د سپين کوچی لیکنی

اوبۀ....

څپه،څپه؛  اوړي را اوړي ، غونډې،منډې اوبۀ د کمال خان، د بند پۀ لپه کې، را غونډې اوبۀ نه،نه ستا د ښتې بۀ وطنه؛ نورې جل نۀ وهي نور بۀ دې نۀ وهي پردي مالت ته منډې اوبۀ ساه یې ورکړې، خو بیا هم ورته نیولي یې دي پۀ تنکۍ لپه کې شهید ارمان ته کونډې اوبۀ څپه ، څپه کۀ پر کاسوو د صبر پورته شولې ډېرې کیسې بۀ د حالاتو کړي ، بربنډې اوبۀ بیا یې تۀ سیال کړه د ځولۍ،ځولۍ ښائیست کوچیه! کۀ مې لمدې کړې  د هېواد د ټیکري څنډې اوبۀ ...
نور ولوله

پۀ بارانۀ کې...

منمه چې خپل کیف لري سفر پۀ بارانۀ کې خو دا لار حادثې لري، اکثر پۀ بارانۀ کې تۀ صبر چې بند نۀ وي ماهیپر پۀ بارانۀ کې چې بیا را ښوېدلی نۀ وي غر پۀ بارانۀ کې کۀ بنده لار وي هم ځي د بندي زوی ملاقات ته منلی خوږې مور وي هر خطر پۀ بارانۀ کې هَهٰا، چغې یو شور جوړ کړي د کلي ماشومان چې کله نری څرک ووهي لمر پۀ بارانۀ کې ماشوم یاد چې دې لږ لاړ شي، بهر ساړۀ یې وشي را منډه د زړۀ کور ته کړي اوتر پۀ بارانۀ کې ترې واړوي ستا څړیکه، څړیکه یاد نری پوستکی تازه مې شي د زړۀ سوی پرهر پۀ بارانۀ کې لوند،خیشت چېرته ځولۍ،ځولۍ پۀ بېړه وي روان کوچي لۀ ځان تاؤ کړی وي څادر پۀ بارانۀ کې ...
نور ولوله

خلک خبرې کوي ...!

کااش شي کراره،کراري؛ خلک خبرې کوي د نوي کال د پسرلي؛ خلک خبرې کوي   باور مو مات دی خو بیا هم، زړۀ ته یو ډاډ ورکوو چا ویل سوله بۀ راځي؛ خلک خبرې کوي   دلته د چا د پرهرونو، یاده نۀ کوي څوک دلته ګل هېر وي د ازغي؛ خلک خبرې کوي   موږ سره منځ کې یو بل دومره،یو بل ووژل چې موږ پسې ربه ټول پردي؛ خلک خبرې کوي   کۀ تۀ في الحال څومره ښۀ پاک او ګل سړی یې خو هم د لته د هر چا د ماضي؛ خلک خبرې کوي   ستا مخامخ صفت کوي، درپسې شاته نو بیا تللی لا نۀ یې سمدستي؛ خلک خبرې کوي   درد دی او درد دی، نور څۀ نۀ دي مړه لرې یې کړه پۀ ...
نور ولوله

راسره دی

اشنا هغسې نۀ دی، غټ سړی دی راسره دی ستا غم خو اوس ماشوم نۀ دی، زلمی دی راسره دی نا څاپه مې بس هسې پۀ خندا کړي غم وهلی ستا یاد ځوانیمرګ څۀ دی، لیونی دی راسره دی زۀ ځان سره هم ستا د یاد خبر نۀ کوم غلې زۀ وایمه کۀ څنګ کې څوک پردی دی راسره دی ګل مخو ته پۀ څنګ ترینه مُسکی نۀ شم کتلی را شین مې څوک پۀ سترګو کې ازغی دی راسره دی ورک،ورک چېرته د خیال پۀ ورکه لاره یو روان یو تۀ یې بل هغه وي او بل دی، دی راسره دی نه،نه یواځې نۀ یمه د ژوند پۀ ستړې لار را ځي را پسې شاته سپین کوچی دی راسره دی ...
نور ولوله

غرمه او شپه...

د ژوند دښته کۀ مې ستړې او سپېره ده شکر ژبه مې د رب پۀ یاد لمده ده لاندې پښو لاندې مې پلونه جل وهلي پاس پۀ سر باندې مې ټکنده غرمه ده اوس مې زړۀ ژاړي پر مخ مې او ښکې نۀ ځي وچه شوې مې د سرو سترګو چینه ده تاته یاد یمه کۀ نۀ یمه باک نشته خو زما درته قسم چې اندېښنه ده .......... نه، نه مۀ وېریږه ستا غوندې د ډېرو زړۀ مې څۀ دی، د رازونو خزانه ده بهر غږ ته د نریو څاڅکو غوږ یم تۀ خو نۀ یې د باران هغسې شپه ده ستا نامه ورباندې لیکمه پر ګوته د کړکۍ ښېښې نیولې بیا خوَلَه ده د کوچي د خیال د وچ راغه پر للمه ستا د یاد د بارانۀ پسته شېبه ده ـــــ...
نور ولوله

غلي...

شته ډېرو خپل پرهر زړونه ساتلي، دلته غلي شته ډېرو ارمانونه خپل وژلي، دلته غلي شته ډېر چې له خپل سیوري نه ویریږي رڼا ورځ شته ډېر چې نیمه شپه کورته راغلي، دلته غلي دې چم کې څو له درده لیوني دي چې کړي شور کنه څومره اوسیږي ډېر ښاغلي، دلته غلي هغوی پسې خندا شوې، هغوی رب رسوا کړي چې چا، چا پسې سترګو کې خندلي دلته غلي هغوی چې خپل ځانونه هوښیاران بولي تر بل هغوی لۀ ډار پۀ ځان ډېر څۀ منلي، دلته غلي اخ دلته بیا ترې ځان ساتي،پرې نکړې بیا باور چې سترګو لاندې چاته، چا کتلي، دلته غلي چې حق خبره نۀ شي کوی، چاته پۀ ښکاره کوچي غوندې شته ډېر بلا وهلي دلته غلي ...
نور ولوله

او ځم...

یو چاته مې د ستړي ژوند کیسۀ کوم او ځم خندا کې ترې یوه،یوه ګیلۀ کوم او ځم نۀ نور دې ازار نه اخلمه،نۀ دې ځوروم زړګیه! چاته ښکلې  بهانۀ کوم او ځم محفل کې د همزولو چې رایاد شې زړۀ مې تنګ شي په سترګو کې یو چاته اشارۀ کوم او ځم مات زړه به زنګېدلي قدمونه بېرته اخلم هر یاد ته به دې لاره کې دمۀ کوم او ځم یادونه ماشومان دې بیا له ټوکو ډاروم له ټوکو ورته سترګو کې غُصۀ کوم او ځم چې کله پر یارانو مې ، بې پامه شم را تېر پر ټوله لاره زړه خورم ، اندېښنۀ کوم او ځم که ژوند ؤ بیا به کله بلا شپو ته شم را پیښ کوچي سره بس دا ځل یوه شپۀ کوم او ځم ...
نور ولوله

خو...

هغه چم دی او کورونه پکې شته خو... کوڅې شته دی او ستا پلونه پکې شته خو... تۀ خو نۀ یې ستا همزولي پر مخ راشي ستا څۀ نښې او یادونه پکې شته خو... اشنا دا بۀ سره ګالو دا بۀ پالو اشنا ژوند دی، بس غمونه پکې شته خو... نۀ مستې،نۀ پکې شور، نۀ پکې زور شته سینه شته او پرهرونه پکې شته خو... چې پوره بۀ شي کۀ نه؛ سودا مې واخلي زړۀ مې مات او ارمانونه پکې شته خو... د شعرونو د لفظو رنګ دې پیکه دی د دردونو انځورونه پکې شته خو... ارمانونه چې مې ګل ارمان ته رسي ...
نور ولوله

نۀ راځې...

چېرته لرې تللی یې ، موده وشوه چې نۀ راځې زه درپسې درشمه که نه ، ووایه تۀ راځې ستا خو په سینه کې کاڼی زړه ؤ، چېرته لاړ وې چې بېرته اوښکې سترګې او په زړه اوبۀ، اوبۀ راځې څنګه د چا یاده ، خیر خو دی، وخت دې بدل نۀ دی؟ مخکې بۀ ماښام راتللې ، اوس پۀ لمر خاتۀ راځې ولې زَړَه مینه راسره هغسې نۀ پالې؟ ولې مې اوس خیال ته د چا خیاله زړۀ نا زړۀ راځې بیا بۀ مې په هیلو را پرېوتي دېوالونه وي بیا بۀ مې د زړۀ دکنډر ، وران کلي ته څۀ راځې؟! وه زما د شعر ښاپېرۍ دا دې ونۀ ویل ! تۀ لۀ کوم مالت،لۀ کوم ټبر، لۀ کوم کالۀ راځې؟؟؟ څومره مې چې تۀ له پامه غورځوې او بد دې شم هومر...
نور ولوله

يتيم

څوک له مور پاتې شي او څوک پاتې له پلاره یتیم څوک بیا له دواړو شي د ژوند په ستړي لاره یتیم مور یې حال نه وایي چې پلار دې شهید شوی زویه! په دروازه کې شي ویده له انتظاره یتیم ته ځوانیمرګ شوې زه دې یاد سره اوس شپې رڼوم راسره ژاړي له ماښامه تر سهاره یتیم په سپېرو شونډو یې خندا خوره شي څه وریاد شي؟ بېرته چې اوښکه په لېمو کې کړي ایساره یتیم هغه به څنګ په څنګ جنت کې خوږ نبي سره وي چې په اخلاص وپالي څوک د رب لپاره یتیم که غواړي سخت زړګی دې نرم شي سکون نه ډک شي په سر یې لاس تېر کړه او ښکل کړه په کراره یتیم بېرته به ښکلی شي او بېرته به را وغوړیږي که لږ دمه واخلي د ژوند له درانه بار...
نور ولوله

که یاد دې شي...!

هسې به له ځان سره غوسه ومه، که یاد دې شي تانه بۀ په نۀ خبر خفه ومه، که یاد دې شي هر چا به ویل ګوره، بېګا دې بیا ژړلي دي درد سره دې پاتې یوه شپه ومه، که یاد دې شي غمه ته په ما ځکه مئین یې له مودو نه چې زه مې په همزولو کې ښائیسته ومه، که یاد دې شي څنګه دې له اوښکو راته غبرګې سترګې ډکې شوې زه د چا د ستړي ژوند کیسه ومه، که یاد دې شي بیا هسې خوږه ټالۍ، خوب رانکړه په ناسته چې مورې ستا ترڅنګ چې اموخته ومه، که یاد دې شي ته مې هم تر څنګه ساه نیولی راغلې کیناستې زۀ هم نا بلد چاته دمه ومه، که یاد دې شي ستا تصویر مې تاته ، ځکه روغ ښکاره کوی نه شو زه په زړۀ کې ماته آئینه ومه، که یاد دې شي را بۀ غ...
نور ولوله

کلي ته!

بیا یې د زړۀ د کنډر وران، کلي ته مۀ را غواړه درته زارۍ کوم جانان، کلي ته مۀ را غواړه مینه یې زړۀ کې امانت، ساته او پاله خو جار تاته لۀ ډېرو خلکو ګران، کلي ته مۀ را غواړه چې له عناد،حسد،کینې؛ زړونه پاک شوي نۀ وي یو څوک د مینې پۀ ارمان، کلي ته مۀ را غواړه چې زموږ درد،هیله،ارمان؛ هر چاته ژباړي غلط داسې د سولې ترجمان، کلي ته مۀ را غواړه ګوره ازغن،ازغن حالات، یې لاس ګرېوان تۀ نۀ کړي؟ هغه د ګل پۀ شان یاران،کلي ته مۀ را غواړه د هغه ځانته بېل جهان،بېله نړۍ ده د خیال هغه کوچی لۀ بیابان، کلي ته مۀ را غواړه ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک