د اصيل او کم اصل اسونه پيژندل
پخوا د عربو عادت و چې کله به د چا اسان زیات شول، خبره به ګډه وډه او اصیل او کم اصل اسان به یې نه شوی سره بېلولی، نو ټول اسان به یې یوه ځای کې سره راجمعه کړل، خوراک او څښاک به یې پرې بند کړ او په خرپ به یې ووهل!
وروسته به یې خوراک او څښاک ورته راوړ، نو دا اسان به دوه ټولي شول، یوه ټولي به د خوراک او څښاک لور ته وځغاستل، ځکه هغه به سخت وږي وو. او د بندیز او وهلو به یې هیڅ پروا نه لرله. خو دویم ټولي به د خوراک او څښاک لور ته ورکتل هم نه، ځکه دوی د هغو لاسونو خواړه نه خوړل چې دوی یې وهلي او ډبولي وو او پر دوی یې بندیز لګولی وو! په دې توګه به دوی اصلي او کم اصله اسان سره بېلول.
د چاپلوس غټه دووسي دا ده چې د بل له لاسه په سرکوزي او بې غیرتي سره خواړه ترلاسه کوي، کنه هسې خو چاپلوس قران وهلی ډېر چالاک، وخت او نبض شناس او هوښیار وي، خو څرنګه یې چې عزة النفس او د ځان درنښت ته لته ورکړې وي، ځکه یې د د دوسي چرچا او هنګامه ده. کیسه د چاویلو خبره ده، نو د کره والي او سرچینې په اړه یې د چا نظر ته ضرورت نشته... پایلې ته مو توجه غواړم.
