د حامد افغان لیکنی

لمانځه ته منډې مه وهئ

     رسول الله ﷺ فرمایي: چې اقامت واورئ لمانځه ته روان شئ، په درنښت، ارام او وقار سره ورځئ، منډې مه وهئ، کوم لمونځ چې ونیسئ هغه وکړئ او پاتې پوره کړئ. ‏عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله ﷺ : إذا سمعتم الإقامة فامشوا إلى الصلاة وعليكم بالسكينة والوقار، ولا تسرعوا، فما أدركتم فصلوا، وما فاتكم فأتموا. متفق علیه واللفظ للبخاري      حدیث کې دوه لفظونه راغلي (بالسكينة والوقار) امام النووي رحمه الله یې توپیر داسې کوي چې "سکینة" د حرکاتو سموالی، یعني ارام او عادي تګ نه منډې او ټوپونه. او "وقار" د اواز ارامي او لارې ته توجه، یعني ستمی او غرژی نه کول او نه یو بل لور ته کتل. زموږ یوه کلیوال چرته کوم ښوی جومات کې لمانځه ته منډه کړې وه، پرتلی و او لا...
نور ولوله

جدال د هلاکت نښه

     د خلکو ترمنځ ډېر جدالونه او د خپل نظر حق ثابتولو لپاره جنجالونه د هغوی د ګمراهي او سرکشي نښې دي. حدیث کې راغلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : کوم خلک چې په جدال او د خپل نظر حق ثابتولو لپاره شخړو باندې اخته شي هغوی له هدایت وروسته ګمراه شول. وروسته هغه ایت تلاوت کړ، دوی یواځې جدال شخړیېزه خبره درته وکړه بلکې دوی جګړه مار قوم دی. عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : مَا ضَلَّ قَوْمٌ بَعْدَ هُدًى إِلَّا أُوتُوا الْجَدَلَ ثُمَّ قَرَأَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ. رواه الترمذي وابن ماجة والحاکم     د دو...
نور ولوله

هغه زوی چې پلار یې له تربیې عاجزه شو

فضیل بن عیاض رحمه الله د خراسان له مشهورو عالمانو او صالحانو نه و، د ده یو زوی و علي نومیدی، ده یې په تعلیم او تربیه کې زیات کوښښ کوه خو ګته یې نه کوله، ان تر دې چې د هغه له اصلاح نه ناهیلی شو، اخیر یې الله تعالی ته زارۍ پیل کړې، یوه دعا یې داسې وکړه: یا الله! ما خپل کوښښ وکړ چې علي ته اخلاق او ادب وروښیم، خو زه یې د تأدیب وس نه لرم، ربه! ته اخلاق او ادب وروښیه. (اللهم إني اجتهدت أن أؤدب علياً فلم أقدر على تأديبه، فأدبه لي) د الله جل جلاله فضل او احسان و، د فضیل دعا یې د هغه د زوی علي په باره کې قبوله کړه، علي په علم، تقوی او زهد کې د پلار په څېر امام وګرځیدی! امام النسائي یې په اړه وایي چې د فضیل بن عیاض زوی علي باوري او امانتدار عالم دی. حافظ ابو بکر الخطیب وایي: علي خورا لوی متقي عالم و. سفیان بن عیینة وایي:...
نور ولوله

په شاعرانو پسې غولیدلي او بېلارې خلک روان یي

  یوه سړي ډله خلک ولیدل چې چرته روان وو، دی پوه شو چې چرته د ډوډۍ لور ته لاره باسي... نو دی هم له شا ورپسې روان شو، لاره کې پته ورته ولګیدله چې ټول شاعران دي، د پاچا د دروازې لورته روان دي او د ستاینو غزلونه یې پلنډه کړي دي. هلته چې ورغلل، هر یوه په نوبت خپل خپل شعرونه وویل او انعامونه یې واخیستل، کله چې ده ته نوبت ورسید، دی چوپ ناست دی او هیڅ نه وایي!     خلک ټول ورته متوجه دي او دی خاموش ناست دی، چا ورته وویل: پاڅه شعر ووایه! ده ورته وویل: زه شاعر نه یم، ورته ویې ویل: نو ته چیشی یې؟! ده ورته وویل: زه د شاعرانو غولیدلی یم، هغه چې الله په قران کې د دوی په اړه ویلي. والشعراء يتبعهم الغاوون.(الشعراء: ٢٢٤) او په شاعرانو پسې غولیدلي او بېلارې خلک روان یي.  نو پاچا او ...
نور ولوله

شیطاني وسوسې

     ځیني خلک پوښتنه کوي چې زړه کې یې کفري وسوسې او ناسمې خبرې راتېرېږي، چې په هغو سره تکلیف کېږي او خپه کېږي، دې پوښتنې ته علماء داسې ځواب لیکي: مومن د شیطان په وسوسو او کفري خیالاتو ازمویل کېږي او امتحانېږي، چې په هغه سره یې سینه تنګېږي او خپه کېږي. دا ستونزه صحابه کرامو هم لرله، لکه د هغوی یوه پوښتنه داسې روایت شوې ده: یا رسول الله! کله زموږ کوم یوه په ذهن کې داسې خبرې راشي چې د هغو کول له اسمانه رالویدلو سخت ورته ښکاري. هغه ﷺ ورته وفرمایل: همدا ښکاره ایمان دی. (ذاك صريح ‏الإيمان).      بل روایت کې راغلي چې هغوی وویل هغه خبرې په خوله راوړل ډېر دروند کار ورته برېښي، یعني نه یې شي کولی. هغه ﷺ ورته وفرمایل: الحمد لله، چې د شیطان چل یې د هغه په و...
نور ولوله

د ﺗُﺴْﺘَﺮْ پر فتحه د انس رضي الله عنه ژړا

روایت_کا چې کله به انس بن مالک رضي الله عنه ته د ﺗُﺴْﺘَﺮْ فتحه وریاده شوه نو ژړل به یې! تستر یا شوشتر د ایران خوزستان کې یوه سیمه ده، دا سیمه د مجاهدینو له اوږدې محاصرې وروسته د مسلمانانو لاس ته ورغله. دا هغه  مهال د اسلام ستره فتحه وه او مجاهدینو خورا زیات غنیمتونه ترلاسه کړل، چې خبره داسې ده نو بیا انس د هغې په یاد ولې ژړل؟! ځکه چې لاندې راځه      د مجاهدینو څو پیاوړي ځوانان د تستر کلا ته ننوتې ویالې ته ولویدل، هلته ورننوتل، نورو مجاهدینو ته یې دروازه خلاصه کړه، هغوی ورننوتل او له لاس په لاس خورا خونړۍ جګړې وروسته کفار مات او مجاهدین بریالي شول، دا د ویالې له لارې ننوتلو کار له سهار مهال لیږ مخکې پیل شو او له لمر راختلو وروسته فتحه ترلاسه او جګړه ارامه شوه، دا خورا خطرناکه او سخته جګړ...
نور ولوله

لمنځونه او غلاوې!

    ابو هریرة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ ته یو سړی راغی، ورته ویې ویل چې فلانی د شپې لمونځ کوي او چې کله سهار کړي په غلا پیل وکړي. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: نږدې وخت کې به یې لمونځ له دې غلا منعه کړي. عَنْ أَبِيْ هُرَیْرَة رَضيَ اللّٰهُ عَنْهُ قَالَ: جاءَ رجلٌ إلى النَّبيِّ صلَّى اللَّه عليهِ وعلَى آلِهِ وسلَّمَ فقالَ : إنَّ فلانًا يصلِّي باللَّيلِ ، فإذا أصبحَ سرقَ قالَ : إنَّهُ سيَنهاهُ ما يقولُ. أخرجه أحمد (9777)، والبزار (9217)، وابن حبان (2560)      د حدیث مطلب دا دی چې څوک صحي لمونځ کوي نو دا لمونځ یې له بده کاره منعه کوي، لکه قرانکریم کې دا خبره راغلې ده ‏(إن الصلاة تنهى عن الفحشاء والمنكر)، علامة الزمخشري د دې ایت تفسیر کې لیکي: څومره خلک...
نور ولوله

د پاچا او هوښیار په زړه پورې کیسه – دوهمه برخه

کیسه_کا پخوا یو پاچا د خپل هیواد پلازمینه کې د یوه تاجر په جامه کې پټ ګرځیدی، بازار کې یې په یوه زاړه دکان سترګې ولګیدلې، چې د پلور څه نه په کې لیدل کېدل، تقریبا تش دکان و، د پاخه عمر سړی په یوه زړه چوکۍ په کې ناست و، پاچا دکان کې هیڅ ونه لیدل، ایله څو ګرد پوښلې تابلوګانې ایښې وې، دکان ته ورنږدې شو، د پاخه عمر سړي ته یې سلام وکړ او هغه په ښه توګه سلام ورځواب کړ.      پاچا زاړه دکان او دکاندار ته هېښ پاتې شو، ځکه په دې تش غوندې دکان کې هغه ډېر ډاډه او پر ځان باوري ناست و. پاچا ورته وویل: ښار ته د څه شي پېرلو لپاره راغلی یم، ته د پلور لپاره څه لرې؟! سړي په ارام او ډاډ ورته وویل: هر کله راشې، زما سره د ښار ترټولو ښایسته او ارزښتناک شیان دي! سړي دا خبره په جدي توګه کوله، ن...
نور ولوله

حیاناک پیغمبر صلی الله عليه وسلم

     ابو سعید الخدري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ له په پرده کې ناستې پېغلې ډېر حیاناک و. عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: كان رسول الله ﷺ أشدَّ حياءً مِن العذراء في خدرها. متفق علیه      د حدیث دا جمله (في خدرها)، یعني کله چې پېغله واده او په لومړۍ شپه له خپل نابلده خاوند سره په ځانګړې پرده کې یو ځای شي، نو ډېره زیاته شرمېږي. ټولو انسانانو کې پېغله طبعا له هر چا زیاته شرمېږي خو دې ځانګړي حالت کې لا زیاته شرمېږي، رسول الله ﷺ له داسې پېغلې هم زیات حیاناک و!      البته دا ټوله حیا یې د شرعي حقوقو په چوکاټ کې وه، د حق په دفاع، د حقوقو په ساتنه او په حق بیانولو کې یې داسې حیا نه کوله چې د دې وجیبو د ترسره کولو لاره کې...
نور ولوله

د پاچا او هوښیار په زړه پورې کیسه – لومړی برخه

کیسه_کا پخوا یو پاچا د خپل هیواد پلازمینه کې د یوه تاجر په جامه کې پټ ګرځیدی، بازار کې یې په یوه زاړه دکان سترګې ولګیدلې، چې د پلور څه نه په کې لیدل کېدل، تقریبا تش دکان و، د پاخه عمر سړی په یوه زړه چوکۍ په کې ناست و، پاچا دکان کې هیڅ ونه لیدل، ایله څو ګرد پوښلې تابلوګانې ایښې وې، دکان ته ورنږدې شو، د پاخه عمر سړي ته یې سلام وکړ او هغه په ښه توګه سلام ورځواب کړ.      پاچا زاړه دکان او دکاندار ته هېښ پاتې شو، ځکه په دې تش غوندې دکان کې هغه ډېر ډاډه او پر ځان باوري ناست و. پاچا ورته وویل: ښار ته د څه شي پېرلو لپاره راغلی یم، ته د پلور لپاره څه لرې؟! سړي په ارام او ډاډ ورته وویل: هر کله راشې، زما سره د ښار ترټولو ښایسته او ارزښتناک شیان دي! سړي دا خبره په جدي توګه کوله، ن...
نور ولوله

له جاهلانو مخ واړوه

    له جاهلانو مخ واړوه. {وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ}دا امر د الله ﷻ له لوري رسول الله ﷺ ته شوی دی. علماء وایي: هوښیاران او پوهان که غواړي دنیا کې کامیاب ژوند وکړي نو له جاهلانو دې مخ واړوي، دا الهي امر یو ستر فطري اصل دی، لکه د بوټو او نباتاتو نړۍ کې چې له ګلانو سره ګڼ شمېر ازغي شتون لري، په نړۍ کې کم عقلان او جاهلان هم داسې دي. موږ د ګل ترلاسه کولو په وخت له ازغیو نه په اتیات او هوښیاري سره ځان ژغورو او ګل ترلاسه کوو، هیڅوک هم له ګل سره اخته کیدل نه غواړي، هوښیار هم باید ژوند کې له کم عقلانو داسې ځان وساتي.     لکه ومو ویل دا الهي امر فطري اصل دی، نو د ژوند ټولو اړخونو کې باید مراعت او ګټه ورنه واخیستل شي، رسول الله ﷺ هم د ژوند مختلفو پړاوونو کې له دې اص...
نور ولوله

که څنګ سیکولره؟

بېګا شپه به  سیکولرې نړۍ د نوي کال لومړۍ شپې په مناسبت د اور په لوبو ټریلون ډالره لولپه کړي یي! هغه  سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: له سلو جوماتونو جوړولو غریب ته یوه ګوله ډوډۍ ورکول غوره دي؟! هغه  سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: پر کعبه طوافونه مه کوئ، د غریبانو په کورونو وکرځئ او له حاله یې ځانونه خبر کړئ؟! هغه  سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: د اختر قربانۍ مه کوئ، دا پیسې غریبانو ته ورکړئ؟! دوی ولې چوپ دي! دا نرم زړی! سیکولر ولې غربیانو او د غرب پر ګامونو روانو ته نه وایي چې د ډالرو امبارونه چټي مه سوځوئ، د اور پر لوبو یې مه خرابوئ، بلکې د نړۍ پر بې شمېره غریبانو یې ولګو...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک