سپين کوچی

No-IMG

سپين کوچی

د سپين کوچی لیکنی

نو را دې شي نو...

چې د څو شپو پر ځای پاخۀ راشي، نو را دې شي نو کۀ ستا یادونه میلمانۀ راشي ، نو را دې شي نو پۀ دواړه مخ دې ماشوم یاد پۀ خندا ښکل کړم، چې ځي خو پۀ ژړا بېرته لۀ ورۀ راشي، نو را دې شي نو ځینې بۀ دومره پۀ خوند، شونډو کې خبره کوي چې ورته خولۀ کې دې اوبۀ راشي، نو را دې شي نو خوږو خبرو کې یاران، دومره یو،بل وچېړي چې ستغې، سپورې یې پۀ خولۀ راشي، نو را دې شي نو تربیه غوره ده، مکتب او مدرسې نه، ګنې کله ترې خوی کې، ځینې خرۀ راشي، نو را دې شي نو څوک دې کیسه کې نۀ دي، دومره کۀ نور هم وژاړې چې دې پۀ اوښکو کې باڼۀ راشي، نو را دې شي نو ما پۀ ترخو، ترخو خبرو کړي، ښۀ سپکه وړۍ بیا چې حالاتو کې خواږۀ راشي، نو را دې ...
نور ولوله

درنه لاړم...!

زما برخه وي تل خواره درنه لاړم د کلونو انتظاره درنه لاړم بېرته ژوند چېرته لۀ سره پېلومه شاته نېمه پېړۍ یاره درنه لاړم زخم،زخم څڅېدلی دې پرېږدمه جوړ مې نۀ شوې د زړۀ ښاره درنه لاړم پۀ زړو سترګو مې ګوره زاړۀ پلونه چېرته ورک پۀ ورکه لاره درنه لاړم خلک شپو پسې پۀ تمه د سبا وي زۀ ماښام پسې سهاره درنه لاړم چې خبره بېخوندئ ته جوړېدله او مزه یې تله، لۀ کاره؛ درنه لاړم ستا پراخه حوصله ده کرار کېنه زۀ کوچیه سپینه یاره درنه لاړم ...
نور ولوله

وطن ...

راځه کنه! لږ غم کړه رانه کم د دې وطن تۀ هم د دې وطن یې او زۀ هم د دې وطن نۀ پوی پکې د تور کاکل مستۍ ته شول زلمي سپین ږیري کړل پۀ ځوانه،ځوانۍ غم د دې وطن ویش،ویش سره، زیږې ګوتې پرې تېري کړي؛ خو چا کېنښود ؛ پۀ زخمي زړګي مرهم د دې وطن تل منځ کې د سیالانو هېوادو افغانستان کیسه کوي د فقر د خپل چم د دې وطن دا ورک دی،دا شهید دی، دا زخمي دی، دا بندي همدا د تصویرونو دی البم د دې وطن بس صبر،صبر،صبر او بیا هم شه صبر،صبر حالات بۀ شي کوچیه بېرته سم د دې وطن ...
نور ولوله

د چا زړۀ...

اوس هسې پۀ خپل حال نۀ وي اکثره د چا زړۀ ځوریږي پۀ وړه،وړه خبره د چا زړۀ هغه ځوانیمرګی څۀ شو ؛ چې کوږ به ؤ له خیال پرېوتی ورپسې دی له کمره د چا زړۀ هغه ؤ چې زموږ د ټولو زړونه یې ساتل خو موږ ساتلی نۀ شو څو نفره د چا زړۀ لږ ساه واخله، دمه واخله د غرو پر څوکو ځار په غرونو اوړي سم درسره لمره د چا زړۀ پر تا ماتوي مینه د رنځور جانان د یاد رنځور تبې نیولیه مازدیګره د چا زړۀ بیا شاته،شاته ګوري غریو نیولی چا پسې بیا مات د مزدورۍ له تریخ سفره د چا زړۀ اخ ! څومره دې بیا خوند اخلي له څړیکې، څړیکې درد چې غیږ درنه چاپېره کړي پرهره د چا زړۀ ویل یې ورته کلک یې،اوس پۀ نۀ خبره ژاړي کوچي ځوانی...
نور ولوله

درته خاندم!

بیا ستون پر نیمه لار شوې ، محبته درته خاندم تر څو بۀ لیونیه خوار قسمته درته خاندم پکار چې ؤ هغسې مې ستا حق نکړو اداء یه ژونده ! بس لۀ ډېره خجالته درته خاندم تۀ ستغې،سپورې کاندې او زۀ غلی درته مُسک یم تۀ ومنه چې زۀ لۀ خپل عزته درته خاندم د څو ورځو سختۍ، لۀ تابه نۀ یې،اندېښمن یې لۀ درده مې د خوار وطن غربته درته خاندم هوا ته لاړې پورته شوې،کۀ ځمکه لاندې غیب شوې سمبال پۀ امکاناتو حکومته درته خاندم کلونه لکه میاشتې، میاشتې هم لکه اوونۍ پۀ منډه یې د ژوند عجیب سرعته درته خاندم تۀ هم د ګلابونو لۀ ما لته راته څَک یې زۀ هم د پرهرونو لۀ ما لته درته خاندم کوچیه! هوښیاران چې ورته شول لاس پۀ نامۀ...
نور ولوله

سړیه...!

پۀ زړۀ دې څۀ تېریږي، څۀ سړیه؟ چې وهې سر ؛ پر زنګانۀ سړیه جار دې لۀ اوښکو،اوښکو سترګو نه شم پۀ زړګي مات اوبۀ،اوبۀ سړیه دومره نازک،نری زړۀ مۀ ساته نو... یه! پۀ غمونو کې پاخۀ سړیه د ورک ارمان خوبونه ګورې کۀ نه؟! خپل مات څنګل باندې، ویدۀ سړیه د نابلدو، نابلد مالت کې ورک،ورک دې؛ چا پسې کاتۀ سړیه؟ خندا ته شونډې لږ ، پر پام جوړوه د پرهرونو د کالۀ سړیه لۀ ځانه ورک، د ښار پۀ شور کې نۀ شې سپینه کوچیه د راغۀ سړیه ...
نور ولوله

یو تصویر

پرون دې ژړولی یم ړنګ ښاره یو تصویر د ګل پر مخ دې جوړ ؤ له پرهاره یو تصویر په سپین مخ یې د اوښکو او د وینو رسامي وه له خاورو مې راپورته کړو غباره یو تصویر راټول مې کړو،  سینې پورې مې ونیولو کلک ټوټې، ټوټې شیندلی ؤ په لاره یو تصویر پیغام یې د پرهر، پرهر حالاتو و لیمو کې وخت مخکې را استولی له بهاره یو تصویر د اوښکو،  وینو،  کریغو او سلګیو بد حالت دی له ټولو څنګه جوړ کړم سپینه یاره یو تصویر ...
نور ولوله

غزل – سپين کوچی

پر کوم طرف دې بیا شوې کډې بار مورې جاار لۀ اوښکو،اوښکو سترګو دې شم جار مورې جاار را ټول دې شه پۀ چا دانه،وانه شیندلی زړۀ ټکور دې شه پۀ چا د زړۀ پرهار مورې جاار قربان دې شمه رانغی، پۀ تا باندې پۀ ژوند د ګل، ګل ښائیستونو ورک بهار مورې جاار چې نۀ پکې خندا شته،نۀ مستې او نۀ ادا پۀ چا پسې دې وران دی، دزړۀ ښار مورې جاار ...
نور ولوله

سوله غواړي...!!!

دا  کلي سوله غواړي، دا ښارونه سوله غواړي دا غرونه سوله غواړي، دا سیندونه سوله غواړي نور بس دی، افغانان دې شي ټول، ورونه سوله غواړي دا ستړي ، دا پرهر ، دا ټپي زړونه سوله غواړي د خپل ورک ځوانیمرګ بچي، بچیو ته چې ګوري د بورې مور او کونډې خور آهونه سوله غواړي چې نور یې پۀ ټټر کې سرې مرمۍ نۀ شي سړې دا ونې، غنې، بوټي،چنارونه سوله غواړي د ډز پر ځای چې غږ پکې د مستې خندا خپور شي دا شنې درې،درې دغه؛ دنګ غرونه سوله غواړي چې کړس د خنداګانو وي،تر نیمو، شپو، دېرو کې هماغه د یارانو ورک یادونه سوله غواړي منم چې د (څو تنو) بۀ وي ګټه پۀ جګړو کې خو خدایګو دا مظلوم، غریب، ولسونه سوله غواړي چې مسته...
نور ولوله

غزل!

ځه چې یو بل هېر کړو، یو بل نه مو ګيلې هم دي اوس مو تر مینځه لا د زړونو فاصلې هم دي اغزن تارونه مو د کور ، پر دېوالونو تاؤ شول او د دیدن مو تړل شوې، دروازې هم دي راشه راځه کنه، څو یخو شپو ته راشه کنه پۀ پیښور کې خو اوس ګرمې ورځې شپې هم دي سترګو کې خاندې او لاسونه دې ګرېوان ته راځي د جنګ دې پټې پۀ خندا، کې ارادې هم دي موږ د امید او نهیلۍ، ترمینځه ژوند تېروو جنګونه هم دي او د سولې، اوازې هم دي خندا نه ډکه خوله را غاړه شولې، خیر خو به وي روانې غبرګې دې، د اوښکو جنازې هم دي حال رانه مۀ پټوه ، جار دې لۀ سلګیو نۀ شم ستا د ګلاب زړۀ، د تازه زخم وږمې هم دي لږې کړه غوړې د کوچي پر غزل غوڅې شونډې...
نور ولوله

امن

څومره نوم د امن او امان خوږ دی هومره یې سوچ،فکر او ارمان خوږ دی وېره چې انسان نه د انسان نۀ وي بیا پۀ مخلوقاتو کې انسان خوږ دی بیا بۀ دغه سؤال وي له هر چا سره ژوند خوږ دی،کۀ مینه او جانان خوږ دی ځه کنه بندي اشنا نه و پوښته ژوند د ازادۍ کۀ د زندان خوږ دی مونږه وږو،تږو روژه دارو ته غږ د خواږۀ امن د آذان خوږ دی ستا د یاد رمه چې وي کوچي سره بیا غرونه،رغونه بیابان خوږ دی څومره نعمتونه چې دنیا کې دي ټولو نه کوچیه بیا ایمان خوږ دی   د امن پۀ ارمان... ...
نور ولوله

پېغورونه...

تنکي،تنکي ځوانان راته زاړۀ کړي پېغورونه خواږۀ ورونه خپل منځ کې سره، مړۀ کړي پېغورونه پۀ خپلو کې بۀ یو، بل سره وژني تر هغې تر څو چې یو او بل ته پښتانۀ کړي پېغورونه درانۀ د مرکو او د جرګو شمله ور هغه درانۀ، درانۀ غټ خلک هم واړۀ کړي پېغورونه د چا هرې خبر پسې بیا نۀ اړوي مخ مجبور وي او غوږونه پرې کاڼۀ کړي پېغورونه شیطان چې یې تر مینځه نوکان وجنګوي بیا اورونه دې وطن کې را تاؤدۀ کړي پېغورونه یو بل ته دې ورغاړه شي، یو بل دې سره ښکل کړي یو بل ته دې افغان ولس نور نۀ کړي پېغورونه زما د وطن میندو،خویندو، ورونو لاس کړئ لپه چې ګونګ شي او پۀ سترګو رب، ړاندۀ کړي پیغورونه کوچیه رب دې ساته، خو پېغور ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک