمامة الحرم النبوي) بولي! ځکه دی اکثره وخت نبوي حرم کې تېروي. نبوي جومات کې د ده د ناستې معلوم ځای دی چې هلته له ماښام لیږ مخکې ان تر ماخوستنه وروسته هم څه وخت ناست وي.
دی په ځانګړې توګه معقولاتو لکه منطق، حکمت، ریاضیات، جدل او مناظره کې؛ ښه مهارت لري. ده لویه دوره د کوزې پښتونخوا په نوښار، اکوړه خټک دارالعلوم حقانیه کې کړې ده. ابتدایي درسونه یې اووه کلنۍ کې په کندهار کې ویلي دي. هلته یې د تفسیر، حدیثو، نحو، صرف او اصولو درس او تدریس کړی دی. حدیث یې له کندهاري مولیصاحب، مولانا عبد الرحمان او د هغه ورور عبد المنان څخه ویلي دي چې هغوی له سید حسین المدني نه ویلي وو....
نور ولوله
د ربیعه د واده او ربیعه او ابو بکر د دعوې کیسه
دا اصلاً دوه کیسې دي، یوه د ربیعه رضي الله عنه د واده کیسه ده او بله د ځمکې پر سر د ده او ابو بکر الصدیق رضي الله عنهما د دعوې کیسه، څرنګه چې دواړه خورا خوندورې، په زړه پورې او ګټورې کیسې دي او دواړه د المستدرک للحاکم په یوه روایت کې راغلې دي نو ما هم دواړه یو ځای راواخیستلې. دواړه کیسې ربیعه رضي الله عنه پخپله کوي او زه یې د ده له خولې راپښتو کوم. الله دې وکړي له دې کیسو څه زده او هغه عملي کړو.
د ربیعه د واده کیسه
ربیعۀ بن کعب الاسلمي رضي الله عنه وایي: ما به د رسول الله ﷺ خدمت کاوه، رسول الله ﷺ راته وفرمایل: یا ربیعة! واده نه کوې؟ دی وایي ما ورته وویل: نه یې کوم، یا رسول الله! یو خو د واده پالنې لګښتونه نه لرم او بل داسې څه نه کوم چې...
نور ولوله
قران څښل!
رسول الله ﷺ فرمایي: ژر به زما له امته داسې خلک راووځي چې قران به د شیدو په څېر څښي. قال النبي ﷺ : سيَخرُج أقوامٌ من أمّتي يشربون القرآن كشُربهم اللبَن. رواه الطبراني
علامة عبد الرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث مطلب داسې بیانوي: یعنی دوی به د قران معناګانو ته فکر نه کوي او نه به یې د احکامو په کیسه کې یي، بلکي یواځې د قران الفاظ به یې په ژبه داسې تېز تېریږي لکه د څښلو پر مهال چې شیدې تېریږي. فيض القدير 118/4
الله دې زموږ پر حال ورحمیږي، موږ اکثره قران فقط څښو، د حفظ، ترجمو او تفسیر دورې هر ځای روانې دي خو په قران کې د تدبر او په قران د عمل کار ډېر کمزوری ده، د قران حفظ او زده کړه پخپل ځای ستر مطلوب او مهم کار ده، خو د قران ...
نور ولوله
پټه صدقه
رسول الله ﷺ فرمایي: کله چې الله ځمکه پیدا کړه ؛ ځنګیدله، غرونه یې پیدا او پر ځمکه یې ټک وهل، نو ځمکه ارام شوه. ملایکې د غرونو قوت ته په تعجب کې شوې! نو ویې ویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له غرونو قوي مخلوق شته؟ هغه وفرمایل: هو، اوسپنه ده، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له اوسپنې قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، اور دی، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له اوره قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، باد دی، ملایکو وویل: یا ربه! ستا مخلوقاتو کې له باده قوي شی شته؟ هغه وفرمایل: هو، بنیادم چې په ښي لاس داسې خیرات او صدقه وکړي چې له چپ لاسه پټه وي.
عن أنس بن مالك، عن النبي ﷺ قال: لما خلق الله الأرض جعلت تميد، فخلق الجبال فألقاها عليها، فاستقرت، فتعجبت الملائكة من خلق ...
نور ولوله
د مینې پیغمبر ﷺ
رسول الله ﷺ سره مې ولیدل، زه جُنُب وم، ورسره روان وم، هغه زما لاس په لاس کې نیولی و، لاس مې ورو ورنه خلاص کړ او ورنه ولاړم، غسل مې وکړ، بېرته ورته راغلم، ورسره کېنستلم، راته کړه یې: ابو هر (ابو هریرة) چرته وې؟
مال یا رسول الله! ستا سره چې مخامخ شوم هغه مهال زه جنب وم، نو ستا سره کینستل مې ښه ونه ګڼل، رسول الله ﷺ راته وفرمایل: مومن نه پلیتیږي. (إنَّ المؤمنَ لا ينجَسُ). صحيح ابن حبان. 1259.
د الله جل جلاله ستر پیغمبر محمد رسول الله ﷺ څومره مینه ناک او خوږ دی! خپل ملګری او شاګرد یې (ابو هریرة) له لاسه نیولی او د ناز خطاب ورته کوي! (یا أبا هِر) وروسته د هغه د اندېښنې په اړه ورته فرمایي: مومن نه پلیتیږي!(إنَّ المؤمنَ لا ي...
نور ولوله
د مسؤلیت احساس
امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو سړی راغی، ورته ویې ویل: ستا حکومت کې څه کار راکړه، عمر ورته وویل: قران لوستلی شې؟ سړي وویل: نه، عمر ورته وویل: څوک چې قران نه شي لوستلی هغه ته زه دولتي وظیفه نه ورکوم، نو سړي د دندې ترلاسه کولو لپاره د قران کریم زده کړه پیل کړه.
کله چې سړي ښه ډېر قران زده او یاد کړ وځنډیدی او عمر ته نه ورغی، یوه ورځ عمر رضي الله عنه هغه چرته ولیدی، ورته ویې ویل: ته ولې ناوخته شوې؟! هغه ورته وویل: قران مې چې زده کړ نو الله له عمره او د عمر له دروازې بې پروا کړم! بیا یې دا ایت ورته تلاوت کړ: { وَمَن يَتَوَكَّل عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُه } یعني څوک چې پر الله توکل وکړي هغه یې بس او کافي دی. المحرر الوجيز في تفسير ...
نور ولوله
ټولو سینما ليدونکو باندې یې د معدني اوبو بوتلونه ووېشل، دا یوه دوکه .. وه
ټولو سینما ليدونکو باندې یې د معدني اوبو بوتلونه ووېشل، دا یوه دوکه .. وه، خلکو چې د بوتلو په خلاصولو او ابو څښلو پیل وکړ؛ د بوتلونو سرونه نه خلاصیدل، هغه همدومره سخت بند کړل شوي وو چې سینما لیدونکو له ډېرو زورونو وهلو سره هم خلاص نه کړی شوی، کله چې هغوی بند بوتلونه په لاسونو کې ناامیده کېنستل؛ د سینما په پرده وچ کلک، تک تور، الوتې څېرې افریقایي ماشومان راښکاره شول، چې بالټۍ یې لاسونو کې وې، د خړو اوبو ډنډونو کې په بالټیو ډکولو بوخت وو .. او له دې وروسته یې دا جملې ورته ولیکلې:
د اوبو څښلو کوچنۍ ناکامه هڅه چې زوروونکې ده نو د دې ماشومانو د احساس په اړه هم لیږ فکر وکړئ...
...
نور ولوله
خلک حمام کې ولې سندرې وایي؟!
په حقیقت کې دا پوښتنه په ډېرو څېړنو کې رامنځته شوې ده، خو تر اوسه مناسب او په زړه پوري ځواب نه دی ورته پیدا شوی...
خبره له سندرو اوښتې ده، ویل کیږي د تشناب کاغذ د اختراع فکر هم په تشناب او حمام کې رامنځته شوی و، اډیسون هم وای حمام کې ناست و چې د برېښنا ګروپ جوړولو فکر یې په ماغذو کې راوټوکیده. ان تر دې چې د فزیک ځینې مهم قواعد له حمامونو راوتلي دي، ویل کیږي ارسطو به ډېر ځله په منډه له حمامه راووت او نارې به یې کړې، چې دغه ده دلته مې پیدا کړه...
حمام کې نور نوادر او عجایب هم رامنځته شوي دي، دا خبره موږ ټول په یوه خوله منو، زموږ اکثره فکرونه او پرېکړې حمام کې ترسره کیږي، موږ چې حمام ک...
نور ولوله
ښه خبره اوریدل او منل
هغه څوک چې خبره په غور سره اوري او د تر ټولو ښې خبرې پیروي کوي؛ دوی هغه خلک دي چې الله سمه لاره ورته ښودلې ده او همدوی پوهان دي. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُۥٓ ۚ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ هَدٰىهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولٰٓئِكَ هُمْ أُولُوا الْأَلْبٰبِ. [سُوۡرَةُ الزُّمَر : 18]
د بېلګې په توګه ته حالات څارې یا خواله رسنیو کې لیکنې لولې، نو د ایت له دې برخې نه شوې ﴿الذين يستمعون القول﴾، کله چې ښه خبره مخته درشي، پر هغه له غور کولو وروسته هغه ومنې او عملي یې کړې؛ نو ته له ﴿فيتَّبعون أحسنه﴾، څخه شوې. کله چې ژوند کې دا طرز العمل او کړندود جاري ولرې؛ نو ته له هوښیارانو وګرځیدلې او سمه لاره دې بیا موندله. (أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ هَدٰىهُمُ ا...
نور ولوله
