څو د کار خبرې
ښایسته جامې مو ځانګړیو مناسباتو او نوي لوښي مو مېلمنو ته مه ساتئ او د کور نور سامان مو "د ښې او بدې ورځې لپاره" په پلمه لاندې مه تخته کوئ. هره ورځ/اکثره ورځې لکه د اختر ښې او ښایسته جامې واغوندئ، هغه د عطرو سپرې چې د ختمیدا له ډاره دې لاندې زېرمه کړې ده، د نر غوندې یې راوباسه، غټه ګوته ورته بنده کړه او په وړو و غټو ټولو یې په یوه سا وپشوه.
هغه واړه او غټ نوي او ښایسته لوښې/کمبلې/توشکې وغیره مو چې دا څو کاله د مېلمنو په نوم په صندوقونو کې لاندېزن ایښې دي او یا ډاریږئ چې ماشومان به یې مات کړي؛ هغه ټول راوکاږئ، دا د کوم عقل پرېکړه ده چې ته او اولادونه به مو ټول عمر په ماتو او موښلیو لوښیو کې خوراکونه کوئ او نوې متاع به مو ټوله لکه قاروني دنیا خزانه کړې وي؟!!
سړیه! مېلمانه به خدازده په میاشتو میاشتو کې راځي که یه، اولاد ته دې ښه ورواغونده او د کور په نويو لوښو کې خواړه پرې وخوره، دا د ماتو او کږو وږو کاسو او کړمو پیالو او ګیلاسونو له عذابه نجات ورکړه. چې هغوی پوه شي د کور قیمتي متاع پر دوی تاوان نه ده او مور و پلار ته اهم دي. او دا چې اولادونه مو دا احساس ولري چې پرته له ځانګړو مناسباتو یې نور عام ژوند هم ښایسته او د اهتمام وړ ده.
په پای کې باید زیاته کړم چې دا خبره خامخا د کار او ګټې خبره ده، په دې خبره که عمل وکړئ له بُخل او کنجوسي به نجات ومومئ. او که څوک چون و چرا په کې کوي هغه د مېلمنو په نوم ایښي سامان رایستلو اراده نه لري او د ځانګړو مناسباتو له څو ساعته خوشالي پرته یې پخپل اولاد نوره خوشالي پیروزو نه ده. الله دې هدایت کړي.
