د حامد افغان لیکنی
زموږ انسانانو ته
ډاکټر کریګ کونسیډین (Dr.Craig Considine) امریکا کې د رایس پوهنتون استاد دی، ده د مسیحیت له نظره "د محمد انسانیت" ( The Humanity of Muhammad) په نوم کتاب لیکلی. نوموړی لیکي: د اسلام پیغمبر د انساني تاریخ لومړی کس دی چې د توکم پالنې او غلامي پر ضد یې ګام پورته کړی!
ډاکټر کریګ ډېر ځله پر خپل ټوېټر پاڼه نبوي حدیثونه خپروي، دی ځان په محمد ﷺ مین ښیي! او هر وخت د هغه ستاینه کوي. دی په یوه ټوېټ کې لیکي؛ خلک راته وایي ته عیسایي یې او محمد ډېر خوښوې؟! زه ورته وایم چې محمد ویلي دي زه او عیسی له دوو مېندو سره ورونه یو! People ask me, "how can you admire Prophet Mu...
نور ولوله
رسول الله سره د عمر مینه
د مکې د فتحې پر مهال عباس رضي الله عنه ابو سفیان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوست، چې هغه یې وبښي او اسلام ومني. عمر بن الخطاب رضي الله عنه کوښښ کوه چې له رسول الله نه د ابو سفیان د وژلو اجازه ترلاسه کړي، نو عباس عمر ته وویل: عمره ساړه یې خوره، په الله مې قسم که ابو سفیان د بنو عدي (د عمر قبیله) له پښې سره اړیکه لرلی که تا دا خبره کړې وی.
خو عمر رضي الله عنه عباس رضي الله عنه ته وویل: ګوره عباسه! لیږ اتیات کوه، په الله قسم کوم چې ستا د اسلام منلو پر مهال زه ستا په اسلام منلو دومره خوشاله شوم چې زما د پلار خطاب په اسلام منلو به دومره نه وم خوشاله شوی! ځکه زه پوهیدلم چې ستا په اسلام منلو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خطاب له اسلام منل...
نور ولوله
تر ټولو غوره خیرات
یوه سړي رسول الله ﷺ نه پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره خیرات او صدقه کومه ده؟ هغه ﷺ ورته فرمایل: پر خپل هغه خپلوان صدقه کول چې په زړه کې دښمني درسره لري؛ تر ټولو غوره خیرات او صدقه ده. قال رسول الله ﷺ أفضل الصدقة على ذي الرحم الكاشح. رواه أحمد وأبو داود والترمذي والدارمي
یعني پر هغه خپلوان او تربور صدقه کول ترټولو غوره صدقه ده چې هغه په ښکاره دښمني پټوي خو په زړه کې یې لري. دا خیرات ځکه ترټولو غوره دی چې یو خپلوي پالنه ده او بل شیطان ته لته ورکول او د هغه ترټل دي. فکر کوم ډېر کم خلک به داسې خیرات ته زړه ښه کوي...
...
نور ولوله
د ظالم واکمن او بې وسه عالم په زړه پورې کیسه
د عراق والي حجاج بن یوسف د واسط په ښار کې ځان ته ډېره ښکلې ماڼۍ جوړه کړه، کله یې چې کار تکمیل شو خلکو ته یې اعلان وکړ چې ورشي او د حجاج ښایسته ماڼۍ وګوري، خوند ورنه واخلي او د برکت دعا! ورته وکړي. دا مهال د بصرې وتلي عالم امام حسن البصري رحمه الله غنیمت وګاڼه، نو د حجاج ماڼۍ ته د راغليو خلکو لپاره وعظ او نصیحت ته ورغی. څو یې له دنیا سره مینه کمه او د الله تعالی او اخرت لور ته یې متوجه کړي.
کله چې امام حسن البصري هغه ځای ته ورسید، د خلکو ګڼه ګوڼه یې وليدله چې د پراخه، ښایسته او زړه راښکونکي قصر په ننداره بوخت وو، امام د خطیب په توګه ودریدی او په خبرو یې پیل وکړ. تاسو څه فکر کوئ چې امام حسن البصري رحمه الله څنګه خطیب او ويناوال و؟!! هغه یو وخت خبر...
نور ولوله
د یوه یهودي د اسلام منلو ګټوره کیسه
د ښایسته سړي ښکلې جامې پر تن وې، د عباسي خلیفه مأمون الرشید مجلس ته ورغی او مجلس کې یو ځای کېناست، د خبرو پر مهال هغه مأمون وپېژاند ورته کړه یې: ته یهودی یې؟ هغه ورته وویل: هیله کوم ما مه شرموه او خلکو ته مې مه ښیه. مأمون ورته وویل: که اسلام ومنې ښه معاش به درته مقرر کړم او له خپل قوم نه به دې هم وساتم. یهودي ورته وویل: زما د پلرونو دین یهودیت مې اسلام ته نه پرېږدي، فعلاً ما پرېږده چې د اسلام په اړه فکر وکړم، وروسته که مې قناعت ترلاسه کړ درته رابه شم.
مأمون یهودی پرېښود او ولاړ. کال وروسته یهودی عباسي خلیفه مأمون الرشید ته راغی، په داسې حال کې چې اسلام یې منلی او موحد و! مأمون سره ډېر خلک ناست وو، دوی ټول دې سړي ته حیران دریان پاتې شول! هغ...
نور ولوله
د بل منلو اوخپلو کې په مثبته توګه ژوند کولو پنځوس اصول
1- زه، ته، نه یم.
یعني زه مستقل شخصیت لرم، ته مستقل. زه ځانګړي نظر، فکر او تمايلات لرم، ته همداشان ځانګړي نظر، فکر او تمايلات لرې. البته دا په ژوند چارو او عامو موضوعاتو کې، نه په دیني او ځیني مشترکو ملي ګټو کې چې هلته بیا مختلف توافقات لازمي دي.
2- په کوم شي چې زه قناعت لرم په هغه ستا قناعت کول ضروري نه ده.
3- ضروري نه ده چې زه او ته به په هره رایه کې سره موافق یو.
4- په ژوند کې د انسانانو ترمنځ اختلاف طبیعي دی.
5- هیڅکله د يو چا هر نظر او رایه ...
نور ولوله
د رسول الله ﷺ د لیدلو تنده
ابو هریرة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ په داسې وخت کې له کوره ووت چې هغه وخت کې به دی نه له کوره ووت او نه به یې چا سره لیدل، نو ابو بکر ورته راغی، ده ورته وویل: ابو بکر! د څه لپاره راغلې؟ هغه ورته وویل: د دې لپاره راووتلم چې رسول الله ﷺ سره ووینم، د هغه مخ ته وګورم او پر هغه سلام وکړم!
عَنْ أَبِي هُرَیرَة رَضِيَ اللّٰهُ عَنهُ قَالَ: خرَجَ النَّبيُّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ في ساعَةٍ لا يخرُجُ فيها ولا يلْقاهُ فيها أحدٌ، فأتَاهُ أبو بكرٍ، فقال: ما جاء بِكَ يا أبا بكرٍ؟ فقال: خرجْتُ ألْقى رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ، وأنْظُرُ في وجْهِه، والتَّسليمَ عليه. أخرجه الترمذي (2369) واللفظ له، والحاكم (7178)، والبيهقي في شعب الإيمان.(460...
نور ولوله
د کوچي سختي او خلیفه نرمي!
عرب کوچي ابو بکر صدیق رضي الله عنه ته راغی، ورته کړه یې: د احرام په حالت کې مې ښکار وواژه، څه وکړم؟ د ابو بکر څنګ ته أبيّ بن كعب رضي الله عنه ناست و، هغه ته یې وویل: ستا څه نظر دی؟ کوچي ورته وویل: زه تا ته د پوښتنې لپاره راغلم، ته د رسول الله ﷺ خلیفه یې او ته له بل چا پوښتنه راته کوې؟! ابو بکر کوچي ته وویل: تا ته ولې عجیبه ښکاري؟ د ښکار په اړه الله جل جلاله وایي: پر هغه دې ستاسو دوه عادلان سړي پرېکړه وکړي. (يحكم به ذوا عدل منكم)، نو زه خپل ملګري سره مشوره کوم، په کومه خبره چې موږ دواړه متفق شوو، هغه به تا ته ووایو. الدر المنثور في التفسير بالمأثور للامام السیوطي رحمه الله 581/2
دېته ورته د عمر بن الخطاب رضي الله عنه کیسه بل پوسټ کې، باذن الله تعالی
...
نور ولوله
موږ ته د احمد ﷺ لیک راغلی د روم د ستر پادري اسلام منلو او شهادت کیسه
رسول الله ﷺ د روم پاچا هرقل ته د اسلام منلو په نیت لیک ولیږه، دا لیک یې د مشهور صحابي دحیة بن خلیفة الکلبي رضي الله عنه په لاس هغه ته ولیږه. هرقل چې د رسول الله ﷺ لیک ولوست او رسول الله ﷺ په اړه یې د هغه له دښمن ابو سفیان نه هم معلومات ترلاسه کړل، نو دحیة رضي الله عنه ته یې وویل: په الله قسم کوم چې ستا ملګری د الله له لوري رالیږل شوی پیغمبر دی، دا هغه پیغمبر دی چې موږ یې انتظار کوه او زموږ په کتاب کې د ده په اړه معلومات راغلي دي. خو زه له خپل ولسه ډاریږم، کنه اوس مې د ده پیروي کوله.
د روم پاچا هرقل دحیة الکلبي ته وویل: ته د روم ستر بشپ او پادري "ضغاطر" ته ورشه، هغه زما نه ځواکمن دی، رومیان زما په نسبت د هغه خبره ښه مني او د خپل ملګري ک...
نور ولوله
د عمر بن عبد العزیز زوی چا وواهه
د عمر بن عبد العزیز رحمه الله تعالی کوچنی زوی کوڅه کې له ماشومانو سره لوبې کولې، یوه ماشوم وواهه او ټپي یې کړ، هغه ماشوم خلکو ده ته راوست، په دې وخت کې بهر شور واوریدل شو، چې ورووتل یوه ښځه وه، هغې نارې وهلې: دا ماشوم زما زوی دی، یتیم دی او زه کونډه یم، عمر رحمه الله ورته وویل: ده ته له بیت الماله میاشتنی معاش ورکول کیږي؟ هغې وویل: نه، عمر خپلو کسانو ته وویل: د ده نوم ولیکئ او له بیت الماله میاشتنی معاش ورته ولګوئ.
عمر ته یې خپلې مېرمنې فاطمې وویل: الله تعالی دې دی څنګه او څنګه کړي، دا هلک به بل ځل بیا ستا زوی وهي. عمر ورته وویل: افسوز ستا پر حال! تاسو هغه وبیروه. (که هغه زموږ ماشوم وواهه، موږ هغه نه یو ډول غچ واخیست، هغه داسې چې دی مو هم ...
نور ولوله
رسول الله ﷺ به له څه شي زیاته پناه غوښتله؟
رسول الله ﷺ به لمانځه کې دا دعا کوله چې یا الله! له ګناه او پور نه پناه غواړم. (اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بكَ مِنَ المَأْثَمِ والمَغْرَمِ) چا ورته وویل: یا رسول الله! ته هر وخت له پوره ډېره پناه غواړې؟! هغه ﷺ ورته وفرمایل: سړی چې پوروړی شي نو خبرو کې دروغ وایي او چې کله وعده وکړي مخالفت یې کوي. عَنْ عَائِشَة رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهَا قَالَتْ: أنَّ رَسولَ اللَّهِ ﷺ كانَ يَدْعُو في الصَّلَاةِ ويقولُ:اللَّهُمَّ إنِّي أعُوذُ بكَ مِنَ المَأْثَمِ والمَغْرَمِ،فَقالَ له قَائِلٌ: ما أكْثَرَ ما تَسْتَعِيذُ يا رَسولَ اللَّهِ مِنَ المَغْرَمِ؟قالَ:إنَّ الرَّجُلَ إذَا غَرِمَ حَدَّثَ فَكَذَبَ،ووَعَدَ فأخْلَفَ. صحيح البخاري:الرقم2397
رسول الله ﷺ ځکه هر وخت...
نور ولوله
نامناسب او بې ځايه پوښتنې مه کوئ
کورنۍو مناسباتو کې، خپلوانو او ملګرو نه او په عامه توګه، له دې لاندې پوښتنو ځانونه ساتئ، دا یو ډول بې نزاکتي ده، بې ځایه څوک تنګول دي، شاید څوک ازار کړي او عموماً ستا او بل لپاره ګټورې پوښتنې هم نه دي:
څو کلن یې!
ډېر چاغ شوې نه یې؟
بوډا شوی راته ښکارې؟
ناروغ شوی خو نه یې؟
چرته یې د مرګ او ژوند درک دې نشته؟
څومره ډېر خوراک کوې؟
انسان مختلف حالات لري، کله غم کله ښادي، کله شتمن کله غریب، کله طبیعت برابر کله بېخونده، پورته پوښتنې او داراز ځیني نورې شخصي پوښتنې انسان نه خوښوي، یا یې هم شاید وزوروي. بناءً له داسې پوښتنو باید ځان وساتل شي. دېته ورته نورې نامناسب پوښتنې که ستاسو ذهن ته درځي، یا چرته چا درنه کړې وي او تاسې ته یې خوند نه ی...
نور ولوله
