No-IMG

درته خاندم!

بیا ستون پر نیمه لار شوې ، محبته درته خاندم

تر څو بۀ لیونیه خوار قسمته درته خاندم

پکار چې ؤ هغسې مې ستا حق نکړو اداء

یه ژونده ! بس لۀ ډېره خجالته درته خاندم

تۀ ستغې،سپورې کاندې او زۀ غلی درته مُسک یم

تۀ ومنه چې زۀ لۀ خپل عزته درته خاندم

د څو ورځو سختۍ، لۀ تابه نۀ یې،اندېښمن یې

لۀ درده مې د خوار وطن غربته درته خاندم

هوا ته لاړې پورته شوې،کۀ ځمکه لاندې غیب شوې

سمبال پۀ امکاناتو حکومته درته خاندم

کلونه لکه میاشتې، میاشتې هم لکه اوونۍ

پۀ منډه یې د ژوند عجیب سرعته درته خاندم

تۀ هم د ګلابونو لۀ ما لته راته څَک یې

زۀ هم د پرهرونو لۀ ما لته درته خاندم

کوچیه! هوښیاران چې ورته شول لاس پۀ نامۀ

د چا د لیوني غرور ، جرئته درته خاندم

 

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک