د کبرجن څو نښې
• حق نه منل او خلک سپک ګڼل
• د خبرو پر مهال په تکبر سره له چامخ اړول
• له پوهانو او هوښیارانو سره مشوره نه کول
• په تکبر سره تګ کول
• عبادت او بندګي درنه او بوج ورته ښکاریدل
• پخپل علم او پوهه مغروره کیدل
• د پوزخند په ډول د خلکو پیښې کول
• په حسب، نسب، رنګ او ځواني ویاړل
• قصدا او له تکبره د خلکو مخالفت کول
• د نېکانو او ښو علماوو سپکه بیانول
• د ځان ستایل او له ځان ستاینې سره مینه
• ګناهونه هېرول او کم شمېرل
• له نورو د ښې بدلې او بښنې توقع
• په خطا ټينګار
• عبادت کې تنبلي او سستي
• ګناهګارو او بېلارو ته په سپکه کتل
• له وړتیا پرته ځان د مشرتابه حقدار ګڼل
• د علماوو خبره نه منل او ځان لوړ ګڼل
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
