No-IMG

ځمکې او کورونه مه خرڅوئ

رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې کور (بل روایت کې ځمکه هم ورسره راغلې ده) خرڅ کړي او هغه پیسې یې د دې کور په څېر بل کور کې ونه لګوي، الله به هغه پیسې ورته برکتي نه کړي. عَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ بَاعَ دَارًا وَلَمْ يَجْعَلْ ثَمَنَهَا فِي مِثْلِهَا لَمْ يُبَارَكْ لَهُ فِيهَا. ابن ماجة (2482) واحمد

امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله وایي: الله جل جلاله ځمکه ستایلې او برکتي ګڼلې ده. (وبارك فيها وقدر فيها أقواتها) نو څوک چې کور او ځمکه خرڅوي ګواکې د الله برکتي شی خرڅوي، سزا یې دا شوه چې د ځمکې په بدل کې کوم شی اخلی هغه به بې برکته وي. "مشكل الآثار للطحاوي"(9/206)

ملا علي القاري رحمه الله المرقاة کې لیکي: ځمکې او کورونه خرڅول او په هغو پیسو منقوله سامان اخیستل نامستحب کار دی، ځکه د ځمګو ګټه ډېره، ستونزې او تاوانونه یې کم وي او د منقوله سامان پر خلاف غله او غدوی یې پټولی او تروړلی نه شي. نو ښه خبره دا ده چې ځمکې او کورونه باید خرڅ نه کړل شي او که څوک یې خرڅ کړي په هغو پیسو دې بل کور یا ځمکه واخیستل شي. مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح (5/1983). لکه حدیث کې ښکاره راغلي دي، چې د کور یا ځمکې پیسې د هغه په څېر ځمکه کې بندې نه کړي.(وَلَمْ يَجْعَلْ ثَمَنَهَا فِي مِثْلِهَا)

د شارحینو له خبرو معلومیږي چې دا حدیث لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مشوره داسې ده، اجباري او لازمي خبره نه ده. او بل که څوک ځانګړې ضرورتونه لري او د هغه له مخې د جایداد خرڅلاو ته مجبور شي؛ طبعا هغه مستثنا دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک