No-IMG

د مېرمنې پیسې شفا دي!

     کله چې مېرمن پخپل خاوند له خپلو پیسو خوراک وکړي؛ د الله په فضل سره به رک روغ شي! قرانکریم وایي: او د ښځو مَهر په ښه زړه (فرض ګڼلى) ورکړئ، البته كه هغوى یې په خپله خوښه يو څه تاسي ته بخشش کړي؛ نو تاسي هغه په خوند سره خوړلای شئ، چي حلال او بې ضرره دى. وَءَاتُوا النِّسَآءَ صَدُقٰتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيٓـًٔا مَّرِيٓـًٔا.[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 4]

     امام السيوطي رحمه الله پخپل تفسیر "الدر المنثور 2/432" او امام ابن کثیر پخپل تفسیر (1/453 و2/577) کې د دې ایت په تفسیر کې لیکي: علي رضي الله عنه نه روایت شوی، هغه وایي: کله چې ستاسو کوم یو مریض شي، نو له خپلې مېرمنې دې دری او څو درهمه وغواړي، په هغو دې شات واخلي، هغه دې د باران له اوبو سره ګډ کړي او ودې څښي، په دې سره به (هنيئاً مريئاً) او مبارکه شفا سره یوځای شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک