No-IMG

څو د کار خبرې

     نن سبا د پور موضوع خورا حساسه ده او زیات اتیات باید وشي، نن بد پوری او سم پوری سړی درښیم، کاروبار کې څوک یو جنس په پور درنه وغواړي، مثلاً موبایل درنه وغواړی، اوس د دې موبایل د نغدو قیمت شل زره افغانۍ ده، د پور منځنۍ کچه قیمت یې پنځه ویشت زره افغانۍ ده، خو ته په پور غوښتونکي ته موبایل په پنځه دېرش زره افغانۍ بیه کړه، که بې له چون و چرا یې درته وویل چې خوښه مې ده رایې کړه، نو څه پلمه ورته وکړه، چې مشوره کوم... او سودا مه ورسره کوه. ځکه دومره قیمته شي اخیستلو ته بې له چنو سمدستې تیاریدل دا مطلب چې سړی یې د پرې کولو نیت نه لري.

    او که چنې یې درسره شرو کړې او له عامې او رواجي بیې نه درپورته کېدی، بیا سړی ښه دی، د پور پرې کولو اراده لري او سودا ورسره وکړه. خو د کار په دې خبره کې دننه دا بله هم واوره، هغه دا چې مثلاً دې ښه سړي د پور له حسابه په دې موبایل کې پنځه زره ګټه درکوله او په نغدو دې موبایل مثلاً شپږ شلې... (120) افغانۍ ګټلې نو همدا لیږ ګټه مې درته خوښه ده او دا ښه سړي ته ووایه الله ته دې سپارم. بله مهمه خبره دا واورئ چې دا د کارخبرې زما مشورې او تجربې دي، د شریعت خلاف به هم نه یي، ان شاء الله، نو له مختلفو اړخونو نکتو راپلټلو ته اړتیا نسته. والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک