د سپين کوچی لیکنی

جار دې شم...

خیر دی،درته لاره کې ایسار به شمه،جار دې شم څومره چې ته وایي،انتظار به شمه،جار دې شم دومره مې مصروف مه ساته ژونده،لږ څۀ وخت راکه لږ د چا غمونو ته وزګار به شمه،جار دې شم څو شېبې مې پرېږده،رانه مۀ پوښته چې څۀ چل دی ساه اخلم سلګیو کې،کرار به شمه،جار دې شم مورې! خیر دی درد کې ځان ته مه وایه چې مړه دې شم مورې! چې ته نه یې خوار و زار به شمه،جار دې شم دومره مې له پامه ګوره مۀ غورځوه،خوښه دې ژونده! درته کله خو په کار به شمه،جار دې شم ماته په سر توره مور دُعا کوي،یقین مې دی بېرته په همزولو کې د شمار به شمه،جار دې شم ته که مې اوس هم په یارۍ ستړی یې نو ووایه خیر دی کنه ستون پر نیمه لار به شمه،جار دې شم...
نور ولوله

زړۀ خفه دی...!

د مینې،امن زنده ګۍ پسې مې زړۀ خفه دی چم کې کرارې،کرارۍ پسې مې زړۀ خفه دی څۀ بې لالچه، څۀ بې تمې او خلوص نه ډکې هغې ساده شانته یارۍ پسې مې زړۀ خفه دی دلته د ګل،ګل ، څانګې، څانګې ځوانۍ قدر نشته د چا ګلاب،ګلاب ځوانۍ پسې مې زړۀ خفه دی د شنو لښتیو دواړو غاړو ته، پر پوله ناسته د کلي،چم انډېوالۍ پسې مې زړۀ خفه دی د ماشوموالي د مکتب، دوهمِ باء ټولګي ته چې تلم، د مور د لاس روپۍ پسې مې زړۀ خفه دی کال کې بۀ یو کوچني اختر ته موږ جامې کولې ژونده! هماغې غریبۍ پسې مې زړۀ خفه دی سپینه کوچیه ښاریه کې مې زړۀ خولې ته راشي غرۀ او راغۀ، دښتې، کیږدۍ پسې مې زړۀ خفه دی ...
نور ولوله

افغانستان...!!

ښېرې بۀ کوي ډېرو ته ضرور افغانستان پۀ زړۀ زخمي،زخمي پۀ زړۀ رنځور افغانستان حیران دی چې د کوم مرض علاج وکړي اول اخته پۀ سل مرضه او نا سور افغانستان د سوال لپه یې خپلو شتو کې بل ته وي نیولي پۀ خپلو شتو کې بل ته وي ، مجبور افغانستان چې بیا یې لۀ ډیلي تر اصفهان چلیږي راج خاونده بیا کړې هاغسې باتور افغانستان بد رنګ یې پۀ رنځور حُسن ملنډي وهي ولې؟ اوس هم پۀ خپل ښائست دی لا مغرور افغانستان ورکړي ورته هر یؤ دي پۀ شاتو کې تل زهر یو نۀ دی لري څو ډوله تربور افغانستان مجبور بۀ شي او ځان سره بۀ ډېر کړي نور هلاک اخر بۀ شي،اخر بۀ شي خونپور افغانستان کوچیه افرین پرې، چې پرېوځي نه، ساه اخلي ...
نور ولوله

بلا وهلی...

راغلی د زړۀ کور ته زړۀ نا زړۀ بلا وهلی ستا یاد ځوانیمرګی پۀ لمر خاتۀ بلا وهلی شېبه، شېبه دې تنده پسې نیسي،جل دې اخلي څوک ژوند کې وي ضرور لکه؛ اوبۀ بلا وهلی پۀ چیغو پۀ زاریو پۀ غږو نۀ را ویښیږي قسمت بۀ مې تر څو وي ډوب، وېدۀ بلا وهلی څوک ځېر شي، پۀ غصه شي، چې بیا ژاړې چا پسې؟ چې مات مې شي پۀ سترګو کې باڼۀ بلا وهلی پۀ یار چې سخته راشي لکه خام نوی بندي لۀ ډاره پۀ ځان ومني، هر څۀ بلا وهلی لۀ ځان سره یې پټې سترګې ځکه ګرځوم پۀ چا مې بیا ور خوږ نۀ شي ، دا زړۀ بلا وهلی د چا د یاد شپېلۍ،رمه،کیږدۍ ورته پۀ زړۀ شي کوچی چې یادوي هر وخت، راغۀ بلا وهلی ...
نور ولوله

ضرورت

له اخلاص ډکې دعا ته ضرورت دی هم درمل او هم دوا ته ضرورت دی چې د ټولو مؤمنانو سرته خیر شي رب ته وژاړئ،ژړا ته ضرورت دی ربه! نیک عمل لپاره راکړه عمر ربه! ژوند ته، ربه سا ته ضرورت دی ربه! ته په خپل کار ښه پوهیږي ربه! ربه  دا وخت چې وبا ته ضرورت دی سرمایه د نیکۍ مخکې له ځان لیږئ ورته مخکې بیا سبا ته ضرورت دی څه موده به خیر بیلتون ته فرصت ورکړو که څه هم یار او اشنا ته ضرورت دی دا اوس هم یو ضرورت دی چې ګوښه شو که کارونو د دنیا ته ضرورت دی شکر موږ داسې ټولنه کې ساه اخلو هم ډاکټر او هم ملا ته ضرورت دی که د ژوند تیاره کونجونه مخ ته راشي ...
نور ولوله

هر یو رنځور ته...!

د روغ صحت د خووږ غږ انتظار دی رنځور د ژوند د کالۀ خونه کې ایسار دی رنځور پرون به هر قدم سره مستۍ نه نڅېدۀ نن مړاوی څانګې، وانګې خوار او زار دی رنځور نۀ کار شته،نۀ روزګار شته،نۀ مستې نۀ په کې شور خفه یم، د زړګي مې بیا ټول ښار دی رنځور د کومو شېبو یاد پسې اخیستی د ځوانۍ روان د زړۀ په زور کرار،کرار دی رنځور زما په څېر الحمدلله هر لیونی روغ او ستا په څېر چې ګورم هر اوښیار دی رنځور اوږدۀ،اوږدۀ ساتل یې امیدونه د دونیا څوک ساه نیولی ناست پر نیمه لار دی رنځور له کبره یې پرون ډېرو ته نۀ کوو سلام وهلی نن د خپل غُرور ازار دی رنځور دا څوک یادوي،چا باندې خفه دی،خوا یې شنه ده؟ پوی نه یم ...
نور ولوله

اقصیٰ ...

هغه چې ړنګ شولو بیا دا، پۀ زولنو وتړي موصل یې وران کړو او اقصی، په زولنو وتړي په خپل ایمان دی شي خفه، چې په دې نه وي خفه! لومړۍ قبله چې څوک د چا، په زولنو وتړي واا د عربو شهزادګله! وه نادانه اشنا! ګوره حرم به هم سبا، په زولنو وتړي آخ اسلامي غیرت نو چیرته، له تا کډه وکړه ؟! چې مسلمان ستا په فتوا، په زولنو وتړي آخ د صلیب په زندانو کې د مؤمنې خورکۍ شونډو کې ( وا معتصمااا) په زولنو وتړي ای د دنیا د زولنو، له ډاره څنګه به شي؟! چې د قیامت په ورځ مو بیا، په زولنو وتړي !!! کله نا کله ژوند کې داسې ...
نور ولوله

فلسطینه!

ستا حق کې یم خفه، اول له ځانه فلسطینه! ګیله نه کوي څوک ځکه ، هر چانه فلسطینه! یهود غواړي چې ساه د ازادۍ دې کړي زندۍ چې ناست دي پر سینه درته پخوانه فلسطینه! چې ستا د ازادۍ فکر او حس یې سر کې نه وي له ډیرو سره شوه مې په دې ورانه فلسطینه! منمه؛ څومره ډیر مسلمانان شته، خو افسوس!! دي خپلو کې پر یو بل بد ګُمانه فلسطینه! د پاکو انبیاوو پاکې خاورې درنه ځار ډیر عمر دې کړو تیر ډک له خفګانه فلسطینه! چې ژوند کې څومره مینه،خوږلني او سکون غواړو ژوند هومره دی پیکه، ستړ...
نور ولوله

د نبي علیه السلام ( اصحاب رضوان الله علیهم) ته!

پر شعر د عقیدت پېرزوینې! ملګري...!!! هغه چې نلري اخلاقو کې بدرنګ ملګري هغه د حُسن او غیرت پۀ ښکلا رنګ ملګري سخت پۀ کافرو، خو پۀ خپل مینځ کې یاران د نبي جوړ د احساس،مینې او رحم پۀ فرهنګ ملګري بدر، أُحد، خندق او ټولو غزا ګانو کې بیا نۀ پۀ شاه لاړل نۀ بیا وروسته شول لۀ جنګ ملګري د دې ملګرو د قوي ایمان لۀ تابه نۀ ول د فارس او روم او د نړۍ د هر پرنګ ملګري هلته معیار نسب،ښکلا،قوم،شتمني نۀ وه بیا هلته حبش، فارسي،رومي، قریش همرنګ ملګري د زړۀ دنیا یې پرې راټوله وه، را ټول بۀ وۀ پرې لکه صدِّیق غوندې خواږۀ او غنمرنګ ملګري هغه چې سیوري ته د عدل یې، ا...
نور ولوله

سوغات

که وخت ، څو مات ازغي د ګل له ذات را واستول خو ګل په وینو شونډو کې، بیا شات را واستول   یارانو ! دا زموږ د عملونو نتیجه ده چې کم وخت کې، رب څو ډوله حالات را واستول!   لاسو،پښو ته ولچکې، زولنې او ځنځیرونه نړۍ مونږه خوارانو ته، خیرات را واستول   ملګرو ! زړه مې درد کوي، د دور پښتنو ته چا سره،په وینو شنه بنګړي مات، مات را واستول   اشنا ! د یارۍ ویش کې به دې، ما باندې احسان وي دردونه که دې ماته، یو څه زیات را واستول   دا چم، چې یوسف مخي ډیر لري، دا خو کنعان ګردونه د یوسف د پښو، زکات را واستول   عجی...
نور ولوله

پۀ روژه کې – سپين کوچی

قربان دې شمه وروره مسلمانه پۀ روژه کې کړه ټولو ګناهونو سره ورانه پۀ روژه کې مزه او خوند ترې اخله او پرې ژبه لمده ساته لۀ ذکر، تلاوت او لۀ قرآنه پۀ روژه کې شتمنه او بډایه ، مسلمانه، محترمه ناچارو باندې زړۀ سېزه لۀ ځانه پۀ روژه کې کۀ ګټه یو پر(۱۰)(۱۰۰) او (۷۰۰) لۀ رب غواړې سودا دې سوداګره کړه ارزانه پۀ روژه کې د ټولو د سؤال لپې تشې مۀ شه را ستنې د ټولو شه پوره د زړۀ ارمانه پۀ روژه کې نهیلي او مایوسه دې نور نۀ شو، وچې شونډې اسانه شې د ژوند سخت امتحانه پۀ روژه کې کۀ څومره خوار او زار، ستړې،ستومانه یو خو ربه! ساته مو د زړګي دنیا ودانه پۀ روژه کې ټول تږي او ټول وږي د...
نور ولوله

چاته څۀ! - سپين کوچی

د زړۀ مینځ کې بۀ څۀ ورکوم لاره چاته څۀ ویلی بۀ بیا نۀ شمه لۀ ډاره چاته څۀ ویل مې چې څهره کې دې ځان ګورمه تۀ چوپ یې ویل یې:  چې څۀ ووایي ؛ هینداره چاته څۀ پۀ دې ګرانه،ګرانۍ کې چې تش جیب ته سړی ګوري نو یوسي پۀ تحفه کې لۀ دې ښاره چاته څۀ؟ ستا هر ساز ته لاسونه اچوي ښۀ پۀ مستۍ ور بوی دې کړل د فکر استعماره چاته څۀ؟ لۀ سر نۀ تر پښوو بۀ درته وګوري پۀ شک د دین خبر چې وکړې رب لپاره چاته څۀ چې پوی دې شي پۀ رمز او اشاره،کړي داسې خوند چې سترګو کې دې ووایې کراره چاته څۀ خبر نۀ یم پۀ څۀ خبر د ځینو شمه بد ویلي مې کوچیه سپینه یاره چاته څۀ؟ ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک